نړۍ

ملګري ملتونه: سږ کال په نړۍ کې ۶۰ ميليونه خلک کډوال شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۸ مه، ۱۳۹۴ل): د ملګرو ملتونو د کډوالو شورا وايي چې سږ کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د جګړو او نا امنيو له امله ۶۰ ميليونه خلک د خپلو کورونو پرېښود ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د شورا په يوه تازه راپور کې راغلي چې د نړۍ له هرو ۱۱۲ تنو څخه يې يو تن د خپل کور د پرېښودلو او مهاجرت ته اړ شوی دی.

په راپور کې ويل شوي چې له ۱۹۹۲ زيږديز کال راهيسې دا په روان زيږديز کال کې دبې ځايه شويو خلکو تر ټولو لوړه شمېره ده چې تر دې وړاندې هيڅ وخت په دومره ګڼ شمېر مهاجرتونه نه و شوي.

د کډوالو د شورا په راپور کې هغه ۲۰ ميليونه خلک هم ياد شوي چې د روان کال په اوږدو کې له سوريې، افغانستان، عراق، سوماليا او نورو هېوادونو څخه د جنګ جګړو له امله د پناه اخيستلو له پاره اروپايي هيوادونو ته تللي دي.

سوريه دنړۍ په کچه لومړنی او افغانستان دوهم هېواد ښودل شوی چې په زياته اندازه خلک يې خپل کورونو پرېښودلو ته اړ شوي او يا هم اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ويل شوی دي چې د تېر کال په پرتله سږ کال اروپايي هيوادونو ته د پناه غوښتونکو په شمېر کې ۷۸ سلنه زياتوالی راغلی ، همدا راز د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په کور دننه د بې ځايه شويو په شمېر کې ۳۴ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د يادونې وړ ده چې افغانستان هم د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دی چې ګڼ شمېر اوسېدونکي يې په افغانستان د روسانو د يرغل له امله نورو هېوادونو ته مهاجر شوي، همدا راز په افغانستان د امريکا په مشرۍ د ناټو د بريد او د روانو جګړو له امله هم خپلو کورنو او هېواد پرېښودلو ته اړ شو ي دي.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې دداعش وسله والې ياغي ډلې د راپورته کېدو وروسته هم د ننګرهار د شينوارو د څو ولسواليو په لسګونو زره کورنۍ د خپلو کورنو پرېښود ته اړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x