په پکتیا کې هر قوم تعصب ته لمن وهي

عبدالمالک همرنګ

عبد المالک همرنګ

لیکوال: عبد المالک همرنګ

لومړۍ دا درته وایم چې څوک دې نه خفه کیږي او مه دې زړه بده وي، ماته د پکتیا ټول قومونه ګران دې او په احترام ورته قایل یم.

که څه هم په پکتیا کې په لسګونه قومونه ژوند کوي او د وخت په تېریدو سره هر قوم په خپل وخت کې د ژوند په هر ډګر کې خپل مسولیت او میړانه ادا کړي ده، هیچاته یې سرټیټي نه ده کړي او هر چاته یې په هیواد پالنۍ کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړي،خو علت یې دا وه ،چې ټول قومونه په یو اتحاد او اتفاق وو. او هم به یې ټولو قومونو مشران مالوم وو،هر یو کار به یې په جرګو او مرکو کولو، حق ته به یې حق ویلو.

کوم وخت به چې چیرته کومه ستونزه رامنځ ته شوه نو ټولو قومونو به په یوه اواز او یوه چیغه ټولو قومونو ورودانګل ترڅو به یې چې شته ستونزه حل او فصل نه وه کړې تر هغې به یې نه پرېښوده،خو اوس داسې نه ده اوس خبره برعکس ده،که چیرې په پکتیا کې په یوه اداره کې دیو قوم کار کوونکی وي،نو تل هڅه کوي چې ځان سره دهمغه قوم کس ونیسې که دهغه قوم کس په پوهنتون کې وي، که په کوم ریاست کې وي او یا په کومه بله اداره کې وي،اوس خبره دې ته راورسیده،چې پکتیا کې هرکال هر قوم د محصلینو لمانځغونده ترسره کوي. خو زه وایم چې دا به تعصب ته لمن وهل وي او د قومونو ترمنځ به بې اتفاقی رامنځ ته کول وي،پدې چې هغه څوک نه غواړي چې پکتیا پرمختګ وکړي او قومونه سره وویشې،خپلې ګټې پکې خوندې کړي،نو دې ګړنو دقومونو په منځ کې بې اتفاقي او نه هماهنګي رامنځ ته کړي ده.

ډیرې داسې کسان اوس هم په هر قوم کې شته چې خپلې شخصی ګټې په قوم پرستې کې لټوي،هر څه دقوم او دپکتیا په خاطر نه کوي دځان په خاطر یې کوي،موږ او تاسو یې باید وپیژنو چې تاسره دپکتیا غم ده که دې خپل ځان غم ده.

زه په اخیر کې دا وایم چې راځې له قوم پرستې نه تیرشو،خپل منځې اختلافات پريږدو،یو او بل ته د ورور ګلوي لاسونه ورکړو،چې هر چاته مو یو غږ او یو هغه پخواني چیغه وي چې وکولي شو پکتیا ته دپرمختګ لاره جوړه او پکتیا په ټول افغانستان کې وځلوو.

که چیرته همداسې خاموشه کینو زه فکر نه کوم چې پکتیا ته به بیا پکتیا ووایو باید تل موږ او تاسو دپکتیا لپاره کلکه مبارزه وکړو تر څو وکولي شو پکتیا په خپلوپښو ودره وو.

بله خبره مې دا کوله چې هغه محصلین چې دپکتیا دې،که هغه دافغانستان دهرپوهنتون څخه په هر کال کې فارغیږي، باید ټول پکتیا وال په یوه اتفاق سره یوه ستره لمانځغونډه دپکتیا په سطحه جوړه کړي او ښه په شاندارو مراسیمو سره یې ولمانځې او یوه طرف ته به دټولو پکتیاوالو یوالي قایم وي بل طرف ته به هرچاته دا مالومه شې چې پکتیا اوس هغه پکتیا نه ده چې مخکې مو ورته کتل اوس پکتیا دلا پرمختګ او یوالي په لور روانه ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د