نظــر

د بهسودو د پېښې په اړه د ضعیف صیب خاطره: انسان څومره ځناور جوړيدلای سي

ملا عبدالسلام ضعيف؛ اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفير
ملا عبدالسلام ضعيف؛ اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفير

ملا عبدالسلام ضعیف –

لوی خدای دي د ننګرهار ددې بي رحمه اوناوړه پيښي معصومو قربانيانو ته جنت الفردوس نصيب کړي، قريبانو او دوستانو ته دې الله پاک صبر جميل او په دنيا او اخرت کې لويه بدله ورکړي، او هغه مجرمانو ته دې الله پاک داسي سزا ورکړي چې د موجوده مظلومانو انتقام، د پاته شونو لپاره د زړه دتسليت بدله او د ټولو افغانانو لپاره عبرت وګرځي، ما په خپل ژوند کې د ننګرهار بي رحمه پيښي ته ورته پيښه په خپلو سترګو په خپل هيواد يو ځل بله ليدلي ده، خو په ماهيت کې هغه تر دې هم سخته او بي رحمه وه.

هغه د روسانو د يرغل د زور او مستی وخت وه، موږ په نلغام (کندهار د ژړۍ ولسوالۍ) کې اطاق درلودی او ما په هغه اطاق کې د يوه فرد مجاهد په توګه دنده اجرا کوله، په دې وخت کې د مجاهدينو محکمه د پاشمول څخه نلغام ته د سختو شرائطو له کبله راغله، يو مجرم چې نوم يې محمد نبي وه محکمي ته راوستل سو، هغه د پاکستان په پنجپای کمپ کې د مجاهيدينو لخوا ونيول سو خو جرم يې د پاکستان په ګردي جنګل کي چې د مهاجرينو يو کمپ وو، هلته کړی وه، محمد نبي د خپل باجه کور ته ورغلی وو، زما څخه يې د مقتول باجه نوم هير دی، د هغه سره د باجه په کور کي يو بل ميلمه هم وو، باجه د هغه د مهمانی پوره حق ادا کړی و، د خوب په وخت کي يې محمد نبي او هغه بل نابلده ميلمه په يوه خونه کې دخوب لپاره پريښي وه او دی د خپلو ماشومانو سره په خپل کور کې بيده سوی وه، کله شپه پخه سوې وه، محمد نبي له وړاندي د ځانه سره تيره ساتول راوړی وه اول يي د کوټي ملګری ميلمه په ساتول باندې ټوک ټوک کړی وه او بيا يي د باجه څخه پيل د فاميل ټول لس نفره يې په ساتول سره ټوک ټوک کړي وه چې په هغوی کې د خوښیني او نورو ماشومانو سربيره يوه د شپږو مياشتو ماشومه هم شامله وه او بيا تللی وو، کله چې هغه پاسني مولوي صاحب ته چې د هغه وخت قاضي وو، وړاندي کړل سو، نوموړي د خپل جرم څخه نه انکار وکړی اونه يې د دفاع لپاره کوم دليل وړاندي کاوه، يوازي يې دا ويله چې زما او د دوی په منځ کې هيڅ ستونزه نه وه فقط زه شيطان خطا کړم، لنډه دا چې په هغه باندې د خپل اقرار له کبله د محکمي لخوا د قصاص حکم صادر سو او د قصاص په وخت کي زه د دغه ځای د امنيت مسؤل ومه او د ده عجيبه قيصه ما په خپلو سترګو سره داسي وليدل.

کله چې نوموړي د قصاص ځای ته راوستل سو نو د دواړو کورنيو چې د ده د خوا وژل سوې وه قريبان حاضر سوه، په هغه وخت کې معمول د قصاص داسي وو چې کله به قصاص ته قاتل راوستل سو نو ډيرو خلکو به د هغه شفاعت کاوه او د مقتول ورثي ته به يې وړانديزونه کول چې قاتل ته عفوه وکړي، ځيني د مال او نورو شيانو وړانديز هم کوي، خو د ده په اړه هيچا هم شفاعت ونکړ، دا سړي د نلغام او زنګي اباد په منځ کې وکوشکک ته نژدي درود په منځ کې قصاص سو، د قصاص څخه مخکي ما د مولوي صاحب څخه غوښتنه وکړه چې زه به د محمد نبي سره لږخبره وکړم هغه مسلمان دی که يې دوه رکعته لمونځ وکړي او د کلمي تلقين به هم ورکړم، تر څو په ښه حالت کې د هغه خاتمه وسي، نور دی او خدای.

ما له دي کبله دا کار وکړ چې دا وخت ډيرسخت دی، يوه نيک کار پاملرنه د هغه سره مرسته ده، ما ته ايجازه راکول سوه، زه هغه ته نژدي ورغلم او ورته ومي وويل چې محمد نبي ته پوهيږي چې نن ته دخپل جرم په بدل کې قصاص کيږي او هغه ستا دښمنان ستا د مرګ په انتظارناست دي، نو ته داسي وکه چې اول خپل مخ قبلي ته برابر کړه او دوه رکعته لمونځ وکړه، الله پاک ته په اخلاص وژاړه او د هغه وروسته مکرره د شهادت کليمه وايه، ښه دی چې خاتمه دي همداسي سي، هغه ماته په حيرت سره وکتل او ويي ويل زه پوهيږم چې زما دښمنان به ما د دې دروند جرم د کولو برسيره هيڅ کله ونه بخښي خو تاسو زما سره يوه ځواني وکړی هغه دا چې زما دښمنانو ته ايجازه ورکړی چې ما ژر ووژني زه ډير سخت په تکليف يم، ما ورته وويل چې ته ولي تلوار کوي تا ته محکمه دومره وخت درکوي چې ته خپل امادګي ونيسي، دوه رکعته لمونځ وکړي او الله ته توبه وباسي، هغه په جواب کې ويل چې زه د هغو ماشومانو څخه ډير په تکليف يم کوم چې ما بيګنا او په خپل لاس وژلي دي، هغوی دا دی ما ته ولاړ دي او ما بيخي ځوروي، د خدای لپاره ما ژر ووژنی.

په هم دغه وخت کې ما ته قاضي را ژغ کړه چې نوريي پريږده، ما هم ځان ځيني ليري کړ او مدعيانو دوو نفرو په يوه سلا په ده باندې ټکان وکړه او ووژل سو، نه يې لمونځ وکړاو نه قبلي ته برابرسو، په زړه يې يو الله خبر، ما ته له هغي ورځي څخه دا معلومه او لوی عبرت سو چې د ظالم انسان خاتمه به سمه نه وي.

والله تعالي اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
انجنر خاکریزوال

السلام علیکم ۰۰۰ خدای ج دی دغه مجرم ته سزا ورکړی او الله ج دی زموږ وطن له دغو بد بختیو فه امان کړی ۰۰۰ واقعا چی فه دغه قیصه خلک ډیر خفه شول او خارجیان به هم وایی چی دا مسلمانان خو له موږ سخه هم ظالم ده خو الله ج د ی کرز یا ن تباه او بر باد کړی دا دکرزیانو غلطه فالیسی وه چی دافغانستان جنګ اوږد شو۰۰ کنه دا جنګ به دیر زر او لنډ خلاص شو وی وه۰

عبید

ریښتیا چی ډیر ظلم یی کړی ،انځورونو کتلو خو یی وماته هم ژړا راوسته او اقرباوو ته یی صبر جمیل غواړو. اوقاتلین یی په همدانوعه مقتولین غواړو په کومه نوعه چی دوی داقتل کړی. او خلاص به نسی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x