fbpx
آسان تفسیر

«آسان تفسير ، د توبې سوره» کتاب نوی له چاپه راووت

دغه کتاب د «آسان تفسير» په نامه د قرآن عظيم الشان د ژباړي او تفسير کوم چي استاد عبدالمالک «همت» يې دا څو کاله په ليکلو بوخت دی او لا بشپړ سوی نه دی، هغه برخه ده چي د قرآن کريم د توبې د مبارکي سوري ژباړه او تفسير احتوا کوي.

دغه کتاب چي پر اويا ګرامه سپین کاغذ او په ريګزین وقايه کي خپور سوی دی ټول ټال (۴۰۴) مخونه لري او د مخونو کچه يې ۱۷ په ۲۴ سانتيو کي ده.

د کتاب له اووم مخ څخه تر يوولسم مخ پوري د ليکوال مخکنۍ خبري راغلي، ورپسې د اعوذ بالله تفسيري ژباړه او د هغي په باب تفسيري څرګندوني راغلي دي. بیا په يوه مخ کي (په چوکاټ کي) د فاتحې د سورې په هکله لنډ معلومات راغلي، بیا د الحمد لله سوره او ورپسې د توبې د سورې (سورة براءة) په هکله له ۳۳ مخ څخه تر ۴۳ مخ پوري د دې سورې په اړه لازم معلومات راغلي او ورپسې د دغي سورې يوه روانه او بله څه اوږده تفسيري ژباړه او اړوندي څرګندوني راغلي دي. د کتاب له ۳۹۱ مخ څخه تر ۲۹۸ مخ پوري د کتاب اخيستلیک، بیا په شپږو مخونو کي د کتاب لیکلړ او په پای کی هم د لیکوال لنډه پېژندنه ور اچول سوې ده.

د کتاب ترتيب داسي دی چي په يوه (ښي) مخ کي څو آيتونه راغلي په مقابل (کيڼ) مخ کی يې د دغو آيتونو د شمېرو په ترتيب روانه، لنډه ژباړه راغلې، په راوروسته مخونو کي د (تفسيري ژباړي) ترسرليک لاندي د آيتونو تفسيري ژباړي اولازمي تفسيري څرګندوني راغلي دي.

تفسير ټول د قرآن کريم د آيتونو، صحيحو احاديثو او معتبرو او مستندو تفسيري روايتونو په رڼا کي په اوسمهالې معیاري پښتو سوی دی او په کتاب کي د ضعيفو او ناسمو روايتونو له راوړلو او ګټه اخيستلو څخه په کلکه ډډه سوې ده.

د کتاب بله ځانګړنه داده چي د کوم آيت د نازلېدو د لامل (شان نزول) په اړه چي په تفسيرونو او اړوندو کتابونو کي کوم لامل یاد سوی دی، د هغه په هکله هر اړخيزه څېړنه سوې او په پایله کي چي څه سم او صحيح بلل سوي پر هغو اعتماد سوی دی.

څنګه چي د توبې سوره د لوی څښتن جل جلاله د خښم او د مشرکينو، کفارو او منافقينو سره د جګړې او مبارزې سوره ده، ځکه نو لیکوال په دې تفسير کي د حق او باطل د جګړې اوسنيو شرایطو ته په کتو سره هغه تفسيري نکات زیات راوړي دي چي د اوسنيو کفارو او منافقینو سره په ډغري وهلو او مبارزه کي باید په پام کي ونیول سي. د بېلګې په توګه د کتاب دغو سرليکونو ته پام وکړئ:

  • د جګړې په اړه پرېکړونى امر او د بري پرېکړونې ژمنه
  • هغه واکمنان چي له کافرانو څخه بېريږي
  • د رسول الله صلى الله عليه وسلم بې سارى جنګي شجاعت
  • د حق شمع په پوکلو نه مري
  • لوى څښتن د اسلام دين پر ټولو دينونو باندي لوړوي
  • جهاد ته د نه تللو له امله سخته سزا
  • منافق د فتنې راولاړولو لپاره هر مهال د موقع په لټه کي وي
  • په اوسمهال کي د اسلامي ټولنو د واکمنو د منافقت څو نخښي
  • رشتينى مسلمان په ځان او په مال جهاد کوي
  • آيا موږ چي جهاد نه کوو نو څه شرم راته دريږي؟
  • اوسمهالي  جهاد ته ځغلنده کتنه
  • د سر او مال د ښندونکو ډېرښت
  • د کفارو سره په جګړه کي جنګي سياست

زه زما ګران پلار او استاد ته د ده د دې ارزښتناک اثر چي په پښتو ژبه کی یو نوی او  بې ساری اثر باله سي د خپرېدو مبارکي وايم او د تل په شان د اسلام، وطن او مسلمانانو د چوپړ په لار کي د لازیات کارکولو او د دی ډول علمي او ارزښتناکو اثارو لیکلو او د نوموړي تفسیر د بشپرولو لپاره دعا کوم. او د لوې  څښتن تعالی له ستر دربار څخه هیله لرم چی د تفسیر د پاتي برخي د بشپړولو لپاره لوی څښتن دروند استاذ ته اوږد عمر، ښه روغتيا، چلانده قلم،  نه ختمېدونکي هلي ځلي او پر هغه دنيا جنت الفردوس ور په برخه کړې.

