نظــر

د سقيم رزالت – لیکوال: سپين حق خوا

   په روان ناورين کې رسنۍ پوره نيمې شريکې دي، زما په فکر په هرقتل کې نيمه برخه د رسنيو ده، په تېره بيا هغه چې د عدالت او انصاف بې دريغه شعارونه ورکوي، ازادۍ راډيو په پيل کې څه د اورېدونکيو بې تجربه ګي او څه د دوى سپين ويل وو، چې د خلکو په منځ کې يې خبره د کاڼي کرښه ګڼل کېده، مګر د نړيوالو د ماتې په رانږدې کېدو، دغې راډيو هم خپل لورى ورو_ورو په هغه خوا روان کړ، چې د غلامۍ نارې پکې ښکاره وهل کېږي.

    د نړيوالو ښکېلاکګرو په وړاندې د افغان ولس سپېڅلې مبارزه د ازادۍ راډيو په قول له بشراو ډيموکراسۍ سره جګړه ده، د جهاد پر مفهوم هغوى څه نه پېژني، د دوى په خبره د قرآن دغه برخه چې پکې مسلمان د کفارو په وژلو هڅول شوي دي، تشدد پالنه بلل کېږي،(…حرض المؤمنين على القتال…).

    د همدې سپېڅلې مبارزې په وړاندې دې رسنۍ په تېره د پسرلي صيب د سپېڅلې کورنۍ ناولي (څاروان) له راډيو او ويبپاڼې څخه ښه زور وواهه، په دې رسنۍ کې د مقررېدلو لومړنى معيار _بې له مبالغې_ په شخص کې پوره ارتداد يا حداقل د ارتداد يو څرک وي. ځکه خو دوى په غزني کې هغه څوک خپل استازى ټاکلى، چې په ښکاره د الله جل جلاله په خدايي ملنډې وهي.سيدشاسقيم چې ډېر وخت د مها جرت په دوران کې د بلوچستان په (بوري) پنډ غالي کې سره يو ځاى اوسېدو، په هغه وخت کې لا داسې څرکونه پکې وو،چې هغه د غني بابا خبره _له ناوسۍ مسلمان وو_ که يې په هماغه وخت کې هم وس درولوداى د ارتداد لومړى غږ به ده کاوه.يوه ورځ د ده له خپلې مرتدې ډلې_قرار، او دهغه له چاپلوسانو_ سره په ناڅاپې ميلسمتياکې ګډشوم.((يوچا په کمپيوټرکې يو فلم راوښود، چې هغلته يې په کايناتو  کې د ځينو مخلوقاتو د پرتلې خبرې کولې، لمر د کهکشان په پرتله …ډېر ووړ ښوودل شوى وو، سقيم وخندل: نو انسان خو بياد دې شيانو په وړاندې بېخې ووړ دى، _په بې دريغه خندا_ نو په دې کې به ماخداى څنګه پيداکوي؟))

    همدې سقيم د (١٣٩١؛١١؛٦) د ازادۍ راډيو په ماښامنۍ نيم ساعته خبري خپرونه کې يو راپور خپور کړ، چې پکې ويل شوي وو: ( دغزني د اندړو خلک شکايت کوي، چې وسله وال طالبان دوى په زورمسجدونو ته راغواړي، او مجبوروي يې چې د محلي پوليسو او پاڅون کونکو(!) په و ړاندې مظاهرې وکړي))

