
افغانستان د نړیوال تجارتي سازمان غړی شو
نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): افغانستان تیره ورځ په رسمي ډول د نړیوال تجارتي سازمان غړی هیواد اعلان شو.
تیره ورځ د افریقايي هیواد کینیا په پلازمینه نیروبي کې د نړیوال تجاري سازمان د غړو هیوادونو وزیرانو په ګډون یوه غونډه تر سره شول، چې په دغه غونډه کې د نورو اجراءاتو تر څنګ افغانستان او لیبیریا هم ددغه سازمان د غړو په حیث وپيژندل شول.
د افغانستان له اړخه په دغه غونډه کې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله لومړي مرستیال محمد خان ګډون کړی وو، نوموړي وویل چې په نړیوال تجارتي سازمان کې د افغانستان ګډون یو تاریخي پيښه ده، او امید یې څرګند کړ چې دغه غړیتوب به د افغانستان په پرمختګ او همداسي د سولي په تینګښت کې مرسته وکړي.
باید وویل شي چې افغانستان د تیرو لسو کلونو څخه هڅه کول چې په دغه سازمان کې رسمي غړیتوب ولري، خو تر اوسه د یو ناظر په حیث د نړیوال تجارتي سازمان غړی وو.
بل خوا امریکا هم په نړیوال تجارتي سازمان کې د افغانستان د ګډون څخه هرکلی کړی، او دا یې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره یو ښه ګام بللی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي رسنیو ته په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان حکومت او پارلمان باید له دغه غړیتوبه مثبته ګټه پورته کړي.