ټولنیزه برخه

فکري روزنه (13) – د خود اعتمادي دښمن

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د خود اعتمادي دښمن

د خود اعتمادي دښمن نااميدي (مايوسي) ده.

*       مايوس انسان د خوشحاليو په هجوم کې د غمونو تسلسل ويني، ځکه هغه ويريږي چې دغه خوشحالي يې ډير زر په غمونو بدليدونکې ده.

*       مايوسي د انسان تر نيمايي زياته وينه کمه وي.

*       مايوسي د انسان تر ټولو لوی دښمن او د خدای تعالی عذاب دی.

*       مه مايوسه کيږی ! ځکه نتيجه يې د عمر کم والی دی.

*       مايوسه او د کمزورو زړونو خاوندان پريږدی، که نه نو تاسو هم د دوی په څير کيدلای شی.

*       له هرې ناکامۍ څخه وروسته کاميابي په لاس درتلای شي، شرط دا دی چې له ناکامي وروسته مايوسه نشی.

*       ځينې خلک په خپلو کمزوريو او خاميو باندې د پردې اچولو لپاره د نورو خلکو د عيبونو او کمزوريو پلټنه کوي، دا کار هغه څوک کوي چې د ځان له اصلاح څخه مايوسه وي.

*       مونږ ته نا اميده او مايوسه کيدل نه دي پکار.

*       ستاسو د مايوسۍ ذمه وار هيڅوک نه دي، بلکه تاسو په خپله ياست.

يوه هلک په زړه غوني آواز خپلې مور ته وويل مور جانې ! زه پوهيږم هيڅکله به په امتحان کې کامياب نشم.

زويه ! دا خبره ولی کوی، ته په امتحان کې د کاميابيدو په هکله د منفي نظر په ځای له مثبت نظر څخه کار واخله.

دا وړه ( کوچنی) واقعه مونږ ته دوه اهم شيان را يادولای شي، اول دا چې نا اميدي يو غلط عادت دی او د نورو ټولو بدو عادتونو په څير دا هم په يوه ښه عادت بدليدلای شي، دويم دا چې زمونږ نا اميدي زمونږه د حالاتو پيداواره نه ده، بلکه زمونږه په ذات، رويه او نظر کې شامله ده.

د تاريخي او لويو خلکو په سوانحو کې داسې مثالونه مخته راغلي په کومو کې چې مثبتو خلکو ډيرو ناممکن کارونو ته د ممکن جامه ور اغوستی، هغوی له لويو نه په لويو خاميانو باندې د حيرانتيا وړ قابو موندلی، اميد، يقين او مثبتې رويې د هغوی په ژوند کې قسم قسم بدلونونه را وستلي دي.

تاسو هم نا اميدي ته ماتې ورکولای شي، هغه نا اميدي چې په ټولنه کې يې د ډيرو خلکو ژوند تباه کړی، له هغې سره د مقابلې کولو لپاره څو شيان په لاندې ډول ذکر کيږي.

(۱) لومړی کار دا وکړئ که څومره مشکل ولې نه وي خو د پر اميد اوسيدلو کوشش وکړی، په شروع شروع کې دا کار آسان نه دی، ځکه چې د ټولو زړو عادتونو ريښې په زمکه کې ډيرې مضبوطې خښې شوې دي او هغه په اساني سره مونږ نشو را ويستلای، اما که پوره کوشش وکړو او له سستي څخه کار وانخلو بيا يې ضرور را ويستلای شو، په زرګونو خلکو داسې کړي دي، مونږ او تاسو يې هم کولای شو.

په دغه سلسله کې تر ټولو مهمه او ضروري خبره دا ده چې کله هم غمجن خيالات زمونږه په ذهن باندې تسلط کول وغواړي بايد فورا هغه په مثبتو خيالاتو بدل کړل شي، دا په يوه آسانه فارموله کيدلای شي، روح ته د تقويت ورکولو يو څو جملې بايد ياد کړل سي او چې کله هم په مونږ باندې غمجن او د نا اميدۍ خيالات راځي او  زمونږه په ذهن باندې تسلط کول غواړي، نو په دې وخت کې له ياد کړل شويو جملو څخه بايد کار واخيستل شي، ډيرو خلکو دا کار ازمايلی او دا يې ويلي دي چې د مقدس کتاب قرآن کريم آيتونه، حديثونه او نورې جملې په داسې لمحو کې له مونږ سره مرسته کولای شي، تاسو هم بايد د مقدس کتاب قرآن کريم يو څو آيتونه، يا څو حديثونه او يا نورې داسې جملې چې روح ته قوت ور بښلای شي يادې کړی.

د دې کار په شروع کې تاسو ته يو څه کوشش کول پکار دي، بيا وروسته کرار کرار دا عمل ستاسو عادت جوړيږي، بيا که حالات هر څومره حوصله ماتونکي او مايوس کوونکي ولې نه وي تاسو وار خطا کولی نشي، ځکه چې په دې وخت کې تاسو په خپل ځان کې د ننه د خود اعتمادي رڼا پيدا کړی.

