شعـــــرونه

دمینی بالښت

فکرمل طالب

کاږه کاږه چه راته ګورې خوند کوي
غټې سترګې نرۍ تورې خوند کوي

خپل ښائیست خو الله خپله وربښلی
خو کجل ورباندې پورې خوند کـوي

په تنکـیو اننـګو دې شــنۀ خالــونه
ښکلي ښکلي لکه ستوري خوند کوي

چه دمینې په بالښت مو وي سر ایښَی
هاشېبې خو نورې نورې خوند کوي

تش کتل خندل دناز خو دې لا څه که
ستا غصه او سپکې سپورې خوند کوي

“فکرمل” ته که دعا وي که ښېرا وي
چه ستا خولۀ ورباندې ښوري خوند کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x