fbpx

د «إنه کان ظلوما جهولا» لنډ تفسير، زموږ د ټولنې يو حقيقت او يوه غوښتنه

احمدالله احمدزی

د بلاغت او نقد معاصر امام علامه دکتور محمد محمد ابوموسی وايي، چې څېړونکی او باحث بايد د ورک او غايب علم په لټه کې شي او که يوازې هغه څه پسې ګرځي، چې نورو سره دي، نو دا سړی يوازې خپل ځان او ټولنه تېرباسي او دغه مهال، چې څوک د علم دعوه کوي، دا علم نه، بلکې يو وهم، بلکې د نفاق يوه برخه ده، چې پر مخ د علم پرده اچوي او خپل جهل پرې پټوي.

د علامه په خبره د زړه له تله دردېږم، چې موږ او زموږ ټولنه کې خو د علم او څېړنې څرک نه لګيږي او حتا دومره خواري هم نه کوو، چې پخوانيو علماوو خپلو راتلونکو نسلونو لپاره کومې خوارۍ کړي، د هغو د لوستو همت هم نه کوو او زموږ په ټولنه کې هر وګړی هڅه کوي، چې ځان د ټولنې تر ټولو پوه، زيرک او ستر محقق وښيي او دا خوی په خپله د ستر جهل ښکارندوی دی.

دکتور ابو موسی وايي، چې مصر کې له علامه محمود شاکر وروسته عالم نه دی تېر شوی، نو زه هېښ شم، چې ده ته د مصر پر مختللې علمي ټولنه کې عالم نه ښکاري، نو زموږ ټولنې باره کې به څه وايي.

زموږ ټولنه کې د پخوانيو متونو، چې د علم او فکر بنسټ جوړوي د لوستو توان او همت نه شته او څوک يې، چې لولي، نو ډېری لوستونکي فکر او هڅه نه کوي، چې د کتاب حق ادا کړي او کتاب په خبرو راولي.

که خبره په ځانګړې توګه د قرانکريم د معانيو د ژور او سمې پوهې شي، له ګوتو شمېر علماوو، پرته زموږ ټولنه کې لا هم په ډېر تکلف د قرانکريم ترجمې کيږي، چې د لوستونکي او اورېدونکي زړه پرې اوبه نه څښي، او يوازې د دې لپاره يې مني، چې د الله تعالی کلام دی او که شک په کې وکړي، نو ايمان به يې خوار شي.

د دې ټولو ستونزو بنسټيز لامل دا دی، چې موږ له عربيت، صرف، نحوې، بلاغت، اشتقاق او نورو اړينو علومو دومره لرې يو، چې له امله يې د قرانکريم په معانيو سم نه پوهيږو.

د ساري په توګه «إنه کان ظلوما جهولا»

الله تعالی د احزاب سورت په پای کې فرمايي: «إنا عرضنا الأمانة على السماوات والأرض والجبال فأبين أن يحملنها وأشفقن منها وحملها الإنسان إنه كان ظلوما جهولا»

ډېری مفسرينو د دې ايت ظاهري معنا اخيستې، چې الله تعالی ديني احکام او فرايض اسمانو، ځمکو او غرونو ته وړاندې کړل، هغوی يې له نيولو انکار وکړ او انسان دا امانت ومانه، بې شکه انسان ظالم او جاهل دی.

دا تفسير د چا زړه سم نه مني او د ايت د وروستۍ برخې لپاره له ډېرو تاويلاتو کار اخيستل شوی، چې ټول تکلفات دي.

هغه ورځ مې د څلورمې هجري پېړۍ د وتلي لغوي او نحوي امام ابو اسحاق ابراهيم بن محمد بن السري بن سهل الزجاج البغدادي «زوکړه ۲۴۱ه- وفات ۳۱۱ه» کتاب «معاني القران وإعرابه» وکوت او د دې ايت د معنا او تفسير په لټه کې وم.

