نظــر

الله اکبر ، خمیني رهبر

ismat sarwan

نن مې په تاند ویب پاڼه کې یو خبر ولوست ، په ایران کې ددوهم صفوي انقلاب دبریا ورځې رارسیدلې دي ، او شیعه ګان ( دهه فجر ) لمانځي ، ایرانیانو دخپل دې جشن  دخبري پوښښ لپاره افغان خبریالان هم ور دعوت کړي ، ترڅو دمفتو امکاناتو او سیاحت  په مقابل کې د صفویت جشن ته خبري پوښښ ورکړي ، تاند ویب پاڼې په دې خبره ډیر طبیعت خراب کړی دی ، او دا یې دایران دنفوذ او مداخلې هڅه بللې ، سمه خبره ده ، په دې کې هیڅ شک نشته ، چې دا دایران څرګنده کلتوري  مداخله ده ، مګر داخبره کاشکې  کوم بل چا کړې وای ، له تاندوالو سره چندانې زېب نه کوي ، ځکه  په ویکپیدیا کې ښاغلي عصمت الله  څاروان  لیکلي چې نوموړی  خپله دتاند ویب پاڼې چلوونکی او پازوال دی او خدای مې دې غاړه نه بندوي ۱۲ یا ۱۳ کاله مخکې وو ، چې موږ ماشومان وو ، په همدې موسم کې به مو دایران له تهران راډیو څخه څو ورځې یو ډیر عجیب پروګرام اورېده ، چې نوم یې وو  ( دسباوون لسیزه ) ددې پروګرام چلوونکی او پازوال هم عصمت څاروان وو ، هغه عصمت څاروان چې اوس په دهه فجر کې دافغان خبریالانو په شرکت پورې پوزخند وهي .

۱۲ کاله وړاندې  دایران ددهه فجر په ورځو کې مې یوه ورځ  له تهران راډیو دسباوون لسیزه پروګرام اورېده ، په پروګرام کې  دخمیني دفعالیت او بریا دپیښو په اړه ډرامه جوړه شوې وه ، چې له عاشق حسین توري پرته د تهران راډیو ټولو شیعه ګانو په کې  ګډون کړی وو ، عصمت څاروان ته یې هم  دیوه غټ شیعه انقلابي مبارز رول ورکړی وو ، چې درګرده یي دخمیني پیغامونه خپرول ، مظاهرې یې کولې ، شب نامې یې شیندلې ، او په کوڅو کې دشاه له عسکرو سره په ډبرو جنګېده ، نوموړي په دې ډرامه  کې خورا احساساتي وو یو ځل خو په کومه مظاهره کې زخمي هم شو، خو د ډرامې په وروستۍ برخه کې چې کله خمیني له فرانسې راغی او په هوایي ډګر کې یې الوتکه کیناسته ،  له الوتکې له ښکته کیدو وروسته خمیني په موټر کې سپور شو ، او انقلابیانو یې له ډيره شوقه موټر په اوږو واخیست ، په دې وخت کې ددهه فجر دډرامو تکړه ممثل  عصمت څاروان هم له هغې ډلې وو ، چې دخمیني موټر ته یې اوږه ورکړه ،  او د( لا شرقي لاغربي ، الله اکبر ،خمیني رهبر ) چیغې یې وهلې .

هغه مهال زه ماشوم وم ، دماشوم تخییلي قوه طبعا ډیره قوي او تصورات یې ډیر حساس وي ، ماچې په راډیویي ډرامه کې  دزخمي عصمت څاروان دغه فداکاري لیدله ، نو په احساساتو کې به راغلم ، د راډیو اواز به مې  فول په زوره  کړ ، او په تصور  کې مې ویل  چې کاشکې هرچا له خپل هدف سره داسې مینه او دقربانۍ احساس درلودلی لکه عصمت څاروان یې چې له خمیني سره لري .

خو شاعرانو لکه چې رښتیا ویلي چې  (یاري اسانه ده جانانه دوفا لانجه ده ) دعصمت څاروان او خمیني په یاري کې هم فکر کوم د وفا لانجه پیښه شوې ، نن مې چې دعصمت څاروان په تاند کې  د صفوي سباوون په لسیزه کې دخبریالانو دشرکت په اړه دتاند تنقیدي راپور ولوست  په ذهن کې مې یو دم  دعصمت څاروان دهماغه غږ انګازه شوه ( دسباوون لسسســــــیـــــــــــــــــــزه ) ورپسې مې په غوږو کې  دنوموړي په غږ کې د ( الله اکبر خمیني رهبر ) انګازې هم راغبرګې شوې ، هغه چې ما په ماشومتوب کې له تهران راډیو اوریدلي وي ، پښتانه وایي که پوز پریکړي  شرم درلودی نو په درست عمر به یي دچاړې نوم نه وو اخیستی ، خو داچې عصمت څاروان لا هم  ددهه فجر نوم په خوله اخلي معلومیږي چې  شرم یې په ارشیف کې ایښی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه دلیکوال خپل نظر او برداشت دی  –  اداره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x