ټولنیزه برخه

ختیځ او لویدیځ (۱)

earth
داسې کسان لیدل کیږي، چې کوم اروپایې یا امریکایي وګوري؛ نو په لږ وخت کې یې ټول فکر د هغه په طرف شي او سر تر پښو ورته ځیر، ځیر ګوري. وګورۍ، خارجي څرنګه موجود دی، د ددوی ماشیني تمدن مخالفینو ته څه نوې پدیدي منځ ته راوړي دي؟؟؟.
دا مسئله یوازې د عامو او نالوستو خلکو پورې تړلې نده، بلکه زموږ هغه اروپا ته تللي خلک هم، چې کله د اروپا د حالاتو خبرې کوي؛ نو ډیر په غرور او افتخار سره یې یادونه کوي.
په داسې حال کې، چې غربیان د کوم لوړ جنس یا مافوق انساني نژاد نه دي او نه د مریخ یا مشتري نه راغلي دي.
مګر د دوی (لویدیځوالو) تمدن ډیر نوی او بربریت (وحشیتوب) یې ډیر پخوانی دی او هغه وخت چې په ختیځ کې تمدن د ځوانۍ په مرحله کې وه، په لویدیځ کې د تمدن نوم هم نه اوریدل کیده.

هسې نه چې څوک یې ډیره مبالغه ونه ګڼي، د دغه حقیقت د ثبوت لپاره غواړم، چې هغه حالاتو ته کتنه وکړو، چې انسان پیداشو او وبه ګورو، چې لومړنی تمدن چیرته راڅرګند شو؟

د نړۍ پر مخ لومړنی ژوند: هیڅوک نه پوهیږي، چې د ځمکې پر مخ لومړنی ژوند د څه وخت راهیسې پیل شوی دی؟. خو د پوهانو له کوښښونو او تجربو دا پایله لاسته راځي، چې د ځمکې پر مخ د ژوند پیل اوږد تاریخ لري.
د پوهانو وروستی څیړنې ښي: د ځمکې کره، چې موږ په کې ژوند کوو (احتمالا) څلورزره میلیون کاله مخکې منځ ته راغلې ده. درې زره کاله د ځمکې په کره کې د ژوند کولو نښې، نښانې موجودې نه وې، ټول اور وه، ټول ځای لوګي او بخار نیولی وه، تر څو د ځمکې سر یخ او لوی غرونه په کې راڅرګند شوه.
وروسته سیلابي بارانونه پیل شول، بارانونو او طوفانونو زرګونه کاله ځمکه په خپل غیږ کې رانغاړلې وه. داسې ښکاري، چې دغو بارانونو د یو لوی تراکتور دنده اجراء کوله، تر څو ځمکه هواره کړي او دښتې او جلګې د انسان او حیواناتو د ژوند لپاره منځ ته راوړي.
بالاخره، دغه دنده په کامیابۍ سره سرته ورسیده. لوی سیندونه او بحرونه رامنځ ته شول، غرونه ډیر پراخه شول او نرمې او هوارې ځمکې منځته راغلې.
وروسته د درې میلیون کالو (چې تاریخ یې دقیق مالوم نه دی) د ژوند لومړنی نښې، نښانې په دریابونو او په هغه اوبو کې چې د ژوند کولو وړ وې راڅرګندې شوې.
حیوانات یو د بل پسې په مختلفو عجیبو او غریبو شکلونو باندې رامنځته شوه. د هغوی یو تعداد وروسته د تل لپاره له منځه ولاړل؛ مګر یو تعداد یې بیا په هر ځای کې خواره، واره شول.