    غوني مې ځېږه شول، چې دغه خبره خو مجاهدين بايد چاته ځکه ونه کړي، چې د اربکيانو _چې دوى يې محلي پوليس او د حق په وړاندې پاڅون کوونکي_بولي، د انسانيت په ډانچه کې حيوانيت هرچاته معلوم دى، خلک په خپله تور او سپين پېژني. د راپور په اوږودوکې يې دوه نفره غږولي وو، چې خداى شته د سقيم په ارتداد مې نور هم يقين شو، دې ښاغلي د غلامې راډيو له پاره په جوړ شوي راپورکې په پوره سپين سترګي د غزني د قره باغ يوتن اوسېدونکى چې د دوى د ډلې ملګرى دى، عبدالهاشم ناصري، يې د غزني د اندړو د محکم د کلي ديو سپين ږيري پر نامه غږولى وو، خندا راغله ، ورور ته مې وويل، ګوره! څوک چې نيټ ته لاس رسى نه لري، په دغو ټولو چتياتو باور لري، وروسته يې يو بل څوک د اندړو د عام وګړي په حيث وغږاوه، نوم يې سميع الله وو، ريښتيا هم هغه سميع الله وو، خو پوره نوم يې سميع الله وحدت دى ،چې له کابل پوهنتون فارغ او د جبار شلګري بوټ پاک دى، او لکه د خپل بادار غوندې يې په ژوند کې اندړ ليدلي هم نه دي.
    زه حيران دې ته شوم، چې سقيم ولې غواړې په خپل حيوانيت نوره نړۍ خبره کړي، هغه تر دوولسم ټولګى درس ويلى، بې له مبالغې هغه ته لمونځ ټوکې او د دين او ديندارۍ خبرې ورته د محراب ښکاري، يوه ورځ مې له ده او نوي ډيموکراټ چې د نور المدارس سپېڅلو کتابونووښوياوه،او پاکه سپېڅلې ږيره يې د کابل د پټ نايټ کلپود لنډه غرو په پښوکې وخرېيله، هميم جلالزى يادوم، يو څه بحث راغى، چې هغلته مې د دوى مفکوره ډېره ښه وپېژنده. اوس دوولس کاله تېرشول، هرچا حق او باطل وپېژاند، زه فکرنه کوم، چې د دوى دغسې بې اساسه ،دروغجن او د پيسو له پاره جوړ شوي راپورونه به کوم ځاى ونيسي، دوى دهغو اربکيانو ستاينه کوي،چې دوه ورځي وړاندې يې د غزني_پکتيکا په لويه لاره د (سيني) په سيمه کې له پکتيکا څخه د راغلي موټر له سورليو نږدې پنځه ويشت زره کلدارې واخېستي،دوى دهغو اربکيانو ستاينه کوي، چې د صاحب خان د پتمنوپېغلو لوڅې ويډيوګانې يې تر (يوتوب) وروسولې، دوى دهغو اربکيانو ستاينه کوي، چې د (پايندي) هره پتمنه مور ورته سرلوڅ په ښېرو ده، دوى د هغو اربکيانو ستاينه کوي، چې د دوى له لاسه د اندړو بې چاره خلک په مزدوري پسې نه شي تللى، په کابل کې مې دغزني اډې په يوه هوټل کې يو نږدې اته کلن ماشوم وليد، په خبرو،خبرو کې هغه د اندړو د محکم کلي وخوت، ماويل ولې پلار،ورور څوک نه لرې؟ چې ته په دومره کم عمر مزدوري کوې؟

هغه ويل: پلارمې ښه ځوان دي، خو هغه د اربکيانو له لاسه کار ته نشي تلاى، مخکې يې په قره باغ کې کاريزونه پاکول، کله به يې په کټواز کې خادمي کوله، مګر اوس چې څوک په کلي کې د کور مشر ونه لري، اربکيان يې پر کورو ور اوړي، هغه بله ورځ يې په پايندي کې د بمبي په سره يوه نجلۍ نيولې وه، ويډيو دې موږ د هوټل له مشره سره هم شته.

    سقيم غواړي د دې خلکو پر پلوي دروغجن، بې ا ساسه راپورونه جوړ کړي، چې دهغوى دانسانيت معيارونه، له خدايه انکار،په اسلامي امورو ملنډې، د جهاد انکار، چرس مفت، او لواطت په پرېمانه توګه.

سپين حق خوا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x