fbpx
اسماء

حضرت اسماء رضی الله عنها

لیکوال: احمد الله عاطفي

سیدنا حضرت اسماء بنت ابي بکر رضی الله عنهما جلیل القر صحابیه دژوند سیرت او تاریخ هنداره ، دصبر، شهامت او قربانی بی څاری بیلګه دی . بي بي اسما رضی الله عنها شاو خوا دعمر په ۱۴ کلنې کې په اسلام مشرفه شوي وه،له دینه چوته دی چې دي مبارکې بت نه دی لمانځلی بلکه دځوانې مرحلی ته په رسیدو دتوحید او رسالت لاروي وه، او درسول الله صلی الله علیه وسلم د۱۷ تنو صحابه يې کرامو له اسلام راوړلونه وروسته په ۱۸ نمبر سابقون الاولون کې مقام لري.

حضرت اسما رضی الله عنها داسلام راوړلو په لړ کې، درسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې په ایمان، تقوی، توحید،دعوت او صبر سره بیعت وکړ،چې دژوند تر پایه په همدی بیعت عمل کونکې وه.

حضرت اسما رضی الله عنها سره له دي چې ډیره پتمنه، ښایسته، دژوند اومادي امتیازاتو څخه بهرمنده وه ،ځکه، پلار يې دوخت او سیمي ستر سوداګر او پانګه وال و او دقریشو دیوی ستري قبیلی او کورنۍ مشر او دمکې له مخورو څخه و، خودی مبارکې ته دنیوی پانګه هیڅ اهمیت او قدر نه درلود،بلکه معیار ورته ایمان او تقوی و، همدا لامل و چې دی مبارکې په مکه کې دجلیل القدر صحابې حضرت زبیر رضی الله عنهُ چې درسول الله صلی الله علیه وسلم دترور صفیه بنت عبدالمطلب زوی و او ددنیوی مال او پانګې څخه يې پرته له یوه آسپه نور څه نه درلودل، واده وکړ!

حضرت اسما رضی الله عنها به دخپل جلیل القدر خاوند دآس پالنه کوله او هغه ته يې واښه اودانه او په خپل وخت اوبه ورکول، دبي بي اسما خپله وینا ده: ما دزبیر سره واده وکړ هغه پرته له یوه آس بل څه نه درلودل ، مادهغه آسپ خدمت کاوه، واښه مې ورته راوړل ، دخورما زڼي مې میده او اوړه کول، دخورما زڼې مې له لیری راټولول او په سر مي راوړل.

حضرت زبیر رضی الله عنهُ سره دنیوی مال او پانګه نه وه خو داسلام له ستري پانګي برخمن او درسول الله صلی الله علیه وسلم له سرخندونکو صحابه يې کراموڅخه و،چې دعشره مبشره (هغه لسوتنو ته چې په دنیا کې دجنت زیری ورکړل شو یوه له هغوی نه حضرت زبیر رضی الله عنهُ و) ویاړ يې هم تر لاسه کړ.

حضرت اسما رضی الله عنها کنیه ذات النطاقین و او په همدی کنيې مشهوره وه ، د ذات النطاقین افتخار يې هغه وخت تر لاسه کړ ،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دثور له غاره دمدیني په لور دهجرت سامان برابروو،حضرت اسما رضی الله عنها خواړه او نور ضروری سامان راوړ ،دخواړو لپاره داسی څه نه و چې په هغه کې خوندي کړي، حضرت اسما رضی الله عنها خپل ملا بند،(چې هغه وخت د زیاترو ښځوسره ځانګړی ټوټه وه چې ملا يې پری تړله) له ملا څخه خلاص او په مینځ يې دوه ټوټی کړ، په پوه ټوټه يې خواړه محفوظ کړل ،او بله ټوټه يې ملابند کړ! رسول الله صلی الله علیه وسلم ،چې د بي بي اسما په زړه پوری ترکیب ولید د ذات النطاقین په نوم يې ونوموله ،چې همدا کنیه ورته تر پایه پاته شوه!

حضرت اسما رضی الله عنها ،مطمئنه او قانع ژوند در لود، کله چې پلار يې دهجرت لار غوره کړه ، ټوله پانګه يې له ځانه سره ،درسول الله صلی الله علیه وسلم خد مت لپاره واخستله، کور کې دضروری پانګې نه زیات هیڅ پرینښودل ، ابو قحافه رضی الله عنهُ چې دخپل زوی له هجرته خبر شو کورته يې تشریف راوړ له حضرت اسما رضی الله عنها،څخه يې وپوښتل ؟ پلارمو تاسو ته دلګښت لپاره پانګه پریښې دی؟ ،حضرت اسما رضی الله عنها ،په بیړه څه کاڼي او میده جنسونه په ټوټی کې تاو خپل نابینا نیکه ته وړاندی کړل ،هو دادی نیکه جانه موڼږ ته مو پلار طلا او نور قیمتی جنسونه دلګښت لپاره پریښی، مطمئن اوسۍ!
ابو قحافه رضی الله عنهُ وویل: اوس هیڅ غم نشته!!