استاد پر دغه کتاب سربېره لاندي کتابونه هم ليکلي دي:

1.    د همت چيغه ( شعري ټولګه ) په ١٣٨٠ل.كال خپره سوې ده.

2.    سيد جمال الدين افغاني اند او ژوند ( ژباړه ) په ١٣٨١ل.كال خپره سوې ده. په ١٣٨٩ا.کال دوهم ځل خپره سوه.

3.    زموږ د قبلې تاريخ ( د مکې مکرمې تاريخ ) په١٣٨٥.كال دوهم ځل خپور سو. په ١٣٨٩کال دريم ځل خپور سو.

4.    زموږ د نبي مېنه ( د مدينې منورې تاريخ ) په ١٣٨٥ل.كال خپور سو. په ١٣٨٩کال دوهم ځل خپور سو.

5.    ادب او ادبي كره كتنه په ١٣٨٥ل.كال خپور سو.  دوهم ځل بیا خپور سو.

6.    د مقالې ليكلو اصول په ١٣٨٥ل.كال خپور سو. په ١٣٨٨کال دوهم ځل خپور سو.

7.    زموږ صحت او آخرت ته تاواني توكي په ١٣٨٦ل.كال خپور سو. په ١٣٩٠ل.کال دوهم ځل خپور سو.

8.    پوپنا سوي ولسونه ( ژباړه ). په ١٣٨٦ل.كال خپره سوه.

9.    زموږ د دښمنانو تور تاريخ او شومي موخي په نامه كتاب په ١٣٨٧ل.کال خپور سو. په ۱۳۹۴ کال بیا خپور سو.

10.     د آسيا نن او سبا په نامه ( ژباړه ) په ١٣٨٧ل.كال خپره سوه.

11.     غرور او د هغه علاج ( ژباړه ) په ١٣٨٨ل.كال خپره سوه.

12.     د کلمې شريـفي حقيقت ( ژباړه ) په ١٣٨٨ل.كال خپره سوه.

13.     اسلام د دوه لاري پر سر ( ژباړه ) په ١٣٨٨ل.كال خپره  سوه.

14.     د حق او باطل جګړې ، په ١٣٨٨ل.كال خپور  سو.

15.     د لوېديځ مشران وايي: اسلام او مسلمانان له منځه يوسئ( ژباړه ) په ١٣٨٩ل.كال خپره سوه. په ١٣٩٠کال دوهم ځل خپره سوه.

16.    د حق او باطل د جګړې په هکله ( ٢٥ ) مقالې(ژباړه) په ١٣٨٩ل.كال خپره  سوه.

17.    د حق او باطل په جګړه کي الهي سنت (ژباړه) په ١٣٨٩ل. كال خپره  سوه.

18.    راځئ توبه وکاږو، په ١٣٩٠ل.کال خپور سو.

19.    زه توبه کاږم ، خو…؟ (ژباړه) په ١٣٩٠ل.کال خپره سوه.

20.    د اسلام د بري زېري (ژباړه) په ١٣٩٠ل.کال خپره سوه.

21.    پښتو معلم الحجاج ( ژباړه ) په ١٣٨٦ل.كال خپره سوه.

22.     د ښځو د حج او عمرې لارښود  په ١٣٨٨ل.كال خپور سو .

23.     نېکمرغه کورنۍ او د مېړه او مېرمني اختلاف(ژباړه) په ١٣٩٠ل.کال خپر ه سوه.

24.    د وروځو او مخ د وېښتانو کښل د اسلام او طبابت له نظره(ژباړه) په ١٣٩٠ل.کال خپر ه سوه.

25.    د ښځو د کالو او سينګار په هکله ارزښتناکي لار ښووني.

