حیات الله حیات، د وردګو ولایت والي

ته څومره ساده يې

صفت سمون

په ميدان وردګ ولايت مقام کې مې يو پوست تر سترګو لاندې شو او هڅې مې پيل کړې.

د ولايت شاوخوا مې شپې او ورځې ورته سبا کړې چې څنګه وکولای شم دغه پوست ته لاره پيدا کړم.

د اوسنيو بدنامه اصولو مطابق مې ځينې داسې کسان هم پيدا کړل چې بايد والي صيب يې وپېژني چې بيا پر ما اعتماد وکړي.

موقع په لاس راغله چې والي صيب سره وګورم، ورغلم، هغه اوس چې رواج شوي ښايسته قاسمي نومې جامې او د سپينو وړيو ښايسته چپن د والي صيب ښاېسته او مينناکه څېره نوره هم ښکلې کړې وه.

والي صيب ته می خپل معرفت وکړ، د خپلو مصروفيتونو او تجروبو په اړه مې وويل، غوښتنه مې وکړه چې غواړم په شته خالي پوست کې دنده ترسره کړم.

په ورين تندي يې وويل، ښه ده مونږ تاسو ځوانانو ته ضرورت لرو، مونږ د قانون پر اساس پوست اعلان ته ورکوو، تاسو يې هم فورم ډک کړئ او ازاد رقابت له لارې مونږ ستاسو هرکلی کوو.

ما هم ويل ډېره ښه خبره ده بايد له قانوني لارې کوښښ وکړم.

ښکاره بايد ووايم د ځوان والي صيب خبرې مې ډېرې خوښې شوې، او د ادارو په اړه مې هېلې راژوندۍ شوې چې ځوانانو ته اهميت ورکول کېږي.

بلاخره پوست اعلان شو، خپل شته ټول اسناد مې رنګه کاپي کړل، د فورم لپاره مې تصويرونه وېستل او په هيله مندۍ ور روان شوم.

د بشري سرچينو رياست ته ورغلم د دندې لايحه مې ولوستله او فورم مې ډک کړ، خو معلومه نشوه چې نور به چا او چا د دې دندې غوښتنه کړې وي، خو باور لرم چې ما غوندې ډېر ځوانان به په هیله مندۍ ورته راغلي وي.

ما چې کله د دغه پوست د فورم د اخيستلو غوښتنه وکړه نو هغه وخت ادارې کارکوونکي مسک غوندې شول خو نور يې څه ونه ويل او فورم يې راوسپارو.

ما هم د دوی لدې مسک کېدلو څه درک نه شو کړای خو حيران شوم چې دوی ولې داسې څرګند شول.

په وروستيو کې مې پوښتنه وکړه چې زه بيا څنګه د خپل فورم احوال واخلم يا څنګه پوی شم نو ويل يې چې کله شارت لېست شوې بيا احوال درکوو.

ما هم ورته ښه کړه، له ادارې بهر شوم.

په خوښۍ سره به مې ځينو ملګرو ته ويل چې فورم مې ډک کړو او لخيره شارت لېست به شم.

څه موده وروسته يو ملګرۍ چې د ولايت او کارکوونکو په اړه يې معلومات درلودل راته کاندي چې، تاچې د کوم پوست غوښتنه کړې هغه وخته ډک شوی او يو نفر په کار پيل کړی، ما ويل دا څنګه کېدی شي چې مخکې له اعلانه د نفر مقرر وي؟ په خندا يې ويل چې له کله دغه پوست خالي شوی په ډېرو کمو ورځو کې د والي صيب له خپلوانو نفر نيول شوی، د پوست د اعلان خبره د دې په خاطر شوې چې ځان لږ قانوني وښيي او روښانه کړي چې مونږ د قانون او اصولو تابع يو.

زړه کې مې راتېره شوه چې هلکه تېروتی يې، او د قانون د عملي کېدو لپاره درڅخه استفاده شوې.

هغه د ځوان والي صيب پستې خبرې مې رايادې شوې چې ويل يې مونږ تاسو غوندې ځوانانو ته ضرورت لرو.

هغه خبره يې راياده شوه چې ويل يې قانون بايد عملي کړو او په رسمي توګه ستاسو د شاملېدو هرکلی کوو.

هغه فورم او اسنادو لپاره مې منډې رايادې شوې.

هغه د ادارې د کارکوونکو مسک کېدل راياد شول چې په ما مسک شول، ښايي ويل به يې چې (ته څومره ساده يې).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د