ورزش

د هندوستانی پخوانی لوبغاړی د ملي لوبډلي د بالنګ روزونکی وټاکل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان پخوانی آل راونډر منوج پرابهاکر د افغانستان د لوبډلي لپاره د توپ غورځوني د روزونکي په دنده ګومارل شوی دی.

نوموړی به د شل اوریزو لوبو تر نړیوال جام پوري د ملي لوبډلي بال غورځونکو ته د ښه بال غورځوني چلونه ورښيي.
د ملي لوبډلي مشر روزونکی د پاکستان پخوانی لوبغاړی او کپتان انضمام الحق دی.

منوج ویلي چې خپل په نوي دندې ډیر خوښ دی، دی به هڅه وکړي چې د افغانستان ملي لوبډلي بال غورځونکي په ښه توګه وروزي، «دوی ډیره وړتیا لري، زه باوري یم چې په راتلونکو کلونو کې به دوی د کړکیټ په نړۍ کې ډیر پرمختګ وکړي.»

نوموړي د هندوستان یوې ورځپاڼي ته په خبرو کې زیاته کړې، چې د افغانستان ملي لوبډلي په دې وروستیو کې وښودل چې دوی ډیر چټکه زده کړه کوي.

منوج پرابهاکر ددې تر مخه د هندوستان د دهلي آیالت د ډلي روزنه کړې.

په دې وروستیو کې د افغانستان او هندوستان د کرکیټ ادارو یوه تفاهمنامه لاسلیک کړې چې د هغې پر اساس هندوستان خپل یو میدان د افغانستان د ملي لوبډلي خاص کړی، چیري چې به افغانستان د لوبو پر مهال د کوربه په توګه پيژندل کیږي.

افغانستان په تیرو شپږو میاشتو کې د کرکیټ په نړۍ کې ډیري ښې لاسته راوړني لرلي، چې په هغو کې د پام وړ هغه سیالي وه چې یوه ټیسټ لوبه کونکي هیواد زیمبابوې ته یې د ۵۰ اوریزو لوبو په یوه لړۍ کې په درې دوه (۳-۲) ماته ورکړه او بیایې په ۲۰ اوریزو لوبو کې دوه پرلپسې لوبي ځیني وګټلې.

افغانستان به په راتلونکي نړیوال جام کې د سکاټ لینډ، هانګ کانګ، او زیمبابوې سره په یوه ګروپ (ب) کې لوبه کوي، ددې ګروپ څخه به یوه لوبډله کولای سي چې ګروپ (الف) ته ووزي، چیری چې به بیا د انګلینډ، جنوب افریقا، سیرلانکا او ویسټ انډینز هیوادونو سره لوبه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x