شعـــــرونه

که خپل که بیګانه ده

سمیع الدین افغاني
سمیع الدین افغاني

سميع الدين افغاني-

چا وران کړ دا وطن چا تری لوټ کړې خزانه ده
که خپل کـــه بیګانه ده
چې خپل یــې ورانوي بیا د پـــردو نه څه ګیله ده
که خپل کـــه بیګانه ده

هر چا تــــر خپــــله وسه دا وطــــن کــــړلـــو خراب
څوک ناست دی بلـډنګو کې په ډالر کوي حساب
څوک پروت دی په خیمه کې له یخني نه شو کباب
هر چا ده غږولی د خپل خــــوښې ترانه ده
که خپل کــــه بیګانـــه ده

په نوم د عدالت دی خو خیانت پکې چالان دی
غریب پدې وطــن کې د ماړه نس په ارمان دی
دا ملک چاته جنت چـــاته په مثل د زندان دی
هستي یــــې رانه لـــوټ کـــړه د ډالروزمانه ده
که خپل که بیګانه ده

خلک لاړه ترکیهانه موږ په خپلو کې جنګیږو
پدې عصرو زمــــان کې د پردو په ډول ګډیږو
نفاق او تربګني کــــې هیڅ مطلب ته نه رسیږو
وطن په نامه یو شی صرف همدا یوا چاره ده
که خپل کــــه بیګانه ده

ټینګ عزم افغانی اوورورګلوي موسعادت دی
وطن ته د با دردو هیواد والو ضرورت دی
یووالی اتحــــاد زمونږه پوهه ده همت دی
وطن بـــه شي اباد که دا مو عزم او اراده ده
که خپل کــــه بیګانه ده
———————————————
سمیع الدین افغاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x