خو؛ انسان:
د ځمکې پر مخ د انسان د پیدایښت نه ډیر کلونه نه دي تیر شوي. دغه وخت د زرګونو او میلیون کلونو تر منځ اندازه شوی دی او د ځمکې د پیدایښت په مقابل کې ډیر کم دی؛ خو متأسفانه کوم تغیرات او تحولات، چې په دې وخت کې د انسان په ژوند کې منځته راغلي، په واضح ډول موږ ته څرګند نه دي.
هغه مالومات، چې د انسان د ژوند په اړه زموږ په لاس کې دي، د هغو تاریخ پنځه یا شپږ زره کلونو ته رسیږي، د کله راهیسې چې خط رامنځته شوی دی. (دغه دوران د تاریخ څخه مخکې دورې یا ماقبل التاریخ دورې په نوم یادیږي).
که د انسان عمر د ځمکې پر مخ یوه شپه ورځ فرض کړو، د بشر ټول تاریخ به د څو دقیقو څخه زیات نه شي او د ځمکې عمر به د یوې ثانیې څخه هم کم شي.
ولې د خاورې موجودیت زموږ سره ستر خدمت کړی دی، تر څو د ماقبل التاریخ دورې او د هغه وخت د انسانانو د ژوند څرنګوالی موږ ته بیان کړي.
تاریخ پوهانو هغه لوښي او اسناد چې لاسته راوړي، د انسان ژوند په لاندې دورو ویشلی دی.
لومړی د لرغونو ډبرو زمانه ده، چې د هغې په اړه ډیر مالومات په لاس کې نشته. د دوی سره د خپل ژوند د تیرولو لپاره ډیر کم وسائل په لاس کې وه او د توږل شوو تیږو نه به يې د ځان لپاره د وسلو په ډول استفاده کوله. د دې دوران په وروستیو کې انسان وکولای شول، چې اور رامنځته کړي.
ددې وروسته د نوې ډبرې دوره منځته راځي او په دې دوران کې انسان وکولای شول، چې د تیږو څخه صیقل شوي او صاف لوښي د ځان لپاره جوړ کړي او د ژوند په نورو اړخونو کې ډیر زیات تغیرات رامنځته شول د نوې ډبرې دوران ډیر کم دی او کیدای شي، چې لس یا شل زره کلو د ترمنځ وي، په داسې حال کې چې د لرغونې ډبرې دوره د انسان د ټول عمر نوي فیصده په بر کې نیسي.
ددې وروسته د برونزو دوره منځ ته راځي، په دې دور کې انسان د لومړي ځل لپاره د فلزاتو د ویلي کولو او استعمالولو سره اشنا شو او وروستی دور د قبل التاریخ د دورې د اوسپنې دوره ده، چې په دې دوره کې د انسان ژوند په کلي ډول تغیر وخوړ او ورو ورو د تاریخ دوران ته نږدې کیده.
دلته باید یوې نقطې ته پام وکړو، چې دغه دورې د نړۍ په ټولو ځایو کې یو ځای پیل او پای ته نه دي رسیدلي؛ بلکې په مختلفو هیوادو کې یې وختونه مختلف وه.
ټول لویدیځ او ختیځ تاریخپوهان په یو نظر دي، چې کله په ختیځ کې د اوسپنې دوره وه؛ نو په لویدیځ (اروپا) کې خلکو د ډبرو په دوره کې ژوند کاوه.

د لویدیځ د مؤرخینو د خولې یې اورو:
د لویدیځ د تمدن تاریخ او په ختیځ کې د هغه اساس نومې کتاب چې د امریکا په پوهنتونو کې تدریس کیږي، لیکلي: اوس دا خبره اثبات ته رسیدلې، د اسیا په هغه ځایو کې چې خلکو ژوند کاوه، په زماني لحاظ دوی د اوسپنې په دوره کې وه او د اروپا خلکو د نوې ډبرې په دوره کې ژوند کاوه او داسترالیا خلکو د لرغونې ډبرې په پېر ژوند کاوه.
هغه اثار چې د ختیځ د مختلفو ځایو څخه لاسته راغلي، وایې، چې انساني تمدن د ختیځ څخه لویدیځ ته تللی دی، په دې ترتیب هغه لرغوني اثار چې د ختیځ د ځمکې څخه لاسته راغلي، دومره لرغوني دي، چې د نړۍ په بل ځای کې نه دي موندل شوي.
ددې څخه دا جوته شوه، چې ختیځوال د لویدیځوالو څخه د تمدن په رامنځته کولو کې لومړیتوب لري او په حقیقت کې، ختیځ د انساني تمدن لومړنی مرکز، زانګو او رامنځته کوونکی دی او د بشر په تاریخ کې تمدن په لومړي ځل په ختیځ کې رامنځته او د نړۍ پر مخ وغوړید.
نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x