اربکیان
تصویر؛ ارشیف

غزني: په اندړو کې اربکیانو او د ملي اردو ځواکونو نښته کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د اربکیانو او دولتي چارواکو خپلمنځي اړیکي تر وسلوالو بریدونو پورې رسیدلي دي.

تېره ورځ اربکیانو د اندړو د ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانۍ د دریوو ساعتونو لپاره محاصره کړې وې.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا همکار د یادې پیښې د لامل په اړه وايي چې دوه اونۍ وړاندې په اندړو کې یو ملکي وګړی د اربکیانو له لوري د طالب په نوم په وحشیانه ډول سره ووژل شو، چې د خلکو توند اعتراضونه یې راوپارول.

د ولسي خلکو د اعتراضونو له کبله د غزني ولایتي چارواکي اړ شول چې خلکو ته د وژل شوي کس د قاتلینو د نیولو او جزا ورکولو ډاډ ورکړي، او څه موده وروسته د «رحمت» او «باز محمد» په نامه دوه اربکي قومندانان د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

د یادو کسانو له نیول کیدو وروسته د اندړو اربکیانو له دولتي چارواکو څخه د خپلو قومندانانو د بیرته پریښودلو ټینګه غوښتنه وکړه، خو دا چې چارواکو یې غوښتنې ته مثبت ځواب ونه وایه د سیمې اربکیانو پر ولسوالۍ د برید تکل وکړ.

اربکیانو تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ د دریوو ساعتونو لپاره محاصره کړې وه، چې له دریوو ساعتونو وروسته د ملي اردو ځواکونه سیمې ته ورسیدل او له اربکیانو سره په جګړه کې ښکیل شول.

د نښتې په پایله کې د ملي اردو ځواکونو د ولسوالۍ محاصره ماته کړه او اربکیان یې خپلو سیمو ته شاتګ ته اړ کړل. په دې پيښه کې یو اربکی ټپی شوی دی.

د ولسوالۍ د محاصرې تر ماتیدلو وروسته اربکیانو د اعتراض په ډول د ولسوالۍ بازار او شاوخوا کلیو دکانونه بند کړل او غزني ښار ته غځیدلې ټولې لارې يې وتړلې.

د ترلاسه شوو راپورونو پر اساس، اوس مهال اندړو ولسوالۍ بازار بند او غزني ښار ته غځیدلې لارې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړلي او اربکیان چا ته د تلو راتلو اجازه نه ورکوي.

اربکیانو د خپلو نیول شوو قومندانانو د خوشې کولو غوښتنه کړې او په حکومت یې غږ کړی چې که د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ویل شي د حکومت پر وړاندې به په وسلوال مخالفت لاس پورې کړي.

باید وویل شي چې نږدې ۵ ورځې وړاندې هم اربکیانو د خپلو قومندانانو د نیول کیدو په غبرګون کې پر ولسوالۍ ډزې کړې وې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نظر
میلمه
نظر

بآ ید ایله نشی اربکیان دیرظالیمان دی