ډېوه همت لور په کابل کي د افغان خصوصي پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي استاذه

آسان تفسیر  آسان تفسیر

آسان تفسیر

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ن ( صمد )
میلمه
ن ( صمد )

ماشاالله ګران همت صاحب ! اول د دې جامع او نافع اثر د تهیه کولو ، لیکلو او خپرولو په خاطر د زړه له اخلاصه مبارکي درته وایم. ورپسې د ستر رب څخه ستر اجر ، بری او سرلوړی درته غواړم . ستاسو څو آثار ما لوستلي دي او د المارۍ لوړی تاقچې می په ښایسته دي چی هر یو یې قاطع او جامع دی ، مکمل او مدلل دی ، عمیق او دقیق دی. ستاسو علمی او عملی خدمت له هیچا پټ نه دی او په دې هاند او یون کی د الله تعالی څخه نوره پراختیا او پرمختیا… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

الحمد الله چی داسي همت ناکی هستی لرو لکه همت صاحب

خداوند متعال مو سربلند او کامیاب لره، امین

khalid
میلمه
khalid

ماشالله جزاک الله الله تعالی دی داسلام ددین لپاره د محترم استاد دا خذمت په خپل دربار کی قبول کړی ددی اجر او بدله دی ورکړی او دکلام الله دپاتی تفسیر دبشپړولو لپاره دی الله متعال لوړ همت او اوږد عمر ورنصیب کړی ما شخصا د استاد دپورته یادو شویو کتابونو له جملی نه دوه کتابونه پښتو معلم الحجاج او د حق او باطل جګړې کتابونه لوستی دی واقعا چی په ډیر عام فهمه، ساده، روانه اوسلیسه ژبه لیکل شوی دی چی هرڅوک کولای شی ترینه استفاده وکړی الله (ج) دی وکړی چی دا تفسیر یی هم هماغه شان وی… نور لوستل »

یاسر
میلمه
یاسر

خدای پاک ج دی تاسوته پردوارودنیاکامیابی درنصیب کری واقعاً دیرزحمت موکشلی دی خدای پاک ج دی خپل په درگاه کی قبول کری اوتوفیق ده عمل دی ده تولومسلمانانو په نصیب کری

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

محترمو دوستانو السلام عليکم ورحمة الله له لويه څښتنه ښه روغتيا او پردې او هغه دنیا فلاح او بری درته غواړم. زما د نوي خپاره سوي کتاب په اړه ستاسو د مبارکيو او ښو ستاينو څخه ډېره ډېره مننه کوم خدای دي د ايمان مبارکي درکړي . دعا وکړئ چي د آسان تفسير پاته کار په ښه توګه پای ته ورسيږي او د لوی څښتن جل جلاله د خوښۍ او زما د ګناهونو د بخښني لامل وګرځي او دا دعا به په ګډه وکړو چي لوی څښتن مو هيواد د دښمنانو له منګولو او دسيسو څخه هرڅه ژر په خير… نور لوستل »

محمد ابراهیم مجددی
میلمه
محمد ابراهیم مجددی

قدرمند استاده ! الله ج دي ستاسو دا هڅي او خدمتونه قبول کړي. الله ج دي درته روغ صحت او اوږد عمر درکړي، تر څو د خدمتونو دا لړۍ نوره هم دوامداره سي.

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

مونږ هم په خپل وار دروند ورور او استاذ همت صاحب ته ددی ستر خدمت کولو چه د قران عظیم الشان د توبی د یوه مبارک سوره تفسیر کړی ستاینه ، لمانځنه او مننه کوو ، کور ودانی او مبارکی ورته وایو الله ج دی اجرونه ورکړی. په دی کتاب کی دی الله ج هغه برکتونه ، فضیلیتونه او دروندوالی واچوی چه له امله هغه افغانان چه د ورځنی حالاتو به اړه [ چه د نړیوال استعمار یا نړیوال کفر یا نړی والی مافیه او دهشتګرو ) د میدیا او شیطانی تبلیغاتو په واسطه مسموم شوی] ،تر دی کچی چپه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ګران او دروند استاذ الحاج بیانزی صاحب السلام عليکم ورحمة الله روغ رمټ اوسئ. زما ناچیزه پر يوه واړه چوپړ باندي ستاسو له دې علمي او له معنا او محتوا ډکو څرګندونو څخه مننه کوم، کور مو ودان. رښتيا داده چي د نن ټکي پر مضمونونو او مطالبو باندي ستاسي لنډي ليکني او تبصرې ډېري ښکلي دي او ډېر خوند کوي. دا داسي مثال لري لکه نن ټکی چي کتاب وی او ستاسي څرګندوني يې حاشیې یا د نن په اصطلاح لمنلیکونه. او دا لمنليکونه دي چي موضوع ښه شني، څېړي او روښانه کوي يې. د حميد ماشو خيل رحمة… نور لوستل »