شعـــــرونه

ظالمه

حکمت الله حاکمي

زه خو تنکئ ګلاب ماشوم ومه ګنا مي څه وه…

چي دي شهيد کړمه معصوم ومه ګنامي څه وه…

خو لاغوټئ ومه ظالمه غوړيدلې نه وم…
د موراو پلارسره مخدوم ومه ګنا مي څه وه…

نه دهشتګرد نه ترهَګروم مکلف نه ومه…
هرکليوال لره معلوم ومه ګنامي څه وه…

قاتله نه دي بخښم مګرچي دخدائ وي خوښه…
دجنګ جَګَړي نه محروم ومه ګنامي څه وه…

د(حاکمي) نه وکړه زما د معصوميت پوښتنه…
له موره يو ومه مظلوم ومه ګنامي څه وه…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x