پاکستان «ترهګرۍ» ضد ايتلاف کې د ګډون اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ايتلاف کې د ګډون اعلان وکړ.

د پاکستان بهرنيو چارو وزاررت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادنو «ترهګرۍ ضد» ايتلاف کې د ګډون پرېکړه کړې او دغه ايتلاف کې د خپل فعاليت او کار په اړه به نور معلومات رياض سره له سلا مشورو وروسته رسنيو سره شريک کړي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د نوي اسلامي ايتلاف په اړه د تفصيلي معلوماتو او کارونو په اړه د سعودي چارواکو څرګندونو ته په تمه دي.

دوه ورځې وړاندې د سعودي عربستان دفاع وزير محمد بن سلمان پلازمېنه رياض کې وويل، چې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره د سعودي په مشرۍ د ۳۴ اسلامي هېوادونو پوځي ايتلاف جوړوي.

د محمد بن سلمان په وينا په دغه ايتلاف کې به مصر، ترکيه، پاکستان، متحده عربي امارات، افغانستان او ګڼ نور اسلامي هېوادونه شامل وي.

د سعودي چارواکو په وينا ايران به د دې ايتلاف برخه نه وي.

د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د دفاع وزير له څرګندونو وروسته رياض کې رسنيو ته وويل، چې ايتلاف کې د فعاليت او کار په اړه د خپل کار او حدودو پرېکړه په خپله ايتلافي هېوادونه کوي.

د څارونکو په اند د دې ايتلاف موخه دا ده، چې اسلامي هېوادونو کې د حکومتونو ضد وسله والو مخالفينو او «افراطي» ډلو پر ضد عمليات وشي.

د روان کال په پيل کې پاکستان اعلان کړی و، چې سعودي سره د دفاعي اړيکو د لا غښتلتيا په موخه يې سعودي سرتېرو ته د پوځي روزنې چارې پيل کړي.

پر نوي ايتلاف د امريکا غبرګون

د ترهګرۍ ضد اسلامي هېوادونو د نوي ايتلاف په اړه د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند جون کربي په خپل رسمي غبرګون کې د دغه ايتلاف هرکلی کړی او زياتوي، چې دوی له ډېرې مودې پر دې ټينګار کاوه، چې اسلامي هېوادونه بايد د «ترهګرۍ» ضد جګړې لپاره خپل ايتلاف جوړ کړي؛ ځکه دغه هېوادونه په خپله د ترهګرۍ ښکار دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

پاکستان به خامخا د امریکا په مشری د سعودی د غلام ایتلاف کی به فعاله وڼده خامخا لری چه د سعودی د فوځ مشران سعودیان او عسکر یی پاکستانیان دی ، پاکستان د دی شرم د پټولو د پاره چه پاکستان فوځیان د سعودی له خوا په قومانده کی مری نو نړیوال به وایی چه فوځ د سعودی او عسکر یی پاکستانی دی ، نو که پاکستان خپله هم پکی ونډه ولری دغه خالیګاه به ډکه شی . د بلی خوا پاکستان دانګریزانو حلقه بګوش غلام څه چه له موره غلام زیږیدلی د انګریزانو له خوا چه څه قومانده وی… نور لوستل »