نظــر

د ظالم حکومت نه پاته کیږي

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

حاجي غلام محمد معصومي

دا د پخوانیو خلګو خبره وه چی د کافر نظام چلیږی خو د ظالم نظام  نه چلیږی  په دی خبره کی زما  ډیر فکر بند و چی دا څنګه د ظالم نظام  نه پاته کیږي؟ خو  که سړي فکر وکړي دا ور معلومیږي چي له هر نظام سره ولس نه وي هغه  نظام نیمګري وی میرویس خان  چی دګورګین اود هغه د دیرش زره کسیزلښکردوژلولپاره پلانونه برابرول ولس يې ملاتړلې وه.

شاه محمود چی دایران اصفهان ښارونیوي خلګ ورسره وو، احمد شاه بابا  چی فتوحات کول اولویه امپراتوري یی جوړول د ښه تدبیر تر څنګ خلګ یی د ځانه راضی  کړي وو، هر شي  چی ولس نه غواړي بیا نو دولت هغه نسي کولی که یی وهم کړي مؤقت دي، چي د نور محمد ترکی ۷ فرمانه  ولی نه عملی کیدل علت څه و؟
ښکاره خبره ده،چی ولس ور سره نه ؤ، حفیظ الله امین، ببرک کارمل، ډاکټر  نجیب الله، چی کومي اشتباه ګاني وکړي مجاهدینو  باید له هغه څخه پند اخستی او ولس ته یی مراجعه  کړي وای، خو مجاهدینو په خپلمنځي شخړو واوښتل او په نتیجه کي یو داسي ضعیف ځواک پیدا سو چی وروسته ولس ور سره همکارسو  د هیواد پنځه نوي سلنه خاوره  یی تر خپل کنترول لاندي راوستل.

مخکني ولسمشر حامد کرزي د خپلي واکمنۍ پرمهال رسنیوته ویلي و، چي« که امریکایی طیاري  نه وای والله که دا یو لا را مخ ته سوی وای اویا د طالبانو نظام نړېدلی وایی، ځکه دانظام په خلکو کي ډېرنفوذ درلود.» خو په هر حال  نوی اداره  او نوی حکومت هم ونسواي کولای، چی خپل ملت  د ځان  کړي او اوس ورځ تر بلی  ولس د نظام څخه خوابدي  کیږي.

خبره به اصلي ځاي ته راولم  تیره ورځ می یو ملګري چي د هلمند ولایت د ناوي  ولسوالی دی د کابل څخه را غلی او ما ور سره ولیدل  هوا ډیره یخه وه دغه کس زاړه بوټونه په پښواو کالي یی اغوستي وو ما ور ته وویل چی خیریت و کله له کابل څخه راغلي نوموړي کس راته وویل چی دا نن راغلم او هلته می ورور بندی وما ورته وویل چی ته د هلمند او ورور دی په کابل کی بندی دی؟

ده را ته وویل چی زما ورور په هلمند کی بندی و د طالبانو سره د همکاري په تور یی نیولی و هیڅ ثبوت هم نه لري دولت دڅاروانوال او قاضیانو سره می په هلمند  کی خبری هم وکړي دوی هم راته وویل چی پولیسو نیولی دی د کلي څخه  ډیر کسان بیول سوي دي.

کله چی طالبانو د هلمند  ولایت د لښکر ګاه ښار ۴ ناحیه ونیول  دولت  ټول بندیان  کابل  ته انتقال کړل چی  هلمند  تر خطر لاندی دی  اوس چی دوي یی کابل ته بیولی دي هلته هوا ډیره یخه او دوی د ګرمیدو شي نه لری دغه ورانتقال سوي بندیان دي دولت یی ښه نه ساتی دپلچرخی په یوه لوی دالان کی بندیان  وایی چی بیرته یی هلمند ته بیا یی زما ورور هم سپین ږیری دی او هم ناروغ دی چی دولت یی سمه تدا وی هم نه کوي او هلته بی سر نو شت پاته دي د روسانو په وخت کی می پلار او مشر ورور شهیدان سول  دطالبانو وحکومت  کی د جلب اظهار کی بل ورورشهید سودامریکایانو راتګ سره می دوه نور وروڼه شهیدان سول  او دهغه کونډیانی  او یتیمان را دغاړی دي  مسکني  بیکاري او په سمیه کی د وسله والو تاوتریخوالی ددي باعث سوی دي چی اوس خلګ مجبور دی  چی ټول یا وسله واخلی یا وطن پریږدي اوس چی بیا امریکایانو د  هلمند په جکړه کی برخه اخلي او هلته د بهرنی جنګیالیو ترڅنک  طالبان  هم میشت دی  داسي معلومیږی چی د هلمند جکړه له سره شروع سول  په دی وطن دی الله ورحمیږي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x