ادبي لیکني

د وردګو ګلابه

مریم حلیم

دا منم چې هغوئ هم افغانان ؤ او ته هم

هغوئ هم ځانونه د همدې خاورې بللاو ستا هم زړه ؤ

چې د همدې خاورې ميرويس او يا احمد جوړ شې

د صبا ورزې احمده. دا چې د هغوئ د مړيو وير دظالمانو تر تسلط لاندې ارګ په کاڼو وويشت

او ستا ويرژړليو ته کابل ته د تلو اجازه هم ورنکړل شوه

ګلابه. ګيله مه کوه

ګلابه ارګ همغه د احمد ارګ دئ خو نن يې ګدئ ناستي بدل دي

ګلابه. ارګ د هغو د وير پروا نه لري چې هر وخت يې ځان ايمان وجدان غيرت او هر څه د مادياتو په مقابل کې بايللي

نه

بلکې ارګ د هغه چا ورتلو ته سترګې غړوي چې هر وخت يې د سر په بيه د وخت د ستر ياغي په مقابل کې دين غیرت او ناموس په ميړانه ساتلي

نو ځکه ارګ ستا په معصومه څيره دهمدې پيړئ له تر ټولو ستر دهشت ګرد او ظالم له خوا ويشتل شوي مرمئ ونه شوې زغملئ ګلابه.

ارګ ستا ژوندي ورتلو ته سترګې په لار ؤ تر څو يې له زخمې سينې دا پڅ فطرته انسانان وشړې

خو دا چې د فاتح ورتلو په ځائ يې ستا د مړې وير ګالنې ته ناکام شو نو يې همدا انسان دښمنه افراد مخې ته کړل

ګلابه

ارګ تاته د حال په ژبه وويل چې وير د راباندې دروند دئ

ستا وير په ما مه ګاله همدومره بس ده چې د همدې پڅ فطرتو له درده کړيږم

کومې نادودې او ټيټې کړنې چې نن يې زما په زخمي سينه تر سره کوي

پائ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

داجهان قصاب خانه کړ خدای وماته ««»» لاس تړلۍ پروت په غولی د قصاب یم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x