درسول الله صلی الله علیه وسلم چې څومره صحابه يې کرام مدینې ته مهاجر شوي وو ددوي به کورنیو کې اولاد نه وو زیږیدلی، دمدینی او څیرمه سیمو ځینو اوسیدونکوویل: په رسول الله او دهغه په ملګرو یهودانو کوډې کړي چې داولاد له نعمته محروم شوي، یهودانو به هم په دي خرافاتو افتخار او ځانوته لويې ورکوله ! دهجرت په دویم کال دشوال په میاشت کې ټولو مسلمانانو او په ځانګړی ډول مهاجرینو ته الله سبحانهُ وتعا لی دبي بي اسما له خیټی داولاد خوشحالی ورکړه، حضرت اسما رضی الله عنها په برکت ټولي هغه نارواخبری، او حدثونو جرړی دحضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنهما په ولادت ووتلئ،چې مسلمانانو ته پری تکلیف رسیده ،کفار او منافقینو تری ګټه تر لاسه کوله!!

حضرت اسما رضی الله عنها، امید واره وه چې مدینی په لور يې هجرت وکړ ، قبأ ته په رسیدويې ولادت وکړ، خپل زیږیدلی ماشوم سره درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت ته حاضره شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم داسما په زوی خوشحاله او خپل مبارک لاس يې ورباندی راښکلو سره نوم يې عبدالله غوره او خوله يې ورته په خورما او مبارکو لاړو خوږه او دعايې ورته وکړه!

دعبدالله په زیږیدا مسلمانانو زیاته خوښی څرګنده او په مدینه کې دخوښی صفحي خوری او عبدالله دصحابه وو په غیږ کې دمدینی په واټونو کې ګرځول کیده، تر څو مسلمانان وښيې چې دیهودانو کوډی با بیزه دي!!

حضرت اسما رضی الله عنها، هیڅ کله داسی کار نه کاوه چې دهغی په بابله يې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اجازه نه اخستله.

صحیح البخاری روایت کوی: یوځل بي بي اسما رضی الله عنها درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت کې حاضره شوه وویل: زما مشرکه مور (قتیله) راغلی او محتاجه ده، زه کولی شم ورسره خپلوي وپالم، صله رحمی ورسره وکړم؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نعم،صِلِی أُمک، هو ! دخپلی مور سره صله رحمي وکړه.

حضرت اسما رضی الله عنها،دیر موک په تاریخي غزا کې دخپل میړه حضرت زبیر او زوی حضرت عبد الله رضی الله عنهما سره برخه اخستې وه!

حضرت اسما رضی الله عنها ،د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، زیات کم ۵۶ احادیثه روایت کړي دي،چې رواویان يې حضرت عبدالله بن عباس ، عروه اوفاطمه بنت المنذر دي،چې بخاری شریف، مسلم او نورو داحادیثو په کتابونو کې روایت شوي دي.

حضرت اسما رضی الله عنها په اولادونو کې عبدالله ، عروه او منذر مشهور صحابیان دي!!

حضرت اسما رضی الله عنها مبارک عمر له سلو کالو اوښتی و دی له خپل زوی عبدالله بن زبیر سره په مکه کې اوسیدله، حجاج بن یوسف ثقفي،په مدینه حمله وکړه ،حضرت عبدالله رضی الله عنه ُدخپلو قواوو په مشري په میړانه جنګیده.

دمکې چاپيره سیمو کې دحجاج لښکري ځای پر ځای وي په دغه وخت کې حضر ت عبدالله دخپلي مور زیارت له ورغی، وروسته له سلام او احترامه دخیریت او صحت پوښتنه ئې وکړه؟

حضرت اسما رضی الله عنها وفر مایل: ناروغه یم، زوی ئې وویل: په مړینه کې راحت وي،حضرت اسما رضی الله عنها وویل: داسی بریښي چې ته خپل په وړاندي زما دمړیني ارزو کوي؟، خو زه غواړم چې زما په ژوند کې ستا او ستا ددښمن تر مینځ دجنګ پریکړه وشي، که ته ووژل شوي ، زه به دخپل زوی په مړینه دصبر لامله دزیاتو اجرونو مستحقه شوم او که ته بر لاسی شوي زما ستر ګې به ستا په بریالیتوب یخي شي!!

نور بیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د