ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۴۰) – د خوښۍ د لاسته راوړلو هنر

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن (مارزک)

د خوښۍ د لاسته راوړلو هنر

د زړه خوښی، ډاډ او سوکالی له سترو نعمتونو څخه ګڼل کېږی، ځکه چې د زړه په خوښۍ ذهن ته ثبات او نفس ته ډاډ رسېږی، او په انسان کې د نوښت او پرمختګ وړتیا راپیدا کېږی.

هوښیارانو ویلی: د خوښۍ لاسته راوړل یو داسې فن دی، چې زده کړه یې کېدای شی، که څوک غواړی ځان پرې پوه کړی، او د ترلاسه کولو په طریقه یې خبر شی، نو د خوښیو غېږه به له ځانه چاپېره او د چاپېریال له نعمتونو به خوندونه واخلی.
ددې فن لومړی اصل دا دی، چې په انسان کې د زغم او صبر ځواک موجود وی، د لارې په خنډونو او پېښو وارخطا نشې، او په وړو وړو خبرو خفه نشې، څومره چې زړه قوی او پاک وی، هومره به روح تازه وی، د فطرت له کږلېچونو د تېښتې پایله د روح د ناکرارۍ، غمونو او دردونو، اندېښنو او مشکلاتو سبب کېږی، څوک چې له صبر او سختیو سره عادت شی، د ژوند له مشکلاتو او بحرانونو سره په اسانۍ ډغره وهلای شی.

اذا اعتاد الفتی خوضَ المنایا … فأهونُ ما تمرُّ به الوحولُ

” کله چې یو څوک مرګ یوه بابیزه خبره وګڼی، نو د ستونزو او مصیبتونو زغمل ورته اسانه ښکاری. ”

د خوښۍ د دښمنانو فکری تګلاره تنګ نظری او یوازې خپل ځان ته اهمیت ورکول دی، الله تعالی ددې ډول خلکو په اړه وایې:

( اَهَمَّتْهُمْ اَنْفُسُهُمْ )
” هغوی ته یوازې خپلې ګټې ارزښت درلود. ”

دغه لنډ فکره خلک، په دې پراخه کایناتو کې یوازې خپل ځان وینې، د نورو په اړه هېڅ فکر نه لری او نه د نورو لپاره ژوند او نه ورته څه پام کوی.

کله نا کله موږ باید له نورو خلکو سره د ژوند تېرولو هڅه وکړو، خپل دردونه، مشکلات او اندېښنې له یاده وباسو، نو په دې ډول به موږ هم نېکمرغه او خوښ اوسو، او نور به هم له موږ سره خوښ او نېکمرغه وی.

د خوښۍ له اصولو څخه یو اصل دا دی، چې خپل فکر ته واګی واچوې، ازادۍ او سرکشۍ ته یې پرېنږدې، هسې نه چې هاخوا دېخوا منډې ووهی، او سرکشۍ وکړی او که همداسې دې پرېښود، نو د اندېښنو او مشکلاتو یو نوی باب به درته خلاص کړی، له زېږېدنې نیولې تر ننه پورې د ټولو پېښو او غمونو کیسه به درته وکړی، د ټپی ماضی او اندېښمن مستقبل په اړه به درسره وغږېږی، چې له امله به یې سخت ټکان وخورې، احساسات او جذبات به دې ټپی شې، ځکه خپل فکر ته واګی واچوه، تر څو ګټور، سنجیده او میوه لرونکې عمل پرې ترسره کړې.

( وَتَوَکَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ )
” پر هغه ذات توکل وکړه، چې تل ژوندې دی، او هېڅکله مړ کېدونکی نه دی. ”

یو اصل یې دا هم دی چې د نړۍ ژوند ته هومره ارزښت ورکړو چې ارزښت یې ولری، رښتیا هم چې دنیا لهو او لعب دی، او مخ ترې اړول پکار دی، له ډېرو شیانو به دې بیل او د غمونو او ستونزو باران به درباندې وکړی، نو دې ډول شی ته څه پاملرنه کول پکار دی؟ له لاسه په وتلو یې خفګان څه پکار؟

ددې نړۍ پاک تل چټل، ځلا یې فریب، وعدې یې لکه د صحرا سراب، چې هېڅکله نه رښتیا کېږی، له مشرانو سره یې حسد، له نېکانو او احسان کوونکیو سره کینه او تهدیدول یې، دا ټول هغه شیان دی، چې تل د نړۍ مینه والو ته په برخه کېږی.

د دنیا په اړه عرب شاعر ویلی:

أبَنی أَبِینا نحنُ أهلُ منازلِ + أبداً غُرابُ البَیْنِ فیها یَنْعِقُ
نبکی علی الدنیا وما مِنْ معشرٍ + جمعتُهُمُ الدنیا فلمْ یتفرَّقوا
أینَ الجَبَابِرَةُ الأکاسرةُ الأُلی + کَنَزْوا الکنوزَ فلا بقینَ ولا بَقُوا
مِن کلِّ مَنْ ضاقَ الفَضَاء بِعَیْشِه + حتی ثَوی فحَوَاه لحدٌ ضَیِّقُ
خُرْسَ اذا نُودوا کأن لمْ یعلمُوا + أنَّ الکلامَ لهم حَلاَلٌ مُطلَقُ

” وروڼو ! موږ په یوه داسې کلې کې اوسېږو چې هلته بېلتانه ته د خبر ور کولو کارغه تل کاغ کاغ کوی.
موږ په دنیا پسې ژاړو، په داسې حال کې چې په دنیا کې راټول شوی خلک هرومرو یو له بله سره جلا شوی.
لوی لوی ظالمان او پاچایان چې غټې غټې خزانې یې راټولې کړې وې، څه شول؟ نه هغوی پاتې شول او نه یې خزانې!
پر کومو خلکو چې ژوند راتنګ شوی وو، بالاخره یوه ورځ د قبر تیارو او تنګۍ ته ورښکته شول.
کله چې دوی راوبلل شی، نو حیران او داسې به وی ګوندې پر دې نه پوهېږی چې خبرې کول ورته روا دی. ”

په حدیث کې راغلی چې علم په زده کړې او حلم (نرمی) په صبر ترلاسه کېږی.

