ادبي لیکني

د شهيد ماشوم وروستۍ خبرې

امين وردګ

وا هلکه !

پورته شه زويه نن سبا د په لمانځه هم دروم له خيره ، مخ د پرېوله او جومات ته لاړشه ، ملاصاحب به راغلى وي ، هله نو زړګيه ، هغه وړوکى ورور جان د هم را ويښ کړه ؛ پورته شه زويه !

اممممم مورجانې صبر وختي دى خوب راځي !

مور : نه زويه وختي نه دى لالا د جومات ته تللى ، ناوخته کيږي هله نو خوله د قربان شم زويه ، دې مياشت کې دې په لمانځه هم دروم زړګيه پورته شه نو !

زوى : ريښتيا ووايه مور جانې حاجي آغا مې کله راځي ؟

مور : را به شي که الله کول ، ولې د زړه ټوټې پلار د څه کوې ؟

زوى :

مورجانې غواړم د حاجي آغا له راتګ نه مخکې په لمانځه و درېږم !

مور :

شکر زويه چې د لمانځه سره دومره علاقه لرې ، بس ان شاءالله بله مياشت کې د پرې دروم هله هله نو هغه دى وړوکي ورور جان د هم را ويښ شو ؛ بس ورشئ لاسونه او مخونه مو پرېمينځئ او جومات ته ولاړ شئ ؛ هلئ لالا به مو بيا درته په غوصه شي !

ښه مورجانې دا دى ورځو

زامن :

مورې ! او مورجانې !! مورې !

مور : اورم ګلونو څه خبره ده ، تاسو لا نه ياست تللي ؟

نه مورې اول به چاى و څښو وږي يو شپې اوږدې دي ؟

نه ګلونو اول مو سبقونه ووايئ بيا به چاى و څښو ؛ هلئ نو سپارې مو يوسئ چې لالا مو بيا په قار کيږي !

ښه مور جانې خي موږ ته چاى و ساته ګوره چې يخ نشي !

ښه زامنو الله مو په لوري شه

هلکان چې له دروازې وتل مور ورته نارې کړې : ودرېږئ زامنو ، زړه مې بې ځايه غوندې دى چې لږ مو ښکل کړم !

اوف مورې …

ښه ځئ ؛ خو لالا مو را ولېږئ چې کور څوک نشته مېلمانه رانشي !

ښه مورې خداى په امان هههههه بيا نه راځو ! چاى د رانکړ ، ههههه حاجي آغا ته يې ساتې !

مور : ((ورک شه)) بې ادبه !

ښه ځئ سمه ده تاسو مه راځئ ، خو لالا مو را ولېږئ !

زامن :

چې موږ نه غواړې نو لالا هم نه درته را ليږو ههههههه حاجي آغاته ټليفون وکړه هههه

زمن يې له کوره ووتل خو بېرته د لالا په شمول درۍ واړه شهيدان مورکۍ ته راوړل شول .

انالله و انااليه راجعون

وردګ ماشومان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x