
امريکايي سناتوران: د افغانستان په اړه د امريکا وينا او عمل سره په ټکر کې دي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۸ مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا د سنا مجلس يو شمېر غړي وايي چې د افغانستان په اړه د امريکايي چارواکو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي.
د امريکا په سنا مجلس کې د بهرنيو اړيکو د کميټې مشر «باب کراکر» وايي چې د افغانستان په اړه هغه خبرې چې مونږ يې د ځانګړو مجلسونو په بحثونو کې اورو د امريکا له رسمي اعلاميو او عمل سره په ټکر کې دي.
د ټيم کين په نامه د سنا مجلس يو بل سناتور بيا د افغانستان په اړه د امريکا پاليسي تر ډېره دوه مخې بولي او وايي چې د افغانستان په اړه د دفاعي او استخباراتي چارواکو څرګندونې يو له بل سره په ټکر کې دي او هېڅکله د افغانستان په اړه د امريکا د دولت يو ډول دريځ نه دی رامنځته شوی.
ټيم وويل چې د افغانستان په اړه نه يوازې د استخباراتي او دفاعي ادارو تر منځ څرګندونې په ټکر کې دي مګر دغه ډول توپيرونه او ټکرونه په نورو برخو کې هم شتون لري چې د افغانستان په اړه يې د امريکا پلانونه پيچلي کړي دي.
د امريکا سناتوران دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې پنټاګان په يوه راپور کې د روان کال په دوهمه نيمايي کې د افغانستان د امنيتي وضعيت د زياتو خرابيدو خبر ورکړی و.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې امريکا د افغانستان په اړه وخت په وخت بېلابېلې پاليسۍ اعلان کړي چې د سياسي شننونکو په اند د افغانستان په اړه د امريکايانو بېلابېل نظرونه داښيي چې امريکا د افغانستان په روانه جګړه له ماتې سره مخ ده او وخت په وخت له وارخطايۍ د افغانستان په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي.
د شننونکو په وينا امريکا نه شي کولای چې نور په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي خو تر څنګ يې غواړي چې دغه جنګ په کور دننه د افغانستان د دولتي ځواکونو پر مټ روان وساتي.
دا چه د امریکایانو وینا او عمل سره یو نه دی ،دا کومه نوی خبره نه ده امریکا د همدی عمل سره له اوله زیږیدلی ، او بیا د چا چه پلرونه او نیکونه څه خصلت لری ډير یی اولادونو ته هم انتقالیږی دا ارثی خبره ده ، بله تر ټولو مهمه خبره دا چه دا د منافقانو او څو مخو له یوی خوا او د استعمار ګرو او استثمارګرو له بلی خوا ځانګړی ځانګړتیا ده چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ، علت یی هم دا چه له یوی خوا خلک تیر… نور لوستل »