ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (9)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)-

د ښځې فرمانبرداري او د مور نافرماني

دا هم د قيامت له نښانو څخه يوه نښانه ده چې يو انسان به د خپلې مور نافرماني کوي، خپله ښځه به ځانته نږدې کوي او په اکثرو حالاتو کې به د مور او پلار په مقابل کې د خپلې ښځې فرمانبرداري کوي، دا خرابي هم نن صبا واقع شوې، مونږ ګورو په کورونو کې عموما مور تنها او د کور له خلکو جلا اوسيږي، اولاد د هغې ډير کم زيارت او ملاقات کوي، سره له دې چې زوی به يې له ښځې او بچيانو سره په آسودګي کې ژوند تيروي او په سير سياحت کې به مشغول وي.

که چيرته مور او پلار له اولاد سره په کور کې اوسيږي نو د هغوی لپاره عموما هغه انتظام او اهتمام نه کيږي کوم چې د نورو لپاره کيږي، لکه څرنګه چې د ابو هريرة رضي الله عنه په حديث کې دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي : کله چې د فی مال په خپل مينځ کې تقسيم کړل شي، انسان د خپلې ښځې اطاعت او د مور نافرماني کوي، دوست نږدې او پلار ليرې کوي الخ.

په کوم حديث کې چې د ښځې اطاعت او د مور نافرماني د قيامت نښانه ګڼل شوې په همدغه حديث کې يو شمير نور شيان هم د قيامت له نښانو ګڼل شوي، پوره حديث په لاندې ډول دی :

[إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنى صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسقهم وكان زعيم القوم ارذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها فليرتقبوا عند ريحا حمراء وزلزلة وخسفا وقذفا وآيات تتابع كنظام بال قطع سلكه فتتابع.].

ژباړه : کله چې د فی مال دولت وګڼل شي، د امانت مال غنيمت وبلل شي، د زکاة په ورکولو د جرمانې خيال وکړل شي، علم د غير ديني مقاصدو لپاره حاصل کړل شي، خلک د خپلې ښځې اطاعت او د مور نافرماني وکړي، دوستان نږدې کړي او پلرونه ليرې کړي، په جوماتونو کې آوازونه پورته کړل شي، فاسق او فاجر خلک د قبيلو مشران شي، رذيل سړی د قوم مشر (سردار) شي، د يوه انسان عزت د هغه د شر له ويرې وشي، د موسيقي آلات او سامان عام شي، د شرابو څښل عام شي او د امت د آخرنی زمانې خلک په مخکنيو خلکو باندې لعنت ويل شروع کړي نو په دې وخت کې دې خلک د ګرمو هواګانو، زلزلو، په زمکه کې خسف، د شکلونو مسخ کيدو، د تيږو (ډبرو) باران او داسې نښانو ته انتظار وکړي کومې به چې پيوسته راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x