بلخ: د افغانستان او منځنۍ اسیا د خبرو اترو کنفرانس پیل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په مزارشریف ښار کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو تر منځ د خبرو اترو درېيم نړیوال کنفرانس پیل شو.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي چې دا کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي او په وينا يې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټيوټ له خوا د دې ولایت په همکاري جوړ شوی دی.

دا کنفرانس چې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټيوټ د مشر داود مراديان په وينا پيل شو، د منځنۍ اسیا د هېوادنو له سفيرانو سره د پاکستان او ترکيې سفيران هم برخه وال دي.

په دې کنفراسن کې به د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان پر اړيکو خبرې وشي او د همکاريو د زمينې برابرولو ته به پراختيا ورکړل شي.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړېږي چې څو ورځې وړاندې د ګازو د نل ليکې تاپي پروژه هم پرانیستل شوه، چې ښايي په دې کنفرانس کې يې هم يادونه وشي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د