اشتون کارتر
د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر

د امریکا دفاع وزیر په ناڅاپي سفر افغانستان ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ل):  د امریکا دفاع وزیر اشتون کاتر په یوه ناڅاپي سفر نن د جمعې په ورځ افغانستان ته رسیدلی.

ګمان کیږي چې نوموړی به په دغه سفر کې د امریکايي او افغاني چارواکو سره له نیژدو د افغانستان پر امنیتي وضعیت بحث وکړي.

اشتون کارتر په داسي وخت کې د افغانستان څخه لیدنه کوي، چیري چې ویل کیږي د امریکايي ځواکونو سپیشل فورس او هوايي ځواکونو یو ځل بیا د طالبانو په خلاف د هلمند په هغه ګرمو سنګرونو کې عملیات پيل کړي، په کومو کې چې طالبان ورځ په ورځ پر مختګ کوي او دولتي ځواکونه یې پر شاتګ او تيښتي ته اړ کړي دي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت کانګریس ته یو راپور ورکړی وو، چې په هغه راغلي، طالبان تر بل هر وخت ډیر قوي شوي، دوی د نورو کلونو په پرتله روان کال ۲۷ سلنه زیات لوی او مهم عملیات په کابل کې دننه وکړل.

په دغه راپور کې ویل شوي وه چې افغاني ځواکونو د تیرو کلونو په نسبت روان کال ۲۷ سلنه زیاته مرګ ژوبله لیدلې.

په روان کال کې د طالبانو تر ټولو لوی بریدونو کې د کندوز ولایت د مرکز په شمول اکثره ولسوالۍ نیول، په ګاوندي ولایت تخار او بدخشان کې لوی پرمختګونه، د فاریاب ولایت ځیني ولسوالۍ تر خپلي ولکې لاندي راوستل، په هلمند کې د مهمو ولسوالیو په شمول د لښګرګاه ښار یو شمیر سیمي نیول، په کندهار هوايي ډګر لوی برید او همداسي په دې ولایت کې ځیني ولسوالۍ یو ځل بیا تر خپل کنټرول لاندي را وستل وو.

طالبانو په دې وروستیو کې په ننګرهار او زابل کې د داعش او اربکیانو په خلاف هم لوی عملیات وکړل چې د دوی په ګټه پای ته ورسیدل.

امریکایان او غربي ځواکونه که څه هم د جګړې له سنګرونو په رسمي ډول پر شا شوي، خپل پوځي فعالیت یې د افغاني ځواکونو تر روزني، مشورې، او کومک پوري محدود کړی، خو په دې وروستیو کې د امریکايي جګپوړو چارواکو په حواله داسي راپورونه ورکړل شوي چې دغه ځواکونه د طالبانو پرمختګ ته په کتو یو ځل بیا په جګړو کې برخه اخلي.

ولسمشر اشرف غني ددې تر مخه امریکايي ځواکونو ته اجازه ورکړې وه چې کولای سي د افغانانو پر کورنو د شپې له خوا چاپي ووهی، او همداسي پر هغو سیمو او اهدافو یې د بمبارۍ اجازه ورکړې وه چې د طالبانو د وجود شک باندي کیږي.

ددې تر مخه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې امریکايي ځواکونه د شپنیو عملیاتو، چاپو وهلو او بمباري کولو څخه په کلکه توګه منعه شوي وه.

ډیری شنونکې ولسمشر اشرف غني په دې ملامتوي چې ولي د امریکايي ځواکونو په جنایاتو خاموشي غوره کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د