پخوانیو مجاهدینو ایتلافي شورا جوړه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): ځینو پخوانیو جنګسالارانو د ګډحکومت د ژغورنې او ملاتړ په موخه د «افغانستان د حراست او ثبات شورا» په نامه ایتلاف جوړ کړ.

عبد الرب رسول سیاف، اسماعیل خان، یونس قانوني، عبدالهادي ارغندیوال، عبدالروف ابراهیمي، بسم الله محمدي، عمر داودزی، صدیق مدبر او فضل هادي مسلمیار د دې ایتلاف مخکښې څیرې دي.

په هغې غونډه کې نن په همدې تړاو په کابل کې جوړه شوې وه پخواني جنګسالار عبد الرب رسول سیاف وینا وکړه او ویې ویل چې که د اوسنی نظام د ژغورنې لپاره کوښښ ونه شي نو داسې حالات به رامینځ ته شي چې کنټرول به یې د هیچا په لاس کې نه وي.

د غونډې بل برخوال یونس قانوني وویل چې د ګډحکومت د تشکیل نه وروسته لا هم د اساسي قانوني د تعدیل په موخه لویه جرګه نه ده رابلل شوې. نوموړي د اوسني اساسي قانون له مخې د اجرایوي رئیس برخلیک ګونګ وباله. قانوني زیاته کړه چې که لویه جرګه راونه غوښتل شي د نظام مشروعیت به له کلکو پوښتنو لاندې راشي.

د حزب اسلامي-کابل مشر عبد الهادي ارغندیوال په اوسني نظام کې د فساد په مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د فساد او نفاق پر ضد باید جدي مبارزه وشي.

د ولسي جرګې مشر عبد الروف ابراهیمي له امنیتي وضعیت څخه شکایت وکړ او د طالبانو تهاجمي او د دولتي ځواکونو دفاعي حالت یې د اندیښنې وړ وباله.

د دې شورا نږدې ټولو غړو په خپلو ویناوو کې د اوسني نظام د پایښت او بقا په اړه ژورې اندیښنې څرګندولې او هر یوه په خپل وار ټینګار کاوه چې یاده شورا د اوسني نظام د نجات او ژغورنې په موخه تاسیس شوې.

له بلې خوا طالبانو د دې شورا په اړه په لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې «جنګسالاران د اشرف غني په مفسده ګډوله کې له غوښن سهم څخه محروم شوي نو ځکه یې د اتحاد په نوم سر را اوچت کړی ترڅو د چورتالان، شر او فساد مواقع یې له لاسه ونه وزي».

طالبان وايي چې له یوې خوا د جنګسالارانو «خارجي باداران» له هیواده په وتلو دي او له بلې خوا د دوی د فتوحاتو لړۍ په پراخېدو ده، چې په خبره یې د همدې عواملو په پایله کې جنګسالاران نوې ډلګۍ جوړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د