ادبي لیکني

د هلمند فرهنګي وضعيت / يوولسمه برخه

پوهنیار نور احمد اېمل
پوهنیار نور احمد اېمل

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل

لښکرګاه مجله

لښکرګاه یوه خپلواکه، علمي، ادبي او فرهنګي خپرونه ده، چي لوموړۍ ګڼه يې په ۱۳۹۰ل. کال چاپ سوې ده یاده مجله مخکي د یوې جريدې په بڼه چاپېدله، چي اته ګڼي جریده او نهمه ګڼه په لښکرګاه مجله بدله سوه. ددغي مجلې مسول مدیر عبدالهادي عمري دی، د لومړۍ ګڼي همکاران يې (محمد اسمعیل شریعتیار، بریالی هلمند، شریف الله دوست، احمدشاه پاڅون، ادم صفت الله، غوث الله مجروح، عطا محمد سېلاب، سردارمحمد صدیقي، عبدالستارستوری، زین الله ستانګزي او ټول هلمندي فرهنپال) یاد کړي دي. د یادي مجلې په لومړۍ ګڼه کي امتیاز هلمندي فرهنګپالو ته ډالۍ سوی وو، مګر د ژوند فرهنګي ټولي په رامنځ ته کېدو سره د لښکرګاه مجلې امتیاز نوموړي ټولني ته ځانګړی سو، لښکرګاه مهالنۍ چاپیږي، چي تر دې دمه يې ۱۴ ګڼي پرله پسې له چاپه راوتلي دي د یادي مجلې د مسول په وینا یاده مجله کله زر تېراژه او کله پنځه سوه چاپیږي، محتوا يې اسلامي او فرهنګي اړخ لري او پر هلمند سربیره تر مرکز او ځيني ګاونډيو ولایتونو پوري رسیږي. په لښکرګاه کي ډېری د هلمندي ځوانو لیکوالو علمي، ادبي، منظومي او منثوري مقالې او شعري بېلګي  چاپیږي، د لښکرګاه لومړۍ ګڼه په ۳۲ مخونو کي په منځني کاغذ کي چاپ سوې ده او وروسته ګڼي يې نسبتآ لومړۍ ګڼي ته ښه او په مناسب کاغذ او کیفیت کي چاپ سوې ده.

د لښکرګاه منځپانګه او بڼه

د لښکرګاه لومړۍ ګڼه د رنګه پښتیو پرته د ۳۲ مخونو په درلودلو په منځنۍ درجه کاغذ کي چاپ سوې ده.د وقايي شا او مخ يې رنګه او یو شمېر سوداګریز او د مجلې د محتوا اړوند انځورونه ځای پر ځای سوي دي. همدا شان د مجلې له منځپانګي څخه د یو شمېر مهمو سرلیکونو یادونه هم راغلې ده.

د لومړۍ  پښتۍ پر شا د مجلې استازي، همکاران او لړ پتي او شمېرې راغلي دي او په دوهم مخ کي يې د مطالبو لړلیک راغلی دی، چي د ټولو راغلو مطالبو عنوانونو شمېر يې (۱۷) ته رسیږي. د مجلې د سرمقالې عنوان (لښکرګاه مجله سوه) راغلی دی په دې سرلیکنه کي د جریدې پر پسمنظر خبري سوي دي او چي څنګه یاده جریده په مجله بدله سوه بحث سوی دی. په یاده مجله کي ځیني لړیزي لیکني هم سته لکه: لښکرګاه څنګه کشف سوه او له هلمنده تر ډهلي یون لیک. په لښکرګاه کي د محتوا له مخي هر ډول لیکني سته خو فرهنګي او ادبي لیکني يې ډېري تر سترګو کيږي د یادي مجلې په ۲۸ مخ کي د (نورچینه) د شعر او شاعرۍ برخي ته بېله سوې ده په دې برخه کي  ځوانو شاعرانو شعرونه راغلي دي.

ددې مجلې ټول مطالب په پښتو ژبه لیکل سوي دي او د لومړۍ ګڼي د مطالبو سرلیکونه یې په لاندي ډول دي:

۱ـ لښکرګاه مجله سوه (اداره)

۲ـ زنا ته مه نږدې کيږئ (حامد)

۳ـ لښکرګاه څنګه کشف سوه (شریف الله دوست)

۴ـ ناروا تبلیغ او که روا توصیف غوره دی ( محمد عمر قانع)

۵: زما هیله (عبدالهادي عمري)

۶: د پښتو ژبي سمون او پر ځای کارول (نثاراحمد (احمدي)

۷: بې خوبي څنګه له منځه یوسو؟ ( ډاکټر عیسی ستانګزی)

۸: اوباما ته  د (مایکلمور)سرخلاصی لیک ( ژباړه محمد نعیم افغان)

۹: بلوتوت ( احمد شاه پاڅون لنډه کیسه)

۱۰: د کهکشان په پلو کي یو ځلانده ستوری، لمر( محمد الیاس داعي)

۱۱: تعصب لرونکي لیکوال پښتانه ولي جنګسالاران بولي ( رفیع الله زیار)

۱۲: د مرګ مرګ ( ګل رحمن رحماني)

۱۳: د ښځي په وړاندي د نارینه مکلفیتونه ( محمد علي عمري)

۱۴: انټرنیټ ( نړیوال جال)  ( فرهاد داوري)

۱۵: له هلمنده تر ډهلي ( اغا محمد قریشي یونلیک)

۱۶: ښځه او حجاب (هیله پروانه)

۱۷: د نور چینه ( د شعر برخه)

۱۸: د مجنونیار هلمندي سره مرکه

نور په بله برخه کې. . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x