امام زجاج وايي، چې د دې ايت معنا د لغت له پلوه دا ده، «موږ وړاندې کړ امانت اسمانونو، ځمکو او غرونو ته» دلته يې د امانت معنا مناسب وظايف ښوولي. اسمان ته يې وويل، چې خپل کار به سر ته رسوې، ځمکې ته يې د خپل کار سرته رسولو امر وکړ او غرونو ته هم «فأبین ان يحملنها» امام زجاج وايي، چې دلته حمل په معنا د ترک او خيانت دی. عرب وايي، چې (فلان حمل الامانة اي خانها) فلاني امانت حمل کړ، يعنې خيانت يې په کې وکړ. نو اسمانونو، ځمکو او غرونو په خپلو دندو او وظايفو کې خيانت نه دی کړی او تر اوسه خپل کار د الله تعالی له امر سره سم پر ځای کوي «وحملها الانسان» انسان دا امانت حمل کړ، يعنې خيانت يې په کې وکړ. دلته له انسانه مطلق انسان نه دی مراد، بلکې هغه څوک ترې مراد دی، چې د الله تعالی له امرونو سرغړونه کوي. امام زجاج وايي، چې منافق او کافر د الله تعالی امانت خيانت کړی دی او څوک چې د الله له لوري ورسپارل شوي فرايض او امانت کې خيانت کوي، دوی باره کې د الله تعالی پرېکړه بيا دا ده، چې «انه کان ظلوما جهولا» دا خلک ظالمان او جاهلان دي.
پښتانه مفسرين پښتو کې د دې ترجمه داسې کوي. کوم انسان، چې د الله تعالی له لوري په ورسپارل شوي امانت کې خيانت کوي، هغه «ظلوم او جهول دی» مقصر في العمل او مقصر په علم دی. د عمل له پلوه کمزوری او د علم او فکر له پلوه هم کوتاه کار او کمزوری دی.

لومړی خپل ځان بيا د علم نورو لارويانو ته د علماوو او استادانو دا سپارښتنه رسوم، که علم کوو نو بايد د پخوانيو علماوو، په څېر خواري وکړو، نيتونه مو يوازې او يوازې د الله تعالی لپاره کړو، له تظاهر او ځان ښودنې ځانونه لرې وساتو، تل د علم او پوهې په لټه کې شو او هڅه وکړو، چې نورو دوستانو او مسلمانانو ته د علم لارې پرانيزو.

دکتور ابو موسی دا هم وايي، که موږ خپلو شاګردانو او راتلونکو نسلونو ته دومره علم ورکړ، چې موږ سره دی، نو علم به په ټپه ولاړ وي او که له ځانه لږ علم ورکړو، نو ټولنه به د وخت په تېرېدو د جهل پر لور ځي او علم يوازې هغه مهال پرمختګ کولای شي، چې استادان شاګردانو ته له خپل ځانه زيات علم ورکړي، د علم لارې ورته پرانيزي او په اړونده موضوع کې د پراخې مطالعې سپارښتنه او لار ښوونه ورته وکړي.

په ډېر تاسف دا خبره کوم، چې زموږ په مدارسو او پوهنتونو کې استادان هېڅکله دا هڅه نه کوي، چې زده کوونکو ته له ځانه زیات علم ورکړي، د علم دروازې ورته پرانيزي او د درسي موضوع په اړه د زياتو مراجعو او مصادرو لارښوونه وکړي او حتا هغه کتاب هم نه ورښيي، چې استاد ترې د تدريسي کتاب د اسانتيا لپاره ګټه اخلي.

راځئ، دا ناوړه دود مات کړو، نفسونه وځپو، ځانونه تر تولو کمزوري او ناپوهه وبولو، د رښتيني علم په لټه کې شو او نورو ته هم د حقيقي علم په رسولو کې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو.

که دا اوسنی دود مو مات کړ او ټولنه کې مو د علم او معرفت د خپرولو هوډ وکړ، نو ټولنه به مو په ډېره لږه موده کې يو ځل بيا د پخوا په څېر د علم، عرفان او روڼتيا پر لور مزل پيل کړي او څو چې دا لړۍ روانه وي، نو اجرونه او ثواب به يې هغو خلکو ته هم رسي، چې دا کار يې پيل کړی او ان شاء الله دا به مو له مرګ وروسته صدقه جاريه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبید
میلمه
عبید

السلام علیکم. ددغه آیت کریمه همدغه ډول تفسیر می تراوسه نه وو اوریدلی. جزاکم الله خیرا. البته هغه اعراب القرآن چی نو همدغه ډول تفسیر دکومه را نقل کړی