نظــر

د جنګي ټلوالې اصلاحي حراست

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی
لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

ذبیح الله خورشیدی

د استاد سیاف په مشرۍ د حراست په  شورا کې ټولې هغه سولېدلې څېرې راټولې شوي چې پرون د حامدکرزي اداره پرې بدنامه وه او نن د بل حکومت په مقابل کې خلک په نظام بې باوره کوي او د دوی ترمنځ وېره خوروي.

نن که دغه شورا د اصلاحاتو په پلمه جوړه شوې فساد، بې عدالتي ، د ځمکو غصب ، سیاسي او امنیتي بې ثباتي ټولې هغه پخوانۍ میراثي چټلۍ دي چې نن ورځ په کې ملي یوالي حکومت هم د پرمختګ ګام نه شي پورته کولای.

پرون هم طالبان په دې ملک کې په جګړه بوخت وو، نن هم  همدغه ډلې جګړه کوي پخوانیو جهادي مشران او قومندانان پرون هم پرته د لسګونو ساتونکو بهر نه شوای وتلی نن سبا چې داعش دې خاورې ته مخه کړې ښایي، تر ځانونو اوپسپنیزې کلاوې تاو کړي بیرون ته وتل خو به ورته زیات ګران کار وي.

پرون که دوی د ترهګرو په مقابل کې ولاړ وو نن به دا پرچه پرچه او زخمي زخمي ملت د دوی ترشاه ولاړ وو، له بده مرغه چې دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره جګړه ګرمه وساتله او نن چې دوی د دې ښکرورې جګړې هراس لري خپل حراست یې اعلان کړ.

استاد سیاف په والله که د دې ملت او دې خاورې لپاره وسلوالو سره دښمنۍ پالي دا د شمالي ټلوالې پخواني ارمانونه دي چې هغه یې د جمیعت شهیدانو او دې ته ورته غونډو کې پوره کوي او د خدای کتاب داسې ښکته پورته کوي چې یوازې د ټلوالې لپاره نازل شوی.

داسې نه ده مونږ له چا سره د شوراوو او ټولنو په جوړېدو مخالفت کوو، قانون ټولو ته اجازه ورکړې چې مدني بنسټونه او سیاسي ګوندونه جوړ کړي خو، په اوس وخت کې د دې خلکو له لوري دا ډول حرکتونه فکر کوم دا هېواد بلې جګړې ته بیایي.

زه وایم که دوی فکر کوي ملت یې ترشاه ولاړ ده خو تېروتنه کوي نن د افغانستان د خلکو سیاسي شعور دومره پیاوړی شوی چې پروني جهادیان او نني ډیموکراتان یې داسې پېژندلي چې حتی دوی هم خپل ځان نه پېژني.

د شورای نظار او شمالي ټلوالې مینه له ملک او خلکو سره هغه وخت ختمه شوی چې کابل په کنډوالو بدل شوو میلونونه افغانان له هېواده بهر کډوال شول او پرېمانه چورلکې دې ملایانو په هغه هېواد د کباړ په څېر وپلورلې چې نن مونږ سره پرې جګړه کوي.

هغه سیاف چې پرون یې د پارلمان ګټلې څوکۍ ته پرې نه ښوود او بیا په ټاکنو کې د ده پرضد عبدالله راپورته شو داسترګې دې ړندې شي چې له دې ټولو سره سره بیا هم د شورای نظار په دسترخوان پلتې وهلي او له دې غلو څخه د افغانستان د جوړېدو تمه لري.

زه خپله د ښاغلي کرزي په شمول له ټولو سیاسیونو مننه کوم چې په دې هراس افګڼ حرکت سره یې بایکات وکړ او دغه غونډه یې کمرنګه کړه.

د افغانستان خلک په تېره ځوان نسل باید د دې ډول حرکتونو سره له جوړه کېدو ډډه وکړي او ځان په قاتلینو او غلو کې شامل نه کړي.

په همدې ستره هیله

مړه او سپېره دي وي د لوی افغانستان دښمنان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x