(۲) لکه چې د مخه مو وليکل، کله چې مونږ په کوم قسم حالاتو باندې د قابو موندل وغواړو، دا کار کولای شو، ځکه ډير خلک د داسې حالاتو په قابو کولو کې کامياب شوي او مونږ هم کامياب کيدلای شو، مونږ ته د همدغو کاميابو خلکو د مرستې تر لاسه کول ضروري دي، يعنې مونږ بايد د هغوی ليکلي کتابونه يا د هغوی د ژوند سوانح ولولو، د مثبتې نظريې په تخليق کې دغه شان کتابونه ډيره مرسته کولای شي، د ډيرو خلکو د کامياب ژوند راز دا دی چې هغوی د نورو کاميابو خلکو ليکلي کتابونه يا د ژوند سوانح لوستلي او يا يې له نورو خلکو څخه د هغوی په حق کې يو څه آوريدلي، د هغوی په کتابونو کې د هغوی تجربې بيان شوې وي او چې کله مونږ دغه تجربې لولو نو مونږ ته معلومې شي چې هغوی له همدغو تجربو کوم قسم فائده پورته کړی، مونږ هم بايد د هغوی په نقش قدم باندې د تلو کوشش وکړو.
(۳) د زندګي متعلق د پراميد او خود اعتمادي پيدا کولو يوه طريقه دا هم ده چې مونږ بايد هغه کار وکړو کوم چې زمونږ په قبضه کې وي او د هغه د سرته رسولو صلاحيت په مونږ کې موجود وي، په کوم کار کې مهارت حاصلول مونږ ته دا اعتماد را بښلای شي او په نورو کارونو کې هم مونږ ته په کار راتلای شي.

په ځينې وختونو کې که مونږ څومره نا اميده ولې نه يو خو بيا هم دا ويل صحيح نه دي چې مونږ دغه کار نشو کولای، په داسې لمحو کې د هغو ټولو مهارتونو په کار اچول پکار دي کوم چې مونږ د لاسونو يا د ذهن په مرسته سرته رسولای شو.

(۴) زمونږ د نا اميدي يوه لويه وجه دا هم ده چې مونږ زياتره وخت په خپل ځان مغروره يو، د خپل بوج د کمولو لپاره بهترينه او آسانه طريقه دا ده چې مونږ د نورو بوج کم کړو.

د نورو خلکو خدمت ستاسو ستونزو د کمه ولو لپاره بهترينه طريقه ده، که مونږ دا احساس وکړو چې نور خلک له مونږ څخه څو چنده په زياتو مشکلاتو کې را ګير دي، همدغه احساس هم مونږه ته تسکين راکولای شي او له مونږ سره په نا اميدي باندې په غلبه کولو کې مرسته کولای شي، که چيرته مونږ د زړه له اخلاصه د نورو خلګو مرسته وکړو نو زمونږ له زندګي څخه نا اميدي ليری کيدلای شي او مونږ ته يو مضبوط قسم خود اعتمادي پيدا کيدلای شي.

تاسو پر ځان د باور ترلاسه کولو لپاره څه کولی شی؟ لاندې لس داسې طريقې درته ښودلی شي په کومو باندې چې په اخلاص په عمل کولو سره پر ځان باور او يقين ترلاسه کيدلی شي، څومره خلکو چې پرې عمل کړی ښې نتيجې يې ترلاسه کړې.

(۱) تاسو د خپل ذهن او خيالاتو په ائينه کې خپل ځان هميشه د يوه کامياب شخص په څير ووينی، هيڅ کله د خپلې ناکامۍ په باره کې کوم سوچ په خپل ذهن کې را نه وړی، په خپل ذاتي تصوير باندې کله هم شک ونه کړی، که نه نو دا شی به د ستاسو لپاره ډير خطرناک ثابت شي، لهذا تاسو هميشه خپل ځان د يوه کامياب شخص په څير ووينی، خواه حالات څومره غير موافق ولې نه وي.

(۲) کله هم چې د ستاسو د صلاحيتونو متعلق کوم تخريبي خيال ستاسو په دماغ کې راشي نو فوراً د هغه په مقابله کې يو تعميري خيال راوړی او هغه ليرې کړی.

(۳) د خيالونو په خيال کې سوچ مه کوئ چې د فلاني کار په لار کې دا خنډونه دي، له دې خيالي سوچونو څخه ځان بچ کړئ، اصلي خنډونه په غور مطالعه کړی او پر هغوی د لاس بري لپاره کوښښ وکړئ.

(۴) د نورو خلکو له غم څخه مه متاثيره کيږی او د هغوی په نقش قدم باندې د تلو کوښښ مه کوی، ياد لری ځینې خلک په ظاهره خود اعتمادي ښکاره کوي، مګر د ننه يې هغه حال وي کوم چې د ستاسو دی.

(۵) په ورځ کې لس ځلې دا الفاظ ضرور واياست : که چيرته رب کريم له ما سره وي بيا څوک زما خلاف کيدلای شي.

(۶) په خپل ځان کې د ننه د احساس کمتري او د عدم خود اعتمادي د پيژندلو کوښښ وکړی، دا پوهه خود بخود د ډيرو تکليفونو علاج کولای شي.

(۷) که چيرته کيدلای شي په لوړ آواز دا الفاظ هره ورځ لس ځلې واياست : د الله تعالی په مرسته هر رنګه کار کولای شم.

(۸) د خپلو صلاحيتونو د صحيح اندازې لګولو کوښښ وکړی.

(۹) خپل ځان د الله تعالی رضا ته پريږدی، بيا يقين وکړی چې هغه ذات د ستاسو په د ننه کې تعميري قوتونو ته حرکت ورکولای شي. (۱۰) تاسو هر وخت دا په ياد ساتی چې الله تعالی له تاسو سره دی، لهذا د دنيا هيڅ کوم طاقت تاسو ته شکست نشي درکولای، پر ځان باور هغه خوبي ده کومه چې تاسو با وقاره جوړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x