نظــر

نه کلنه نجلۍ له واده پرته مور شوه؟

   د بشریت دښمنان د انسانیت پر  سپه سالار، د عالمیانو پر رحمت او د الله جل جلاله پر نازولي استازي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  باندې نېوکې کوي چې ام المومنین  بي بي عایشه رضی الله عنها یې په نه کلنۍ کې واده کړې ده، که څه هم چې ددوی دغه بشردښمنانه او مغرضانه تبلیغات هر وخت  الله جل جلاله د خپلو مخلصو بندګانو په مټ د اوبو ځګ ګرځولي دي، خو دا دي اوس خپله دهمدوی په کور کې او خپله ددوی په لاس داسې څه را بر سیره  کېږي چې یو ځل بیا د اسلام  حقانیت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو سنتو ریښتینتوب په ډاګه کوي.

   واشنټن پوست ورځپاڼه په خپله برېښنا پاڼې کې دمکسیکي چارواکو له خولې لیکي چې تېره اونۍ د مکسیکو په لویديځ  جلیسکو ایالت کې یوې نه کلنې نجلۍ ماشومه زېږولې ده، هو! ډیفنې ماشومه زیږولې خو د تعجب ځای  دا دی چې له واده کولو پرته یې زیږولې! نویې ماشومه له یو اوه لس کلن ځوان سره د ملګرۍ په نتیجه کې دنیا ته راغلې، او هغه هم اوس نا درکه دی، حکومت ور پسې ګرځي تر څو را پیدا یې کړي او معلومه کړي چې پر ډیفني یې جنسي تیری کړی او  که  د ډیفني په خوښه لوبه تر سره شوې، دا په داسې حال کې چې نجلۍ اعتراف کړی چې د ماشومې ورک پلار  یې خوږ ملګری و.
http://www.washingtonpost.com/world/the_americas/mexico-9-year-old-gives-birth-to-baby-girl-and-purported-teenage-father-is-being-sought/2013/02/06/bb5901ae-70b4-11e2-b3f3-b263d708ca37_story.html-

  د مکسیکو د روغتیايي چارواکو په خبره په نوموړي هېواد کې هر کال تر  ۴۸۰۰۰۰  پورې داسې نجونې چې له ۱۴ تر ۱۸ کلنو پورې عمر لري اولادونه زیږوي، او کله کله داسې هم پېښېږي چې د ۱۰ او ۱۲ کلنو نجونې میندې شي، خو د ۹ کلنې نجلۍ مور کېدل دوی ته له عجایبو نه ښکاري.

څو میاشتې وړاندې په کولمبیا کې یوې لس کلنې نجلۍ ماشومه زیږولې وه، چې په هغه وخت کې د نړۍ په کچه کوچنۍ مور وګڼل شوه، http://www.dardashchat.net/news-action-show-id-2539.htm مګر دا دي مکسیکۍ پر کولمبیایۍ واړوله، اوس نو ډیفني د نړۍ په کچه تر ټولو کوچنۍ مور شوه.

 د یو امریکايي څېړنیز مرکز د پلټنو له مخې په امریکا کې ٪ ۸۰ نجونې چې عمرونه یې د ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې دي په غیر قانوني توګه حاملې کېږي.
http://alhayat.com/Details/454033

 په ترکیه کې د دیار بکر د روغتون د راپور له مخې یوازې په نوموړي روغتون کې له یو کال نه په کمه موده کې ۴۱۵ نجونو  چې عمرونه یې له ۱۱ تر ۱۷ کلونو پورې دي ماشومان زیږولي http://www.vet.globalforvet.com/news/2206.html   

 د یادونې ده چې ترکیه په تېر لنډ وخت کې د اسلامي خلافت پلازمېینه وه، مګر کله چې  اسلامي خلافت په خورا مهارت سره د اسلام د دښمنانو له خوا ونړول شو، او پر ځای يې غربي قانون پلی شو دا ده پایله یې نن ټول ګورو، که څه هم چې ترکیه فعلا د اسلامي ویښتابه په لور روانه ده، مګر  بیا هم غربي قانون پکې په غوڅه توګه برلاسی دی.

