ټولنیزه برخه

نانـــــدرۍ – لیکوال: ابو خلیل قدوسي

دبحث او مناظرو اصل مقصد داوي چي ښکېل اړخونه یو دبل له افکارو مستفید شي او دحقایقو ادراک ته دمناظرې په وسیله ځانونه ورسوي  خو ناندرۍ هغه خبري وي چي دحقایقو معلومول پکي مقصود نه وي بلکه دځان مطرح کول او شخصي مصالح پکي مقصود وي او دې ته په عربي ژبه جدل، جدال اویا مجادله وايي او مونږ ورته ناندرۍ ویلای شو.

نن سبا په هره کچه ناندرۍ ډېري زیاتي شوي دي که مجلسونه وي نو هم په بېځایه ناندریو سر وي او که وېب پاڼو ته راشې نو هم ځوانان موپداسي څه یو له بل سره ښکېل وي چي له سرخوږي او ذهني ستوماني پرته بله لاسته راوړنه نلري

او علت يې غالباً دلاندیني ماثور قول په استناد لدې پرته بل څه نه وي چي داډله خلګ کوم کار، روزګار او مصروفیت نلري که هغوی خپل دا قیمتي وخت په کومه ګټور کار لګولی وای یو خو به له دی پالتو بحثونو او بې ځایه ستومانیو خلاص وای او بل داچي دځان او یا ټولني لپاره به يې کوم داسي کار کړی وای چي دنیوي ګټه او یا اخروي اجروثواب ورباندي مرتب وای .  لاندي وینا څوک لقمان حکیم او ځېني نور يې بیاعمر بن الخطاب رضي الله تعالی عنهما ته منسوبوي .

إذا أراد الله بقوم سوء ا منحهم الجدل و منعهم العمل .

كله چي الله تعالی دیوه قوم بې خیري وغواړي له کارکولو يې را اېسار کړي او په ناندریو کي يې ښکېل کړي .

دایو دا سي حقیقت دی چي هېڅوک ورنه انکار نشي کولای رېښتیا هم هغه څوک چي خپل ځان ژبنیو جګړو او ناندریو ته وزګار کړي هغه نه خو کوم ګټور کار کولای شي او نه يې بشپړولای شي، ناندرۍ هغه شیطاني ناسور دی چي  دټولني دافرادو ترمنځ د بدمرغیو، نفرتونو او اختلافونو  هغه لاري  په نښه کوي چي په هر کږلېچي يې شیطان خپل اوباشان درولي وي چي لاروی يې دتباهي په لور  ټېل وهي .

زه پدې باوریم چي په یوه انسان کي کله هم دادواړه عادتونه نه یوځای کېږي چي هم دي  په ناندریو کي خپل ځان او وخت ښکېل کړي او هم دکوم ګټور کار سرته ورسوي او په دې هم عقیده لرم څوک چي پټه خوله اوسي هغه دپټي خولې ګټي پېژندلي دي چي عقل او فکر  يې هوسا وي آو په غوره توګه کولای شي دکارونو مثبت او منفي اړخونه وسنجوي او دسالم عقل له مخي دځان او ټولني په ګټه ډېر څه وکړي .

بالمقابل هغه څوک چي تل ګیلې او شکایتونه کوي هغه ترهرچا دمخه خپلي نېمګړتیاوي، عیبونه او دناکامۍ نقطې نوروته په ډاګه  کوي اوپه همدې توګه له هغه څه  پرده لېري کوي چي چاته نه وي معلوم، هغه څوک چي پخپله هم په ناندریو اخته وي  اونور هم په ناندریو کي ښکېل کولوته رابولي هغوی هم خپل ځان په بدمرغیو اخته کړی  او غواړي نور هم ورباندي ککړ کړي دهغوی دا کار له دې پرته چي دټولني دافرادو په منځ کي یوپه بل شکوک اوشبهات یا بدګمانۍ را وپاروي بله هېڅ لاسته راوړنه نلري که په ناندریو کي ښکېل کسان غواړي چي دټولني  او یا خپل ځان لپاره کوم ګټور کار سر ته ورسوي تر هرڅه دمخه ورته په کار ده چي له ناندریو لاس واخلي ، دګیلو او شکایتونو دروازې وتړي اوخپل عقل او فکر دسالم تفکر لپاره وزګار کړي ځکه چي الله تعالی فرمايي :

إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَالٍ . (سورة الرعد)

بېشکه چي الله تعالی دیوه قوم حال تر هغه وخته نه بولوي ترڅو هغوی خپل خویونه بدل نکړي اوکله چي الله تعالی یو چاته دبې خیري اراده وکړي بیا يې په شا ګرزېدل نشته او دوی له الله تعالی پرته بل خواخوږی هم نلري .

زما په فکر دبریاوو دلاسته راوړلو یوازېنۍ لاره هم داده چي انسان باید کار وکړي ، زیار وباسي نه داچي په ناندریو او شکایتونو خپل سوچ او وخت ضایع کړي، په کار ده چي نورو ته له ځور ورکولو او ضرر رسولو څخه لاس واخلي، دټولني ټول وګړي دجوړولو او ودانولو په تکل کي شي او له ورانولوڅخه ډډه وکړي  هله به زمونږ دهیلو ودانۍ  بشپړې شي اوزمونږ دګټورو امیدونو خوبونه به عملي تعبیرونه ځانته خپل کړي.

 یو شاعر څومره ښه وايي .

متى يبلغ البنيان يوما تمامه  ———–   إذا كنت تبنيه وغيرك يهدم

هغه ودانۍ کله هم نشي بشپړېدلای چي ته يې جوړوې او نور يې درپسي نړوي .

بل شاعر بیا وايي :

ولو ألف بان خلفهم هادم كفى  ———— فكيف ببان خلفه ألف هادم

که زر کسان په جوړولو بوخت وي خو دیو کس نړول  کفایت کوي  ته څه فکر کوې چي دهغه چا به څه حال وي چي په یواځي سر يې جوړوي خو زر کسان يې ورپسي نړوي .

نوراشئ  وروڼو چي له ورانولو او نړولو په یوه سلا لاسونه واخلو او داسي څه وکړو چي هم الله تعالی پې خوشاله وي او هم يې په لومړي سرکي مونږ ته او بیا ټولني ته ګټه ورسېږي  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x