اختلاف/سيدالهام

لکه بمبار- لکه بمي چاودنه سل  وژني
اختلافي غشي پردي نه وژني خپل وژني 

له حق مسیره بېلېدل  او اتحاد ماتول 
یومو ایمان وژني او بل موکورکابل وژني

دابدګمان اوخپل منځي جنګ دا نفسي خواهش دی
هم قرباني وژني او هم مو نیک عمل وژني

بس ګمراهي ده نور څه نده  اختلاف یې نوم دی 
نیک نام شهید بدناموي غازي اتل وژني
 
اې خدای دپاره سره یو شۍ سوې کوکي واورۍ
یرغل ګودر وژني  چنار  وژني   بلبل وژني
 
دا چي  په زور او په اشر تر دې محل راغلي
د حق آواز او د شپونکي په لاس کي نل وژني

الهامه ! رب دې  کړې رسوا پټي منحوسي څېرې 
راځي د مور او پلار سره  مو ماشوم ګل  وژني
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د