 غربیان پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې  دا نیوکه کوي چې ګواکي له نه کلنې بي بي عایشې رضی الله عنها سره یې واده کړی، خو دا دي الله  جل جلاله ټول بشریت ته ښيي چې د نه  کلنې نجلۍ واده کول نه یوازې دا چې  ناسم  نه دي بلکې نه کلنه نجلۍ مور کېدای هم شي، د پام وړ دا چې د ډیفني مور وايي چې لور يې په اته کلنۍ کې حامله شوه، کله چې ډاکترانو ډيفني او ماشومه یې له روغتون نه رخصتولې د دواړو روغتیايي حالت د ډاډ وړ  و، او دا یو ځل بیا هغه بې ځایه او بې اساسه اندېښنې په سیند لاهو کوي چې وايي په کم عمر کې د نجلۍ واده کول مور او ماشوم ته روغتيايي ستونزې پنځوي.

هو، یو ټکی باید په پام کې ونیول شي چې  د هرې ټولنې، سیمې او ټبر  جغرافیايي، ټولنیزې او وراثي ځانګړتیاوې په دې اړه پرېکنده او اړین رول لوبوي.

د اسلام د حکیمانه احکامو یوه ځانګړنه دا ده چې دنر او ښځې د ګډ ژوند لپاره یې ځانګړي اصول او ضوابط ټاکلي، په داسې توګه چې له یوې خوا د ښځې دکرامت، عزت او راتلونکي ژوند برخلیک تضمین شوی وي، او له بلې خوا په ټولنه کې د بد اخلاقۍ او بې لاریتوب مخه نیول شوې وي، او له بل پلوه نر او ښځه په خپل ګډ ژوند کې له پوره  ډاډ او سکون نه برخمن شوي وي.

داسلام د مبارک دین له مخې نر  نشي کولی چې په خپل سر، له خپلو خواهشاتو سره سم  هر کله یې چې زړه شي  د یو څه وخت لپاره دهرې پېغلې او ښځې پر عزت او کرامت لوبې وکړي، او کله یې چې زړه شي بیا ځان ورک کړي او یا وتښتي.
نه، د اسلام له نظره کله هم ښځه دومره سپکه او ارزانه متاع نه ده چې نر  یې یوازې او یوازې د خپلې جنسي غریزې دخړوبولو لپاره وکاروي، او نور ټولې ستونزې د ښځې پر غاړه ور واچوي، اسلام ښځې ته ډېر لوړ  ځای او دروند حیثیت ور کړی، د اسلامي قوانینو له مخې نر باید د ځانګړو اصولو له مخې له ښځې سره ګډ ژوند پیل کړي، او بیا به تر پایه پورې دښځې د ژوند داړتیاوو پوره کول د خاوند پر غاړه وي، بلکې د اولاد پالنه او روزنه  هم د پلار دنده ده، آن که مور د ځانګړو شرایطو له مخې وغواړي چې ماشوم ته شېدې ور نکړي یا یې پالنه ونکړي دا یې حق دی.

له همدې ځایه معلومېږي چې اسلام تر کومه ځایه بشري  کرامت ته په درنه سترګه ګوري، په ځانګړي ډول  دښځې عزت، ژوند او برخلیک ته یې څومره او څه رنګه ځانګړې پاملرنه کړې!

د بشریت د ښمنان ښځې ته د یوې آني او بې ارزښته متاع په سترګه ګوري، یوازې خپل شهواني غرایز  پوره کوي، نور نه د ښځې  دعزت پروا لري، نه یې د راتلونکي ژوند او برخلیک په اړه  دکوم مسولیت احساس کوي.

د انسانیت دښمنان وايي هر نر کولی شي چې له هرې ښځې سره  جنسي اړیکې ټینګې کړي، او کله که ښځه ماشوم زیږوي نو نر یې نه د ماشوم په اړه کوم مسولیت لري او نه یې دمور په اړه، تر ټولو د شرم ځای دا چې ددوی د ځنګلي ژوند د اصولو له مخې سل بلکې زر نران کولی شي له یوې ښځې سره جنسي اړیکې وپالي!  همدا رنګه یو کس کولی شي له سلو او زرو ښځو سره جنسي اړیکې وساتي، دا په داسې حال کې چې همدغه دبشریت دښمنان پر اسلام نیوکه کوي چې ولې  یې یوه سړي ته له څلورو ښځو سره  دځانګړو قوانینو او شرایطو په رڼا کې د ګډ ژوند کولو حق ور کړی!

دوی په حقیقت کې ځنګلیان دي، ددوی په ناولي ګومان د نر او ښځې اړیکې باید کوم قانون او ځانګړي شرایط  منظمې نه کړي، ځکه که داسې وشي نو بیا خو به ددوی په څېر ځنګلیانو لپاره دا فرصت نه برابرېږي چې د خپلو حیواني او شهواني غرایزو د مړولو لپاره  مظلومه ښځه د یوې آني او ارزانه متاع په څېر و کاروي.

 ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x