د ژوندانه د ادابو په اړه ویل شوی، چې خوښی د خوښ اوسېدو، تل موسکی اوسېدو او د موسکا اسباب د راپیدا کولو په هڅه او کوښښ تر لاسه کېدای شی، چې وروسته طبعی بڼه خپلوی.

د دنیا ژوند ددې وړهم نه دی چې یوازې په تریو تندی ورته وکتل شې!

عرب شاعر څه ښه ویلی دی:

حُکْمُ المنیَّةِ فی البریةِ جارِی + ما هذهِ الدنیا بدارِ قرارِ
بینا تَرَیمبران الانسان فیها مُخْبِراً + ألفیْتَهُ خَبَراً مِن الأخبارِ
طُبِعَتْ علی کَدَرٍ، وأنتَ تریدُها + صَفْواً من الأقذارِ والأکدارِ
ومکلِّفُ الأیَّمِ ضِدَّ طباعِها + مُتطلِّبٌ فی الماء جُذْوَةَ نارِ

د مرګ فرمان په مخلوق کې جاری دی، دا دنیا تلپاتې نه ده.

یو انسان به ووینې چې د بل د مرګ خبر خپروی، ناڅاپه به په خپله دده د مرګ خبر خپور شی.

د دنیا په فطرت کې ناکرارۍ او غمونه دی، نو څنګه کولای شې چې له غمونو او ناکراریو یې خالی ووینې؟

له زمانې نه د فطرت خلاف غوښتنه کول داسې ده، لکه په اوبو کې د اور شغله لټول.

که د ناشونی کار امید لرې، نو داسې ده ګوندې د خاورې کوټنۍ جوړوې.

دا یو رښتینې حقیقت دی چې ته نشې کولای له خپل ژوند څخه د خفګان ټولې نښې لرې کړې، ځکه چې ژوند همدارنګه پیداکړل شوی دی.

( لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسانَ فِیْ کَبَدٍ )
” په حقیقت کې موږ انسان په سختۍ کې پیدا کړی دی. ”

( إِنَّا خَلَقْنَا ٱلْإِنسَٰنَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍۢ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَٰهُ )
” موږ انسان له يوې ګډي شوي نطفې څخه پيدا کړ، تر څو چي هغه وازمايو . ”

( لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًۭا ۚ )
” چي تاسي وازمايي او وګوري، چي ستاسي څخه كوم يو ډېر ښه عمل كوونكى دى. ”

موخه دا ده، چې باید خپل خفګان او غم را کم کړو له غمه بېخی خلاصون یوازې په جنت کې ممکن دی، له دې امله د جنتیانو دعا دا ده:

( ٱلْحَمْدُ لِلَّهِ ٱلَّذِىٓ أَذْهَبَ عَنَّا ٱلْحَزَنَ ۖ )
” شکر دی، د هغه الله چي له موږ نه یې غم لرې کړ. ”

مانا یې دا ده، چې له غمونو او اندېښنو نه د خلاصون یوازېنی ځای هم جنت دی.
همدارنګه د چل، فرېب او غولونې څخه د خلاصون ځای هم جنت دی:

( وَنَزَعْنَا مَا فِى صُدُورِهِم مِّنْ غِلٍّ )
” د هغو په زړونو کښې، چې د یو بل په خلاف کوم خیری وی، هغه به موږ لرې کړو. ”

له دې امله څوک چې د دنیا پر چل، فرېب او مکارۍ پوه شوی وی، نو هغه ته ثابته شوې چې همدا د دنیا حقیقت او فطرت دی.

حلفتْ لنا أنْ لا تخون عهودَنا
فکأَّنها حَلَفَتْ لنا أنْ لا تَفِی
” موږ ته یې قسم خوړلی، چې له موږ سره د شویو وعدو په اړه به خیانت نه کوی، لکه څنګه چې یې په بې وفایۍ هم له موږ سره قسم خوړلی. ”

کله چې معامله داسې ده، نو هوښیار سړی هغه دی چې دنیا ته پر ځان د واک موقع ورنه کړی، او د نړۍ غمونه او اندېښنې پر ځان بار نه کړی، بلکې په پوره توان سره یې مقابله وکړی.

( وَأَعِدُّوا۟ لَهُم مَّا ٱسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍۢ وَمِن رِّبَاطِ ٱلْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِۦ عَدُوَّ ٱللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ )
” او تاسي تر خپلي وسي، ډېر زيات طاقت او تيار زين کړي اسونه، د هغوى د مقابلې لپاره برابر کړئ، چي په دې وسيله د الله پر دښمنانو، او پر خپلو دښمنانو هیبت راولئ. ”

( فَمَا وَهَنُوا۟ لِمَآ أَصَابَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا۟ وَمَا ٱسْتَكَانُوا۟ ۗ )
” د الله په لار کښي چي كوم غمونه پر هغو راغلل، هغوى پرې زړه ماتي نه شول، هغوى كمزوري ښكاره نه کړه، هغوى (د باطل په وړاندي) سرټیټي نه شول. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x