نړۍ

امریکا: پر اسلامي حجاب د پولیس ملنډو غصې راپارولي

hejab
د امریکا د مینسوټو په ایالت کې د یو پولیس هغه تصویر سختې غصې راپارولې چې پکې ئې د ملنډو او تمسخر په دود اسلامي حجاب په تن کړی وه. په امریکا کې د اسلامي ګوندو او مدني ټولنو استازو هم د دې عمل په وړاندې سخت غبرګونونه ښودلي دي. د امنیې قومندانۍ وايي چې د پیښې په اړه ئې د تحقیقاتو امر کړی.

د پولیسو مشر (ټامس سمیت) ددې ناوړه پیښې په اړه په خپلو څرګندونو کې د تورن پولیس هویت پټ ساتلی او ویلي ئې دي چې د نوموړي څخه تحقیقات روان دي. نوموړی زیاتوي چې د پولیسو ادارې د اسلامي ټولنې سره د ښو اړیکو د جوړولو په لار کې ډیرې هلې ځلې او کوښښونه کړي، او ټینګار کوي چې پرې به نږدي چې داسې پیښې ددوی کوښښونه په اوبو لاهو کړي.

ددې پیښې په غبرګون کې مسلمانو فعالانو غوښتنه کړې چې د تورن پولیس په وړاندې باید تادیبي ګامونه پورته شي. دغه راز د اسلامي امریکايي اړیکو شوری (CAIR) هم وړاندیز کړی چې باید په راتلونکي کې دداسې پیښو د مخنیوي لپاره پولیسو ته ځانګړي روزنیز درسونه ورکړل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x