افغانستان

هلمند: واشير کې امنیتي ځواکونو ځينې پوځي مرکزونه پرېيښي

نن ټکی اسیا (پنجشبنه، لېندۍ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې مدني بنسټونه وايي چې د هلمند وروستی امنیتي وضعيت د کلکې اندېښنې وړ دی.

د دوی په خبره د طالب او امنیتي ځواکونو په وروستیو جګړو کې امنيتي ځواکونو په واشير، ګرشک او سنګين کې ځينې پوستې او پوځي مرکزونه پرېيښي دي، چې دوی يې علت د مرکزي حکومت نه پاملرنه په ګوته کوي.

تر دې وړاندې هم د هلمند ولايتي شورا ويلي و، چې د هلمند د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي او د مرکزي حکومت نه پاملرنه د دې سبب شوي چې په هلمند کې طالبان پیاوړي او امنیتي ځواکونه پښې وباسي.

طالب ځواکونو هم په تازه راپورونو کې ويلي چې د هلمند په واشیر کې يې له يوې قرارګاه او څلورو پوستو امنیتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي او د دوی په خبره ۱۵ تنه يې وژلي دي.

د سرچينې له مخې دغه پوځي مرکز او پوستې ولسوالۍ ته څېرمه او د دينزو او ګورازان په کليو کې موجودې وي.

په ورته توګه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې پرونۍ پيل شوې جګړه لا هم دوام لري، د هلمند ځايي امنيتي مسوولینو د جګړې پخلی کړی خو نور جزييات نه دي ورکړي.

طالب ځواکونه وايي چې په ګرشک کې يې څلور پوستې نيولې او نورې د دوی تر محاصرې لاندې دي.

له بله اړخه په دې جګړو کې ټپي شوي عسکر وايي چې د دوی د درملنې لپاره کافي او مناسب امکانات نشته.

د تورولي په نوم د ملي اردو یو تن ټپي شوي عسکر په روغتون کې پژواک ته ويلي چې د ده ملګري او ورسره ټپيان پولیس ټول په ځمکه پرېوځي، په کلينيک کې چپرکټونه هم نه پيدا کېږي.

په مرکز لشکرګاه کې د بست روغتون دننه د شفیع الله په نوم یو تن ټپي پولیس بیا وايي چې دی په ګرشک کې له خپلو لسو ملګرو سره ټپي شو، خو د درملنې لپاره يې امکانات نشته.

د هلمند د مرکزي روغتون مسوولین وايي چې د دوی روغتون ۱۵۰بستریز و، خو امنیتي حالاتو ته په کتو يې د یوې موسسې په مرسته ۲۸۵ بستريز کړ، چې په وينا يې نور به هم هڅه وکړي.

ياده دې وي هلمند هغه ولایت دی، چې د جګړې ټاکلی موسم نه لري او د ولسواليو له ودانيو پرته يې پراخه سیمه د طالبانو په لاس کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x