هلمند : د ګرشک د امنيه او ليوا قومندان پر موټريز کاروان سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۸ مه، ۱۳۹۴ل): نن ماپښين ښاوخوا درې بجې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د شيشک په سيمه کې د يادي ولسوالۍ د امنيه قومندان او ليوا قومندان پر موټريز کاروان سرتېری بريد شوی .

د بريد مسؤليت طالبانو منلی ، او وايي چې ياد بريد يې د کرولا موټر په توسط کړی خو د مرګ ژوبلي په اړه يې لا تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي .

د هلمند د امنيې قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل شاه محمد اشنا ويلي چې په ياد بريد کې پنځه پوليس ژوبل شوي .

اشنا زياتوي چې امنيه قومندان محمد اسماعيل خپلواک د ملي اردو له افسرانو سره يو ځای د يو ساحې تر ليدني وروسته د يادي ولسوالۍ امنيه قومندانۍ ته په لار وو چې پلي بريد پرې وشو او نوموړی له ياد بريده روغ ووتی .

ياد بريد په داسي حال کې تر سره کيږي چې په دې وروستيو کې د طالبانو او حکومت تر منځ په ګرشک کې جګړې زور اخيستی او حکومتي ځواکونو ځيني سيمي او پوستې پرته له جګړې خوشي کړي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د