شپني عملیات لا هم ولسي خلک زوروي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ ل): د هیواد په ځینو ولایتونو کې په دوامداره توګه د بهرنیو ځواکونو شپني عملیات روان دي، په وروستیو ورځو کې د شپنیو عملیاتو له امله ځیني ولسي خلک وژل شوي او ټپيان شوي دي.

ولسي خلک د شپنیو عملیاتو څخه سر ټکوي او وایې چې د بهرنیو او داخلي ځواکونو ګډ شپني عملیات ډیر ځله بې هدفه ترسره کیږي او له امله یې دوی زورول کیږي او وژل کیږي.

په تېره اونۍ کې بهرنیو او افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د شپنيو عملیاتو پر مهال ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واړول چې له امله یې په غزني ولایت کې د ملا امام په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي او په ننګرهار ولایت کې یوتن ولسي وګړی ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول.

د دفاع وزارت وایې چې ټول عملیات افغان ځانګړي ځواکونه ترسره کوي او یوازي د اړتیا پر وخت د بهرنیو ځواکونو څخه هوایې مرسته غوښتل کیږي خو ولسي خلک دا خبره نه مني وا وایې چې عملیات د بهرنیو ځواکونو په مشري ترسره کیږي.

د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی دی مګر هغوی خپل عملیات جاري ساتلي او په جګړو کې برخه اخلي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اوسنی قاطع ماموریت دنده لري تر څو افغان ځواکونه وروزي او تربیه ورکړي خو د عملیاتو ترسره کولو اجازه نه لري ځکه ددوی پوځي ماموریت پای ته رسېدلی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د