
“د زړه منګی”
فکرمل طالب-
لا می وجود کی شته اثر د شونډو
بېګا مې څښلی ده کوثر دشونډو
دزړۀ منګی مې پرې تازه وي مدام
خدای دې آباد لري ګودر د شونډو
مبارکۍ کـــــې ئې راولېږه بــیا
یاره که وۀ دې کړ اختر د شونــډو
د یو پیمخي یارغوښتنه ده بــــس
نه یم لیکوال نوښتګر د شونـــډو
دزنکدن تریخوالی نه حِسْ کـــوي
چه چا په څښلی وي شکرد شونډو
دزړۀ سکروټې شي سړې ورباندې
که نوش دې جام کړلو په سر د شونډو
لائې څښم تنده مې نه ماتـــــــیږي
“فکرمل”تږی يم اکثر د شونـــــډو