افغانستان

جوزیف دانفورد دایساف دنوي مشر په حیث دنده پیل کړه

نن په کابل کې بهرنیو یرغلګرو ځواکونو ځانګړي مراسم راغوښتي وو چې دامریکا دلویو درستیزانو دکمیټي مشر  مارټین ډیمپسي  هم په کې شرکت درلود ، مراسم ددې لپاره رابلل شوي وو ترڅو په افغانستان کې دمیشتو بهرنیو اشغالګرو عسکرو عمومي مشري  له پخواني قومندان جان آلن څخه نوي مشر  جوزف دانفورد  ته وسپاري .

ددې مراسمو په لړ کې  دامریکا دسمندري عسکرو پخواني مشر دانفورد وویل چې دنوموړي وظیفه  کوم تغیر راوستل نه دي ، بلکې دروانې پالیسۍ دوامدار ساتل دي ، دنوموړي اشاره د ې ته وه چې دی به دامنیتي مسؤلیت دلیږد او خارجي عسکرو دوتلو پروسې ته دوام ورکړی ، تر څو تر ۲۰۱۴ م  پورې زیاتره یا ټول عسکر وباسي .

په دې مراسمو کې  دتلونکي جنرال  جان آلن خبرې افغان چارواکو ته متوجه وې ، چې باید خپل مسؤلیت وپیژنې نوموړې وویل دروان کال ترنیمایي به ټول مسؤلیت ددوی په غاړه اچول کیږي چې باید ورته اماده وي .

د رویتر خبري اژانس په قول دې مراسمو ته حامد کرزی هم بلل شوی وو ، خو نوموړي په کې شرکت ونه کړ ، چې تراوسه ددې نه شرکت  علت نه دی روښانه شوی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x