دروغژنې رسنۍ

عزیز مومند

مطبوعات د واقعیتونو هنداره ګڼل کیږي، د ټولنې د افرادو، ماضي او مستقبل ترمینځ د پیوستون کړۍ بلل کېږي. د مطبوعاتو وظیفه دا ده چې د ټولنې علمي او اخلاقي ظرفیت لوړ کړي، ولسي ذهنیتونه سم لوري ته توجیه کړي، خلک د یو بل له حاله خبر شي او د خلکو ترمینځ فاصلې راکمې کړي.

خو نن سبا رسنیو خپلو مسئولیت شاته غورزولی، نه تنها دا چې په واقعیتونو سترګې پټوي بلکې د بدلولو او تحریف هڅه یې کوي، چې یوازینۍ موخه یې د عامو خلکو فکرونه او اذهان په نښه کول او د سیاسي او فکري مصلحتونو په نفع بدلول دي. نن سبا په رسنیو کې دروغ په یوې ځانګړې نظریې او مفکورې بدل شوي، دروغو ته د ځانګړي فن په سترګه کتل کیږي او هغه رسنۍ کامیابه بلل کیږي چې زیات شمېر مخاطبین په خپلو دروغو قانع او نظرونه یې وربدل کړي.

پخوا به د رسنیو دنده شعر او خطابت پرمخ بیوله، خو له کومې ورځې چې مطبوعاتو په نوې بڼه ظهور کړی او ترڅنګ یې د سیاسي او فکري جګړو ډګرونه پراخ شوي دي، ورځپاڼې، راډیوګانې، تلویزونه او ویب پاڼې مینځ ته راغلي، له هماغې ورځې د دروغو د ترویج کچه هم لوړه شوې.

دروغژنې رسنۍ د هغه شیطان له طریقې کار اخلي چې په غلا د دنیا اسمان ته وخیژي، هلته له ملایکو څخه یوه خبره راوتښتوي، کله چې ځمکې ته راکوز شي نو ۹۹ دروغ ورسره ګډ کړي، یوه خبره د خپل مصداقیت د اثبات په توګه او ۹۹ برخې دروغ په داسې بڼه وړاندې کوي چې ګویا دا هم رښتیني واقعیتونه دي. له بده مرغه یو شمیر معاصرې رسنۍ همدغه شیطاني تګلاره تعقیبوي، یو خبر د ۹۹ دروغو په مینځ کې وپیچي، کله چې لوستونکو او اوریدونکو ته د نوموړي خبر رښتیا والی څرګند شي نو په لاشعوري توګه په ټولو نشر شوو معلوماتو په یوځايي توګه باور کوي.

خو دغه رسنۍ په حقیقت کې نه تنها د خلکو اذهان او افکار اړوي، بلکې زمونږ تاریخ تحریفوي، تاریخ د یو ولس د هویت او پيژندنې تهداب دی، دښمنې رسنۍ چې په اهمیت یې پوهیږي د ناسمو معلوماتو په ترویج زمونږ د ولس د جرړو ایستلو هدف لري، غواړي راتلونکي نسلونه له خپل تاریخ څخه لرې او پرې بې باوره یې کړي. یو ژورنالیست که هرڅومره د ولس او هیواد پالنې دعوې کوي د دروغینو معلوماتو په وړاندې کولو سره د ولس له راتلونکو نسلونو سره اوږدمهاله جفا کوي چې اغیز یې تر پیړیو پیړیو پاتې کیږي.

شیطاني رسنۍ لومړی یو خبر د تواتر درجې ته رسوي، کله چې د تواتر درجې ته ورسېد بیا طبیعي ده چې هیڅوک یې د سرچینې پوښتنه نه کوي او دا خبر پخپله په تاریخ کې د موثق خبر په توګه ولیکل شي. له بده مرغه په تېره یوه نیمه لسیزه کې دښمنانو د افغاني مطبوعاتي په مرسته دا لاسته راوړنه موندلې چې ګڼ واقعیتونه یې لومړی د (ګومان) له حد څخه (یقین) او د بیا بیا تکرار له وجې د تواتر حد ته رسولي. اوس یې که څوک په اړه د سپیناوي هڅه کوي هغه نوی نسل چې د دغو رسنیو د متواترو دروغو تر پوښښ لاندې رالوی شوی، به یې د استهزاء تر کچې پورې ردوي.

د یوې رسنۍ لپاره تر هیڅ عنوان لاندې نه ښايي چې د حقایقو بڼه بدله کړي، ځکه چې تاریخ د دې لپاره لوستل کیږي چې درس او عبرت ترې واخیستل شي، که یوه رسنۍ په دې دلیل د یو ظالم او دکتاتور پر ضد دروغژن معلومات خپروي چې په خلکو کې یې بدنامه کړي، حیثیت یې ورخراب کړي، ولسي ملاتړ یې کمزوری کړي، دا کار به که څه هم موقتا نسبي ګټور تمام شي خو په مستقبل کې د تاریخ روح له مینځه وړي، له تاریخ څخه د درس او عبرت اخیستنې وړتیا ختموي او د تاریخ لوستلو غایه او هدف په اوبو لاهو کوي.

مطبوعاتو ته په کار ده چې خپله دنده او مسئولیت وپیژني، لکه څرنګه چې د شفافیت او ناپییلتوب دعوه کوي په عمل کې هم همدغه مسیر خپل کړي، د خلکو په اذهانو دې لوبې نه کوي او خپل هویت او تاریخ دې په خپل لاس نه بربادوي. او مونږ ته هم په کار ده چې د تلویزون په پرده هر راښکاره کیدونکی خبر په پټو سترګو ونه منو او له شیطاني دسیسو څخه په ډکه دې دنیا کې همیشه دا الهي لارښوونه په یاد ولرو چې « إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا»: کله چې یو فاسق شخص درته خبر راوړي نو په اړه یې څیړنه او پلټنه وکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د