نظــر

زه مفتی نه یم

ابو مصعب جوزجانی

(وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ )

زه مفتی نه یم خو بس دومره وایم چی هغه بله ورځ می یوه فتوی ولیدل چی 15صفحی وه او په آخره صفحه کی ئی دیو څو ملاینو لاسلیکونه هم وه داسی ښکاریدل چی دستخطونه ترمخه سوی وی او فتوی وروسته لیکل سوی خو په حر حال د فتوی موخه او هدف دا وو چی دمسلمانانو په مابین کی باید اتفاق او اتحاد نه وی هرسړۍ چی څه کوی باید وی کی لکه دغربیانو دیموکراسی.

زه ډیر حیران سوم چی خدای زده دی خلقو ته به کفارو څومره ډالر ورکړی وی که نه هغه ده چا خبره فلانۍ د خدای دپاره کافر سوی دی ځکه کفار هر وخت دا کوشش کوی چی په مسلمانانو مجاهدینو کی تشویش او بی اعتمادی پیدا کړی، په دی کی دکفارو ګټه ده او ده دی دپاره بیخی ډیر مصارف کوی کله چی په برصغیر هند کی انګریزان وه او دمجاهدینو څخه ډیر تنګ سوه نو میرزا غلام احمد قادیانی او داسی نورو ته یی سخته ډیری روپی ورکړی چی دمجاهدینو مخه وه نیسی او فتوی ګانی صادری کړی چی جهاد نسته، ځکه یو مقتدر امیر نسته، مجاهدین کمزوری دی، دانګریزانو سره جنګ کول دډبری سره سر وهل دی، په مجاهدینو کی د ایمان اویقین کمزورتیاوی دی، اول باید ځانونه ښه صفا کړی لکه صحابه بیا جهاد وسی او داسی نور، خو لله الحمد پر مجاهدینو يی کمه اغیزه ونکړه او مجاهدینو خپل اتحاد اتفاق او سنګرنه ګرم وساتل، په نتیجه کی الله پاک انګریزان ناکامه کړل.

بیا چی کله پر افغانستان باندی اتحادجماهرشوروی یرغل وکړ او د مجاهدینو څخه تنګ سوه نو د شؤن اسلامی په نوم یی یوه اداره جوړه کړل چی وخت وخت به یی فتواوی صادرولې چی خدای مه که دجهاد مخه وه نیسی خو الحمد لله مجاهدینو خپل مقدس جهاد ته ادامه ورکړل چی په نتیجه کی اتحاد شوروی ړنګ سو اومجاهدین کامیاب سوه.

بیا چی کله دامریکا په مشری نړیوال کفری اتحاد پرګران هیواد تجاوز وکړ اومجاهدینو مقاومت شروع کړی نو شیخ الحدیث رشد المجاهدین استاد عبدالرب رسول سیاف او شیخ القرآن والحدیث جامع المعقول والمنقول مجدد الجهاد فضل الهادی شنواری وغیره وغیره ئی را ولاړ کړل چی د مجاهدینو خلاف دهری حربی څخه کار واخلی نو یی تهمتونه دروغونه په قرآن کی تحریفونه په احادیثو کی درواغ مطلب دا چی هرڅه یی وکړل په پای کی یی ده بلعم ابن باعورا لقب وګټی او پرمسلمانانو او مجاهدینو ئی هیڅ اغیزه ونکړه لله الحمد.

نن چی د نړی کفار د ناکامی په درشل کی دی او مجاهدین هره ورځ سوبی اوبریاوی ترلاسه کوی هره ورځ نوی نوی زیری دی فتح او کامیابی دی نو شیطان او د شیطان عساکر ډیر په تکلیف دی او او دمسلمانانو قدرت اتفاق او اتحاد نسی زغملای حتی دمحاهدینو کامیابی دراډیو دلاری هم نسی اوریدلای په سوځل کیږی نو غواړی چی د مجاهدینو په زړونو کی تشویش واچوی او دمجاهدینو اتفاق او اتحاد ورختم کړی د مجاهدینو په مشرانو پسی قسما قسم تورونه ولګوی تر څو یو خالی الذهن مجاهد پیدا کړی او دجهاد څخه یی کښینوی د دی دپاره یی شپه او ورځ پر ځان یوه کړی ده فتوی ګانی دی درواغ دی تبلیغات دی مطلب دا چی هر څه کوی چی په وس کی ئی وی دا ټول د دی دپاره چی کافران خوشحاله او مسلمانان غمجن سی او دامریکایانو یرغل د کرزی او اشرف غنی ګوډاګۍ ادرای ته مشروعیت ورکړی بل هیڅ شی نسته.

که نه تاسی او خدای خپل سر ګریوانه ته کښته کړی او ده ځان سره قضاوت وکړی چی همداسی نه ده.

په پورته ذکرسوی ایت شریف کی خو صریح امردی چی ټوله یو سی او صریح منعه ده دتفرق او جلا والی څخه.

زما ګرانو مجاهدینو او عامو مسلمانانو ورنو د دښمن په چل او فریب هیڅ کله خطاء نسی او خپل هدف او موخی ته متوجه سی زیرک او هوښیار اوسی چی دښمن مو هیڅ کله دوکه نکړی د دښمن دتبلیغاتو پروا مه ساتی د الله کتاب ته مخه کړی په دی حساسو شرائطو کی صرف اوصرف دامارت اسلامی علماؤ او شیخانو ته  غوږ ونیسی دهر چا په اوتو بوتو غوږ مه ګروی که کمه اشتباه یا شک درته پیدا کیږی د اسلامی امارت د علماؤ څخه پوښتنه کوی ځکه چی دامارت شیخان دشریعت محمدی لارویان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ګرانه وروره جوزجاني صاحپ مسنون سلامونه درته وړاندي کوم، ښه دی چی دغسي مفتی خو نه يې. خدای جل جلاله دي موږ ټول له دغسي مفتي توبه وساتي . ليکنه مي دي ډېره خوښه سوه. زه دغسي مفتي صاحبانو ته عرض کوم چي يو خو د خدای دين يوازي په تاسي پوري ځانګړی نه دی. د دې سپېڅلي دين د نصرت لپاره ډېرو خلکو ډول ډول قربانۍ ورکړي دی. سرونه يې پر ايښي دي. تر اهل او مال تېر سوي دي. ځغاستي، لالهاندۍ او خوارۍ يې پر ګاللي دي. د کفارو په زندانونو کي وراسته سول. د ګاونډيو هيوادونو د… نور لوستل »

جمیل انوري

همت صیب او لیکوال صیب ، الله تعالی دي هغه جنت نصیب کړه چې خپلو خاصو بندګانو ته یې ورکوي ، یاالله موږ په دې سختو شرائطو کې هم کامیاب کړه لکه څرنګه چې دي په دې تېرو ازمويښتونوکې صبر او استقامت رانصیب کړی ؤ اوس هم هم په همهغه لاره قایم اوثابت قدم ولره ، آمین
الله ته خپل کمزوري بندګان مجاهدین په دې ښکرورو کافرو اودهغوی په ګوډاګیانو کامیاب کړي اود کفارو له هرې دسېسې یې روغ رمټ وساته : آمین

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x