ټولنیزه برخه

په څو ژبو پوهېدو والا ملامت دي!

عابدالله مستغفر

خوښ یم چې ډېری افغانان په ليک او لوست پوهېږي، له عصري زده کړو سره هم ښه په مخ روان دي. ژبې يې دوه، درې، څلور او پنځه لا هم زده دي. مګر ډېر د افسوس ځای دی چې څه مو بايد زده وای؛ مخ مو لا نه دی ور اړولی.

نن سبا انګلېسي او کمپيوټر ريښتيا هم د ژوند يوه برخه ګرځېدلې؛ مګر دومره هم نه چې خپل هدف شاته پرېږدو. چې هغه د قران کريم سره له مانا سمه زده کړه ده. زما په فِکر پنځه سلنه افغانان به هم په قران کريم سره له مانا نه پوهېږي.

په انګلېسي او نورو ژبو باندې ښه پوره واک لري ، په لاره کښې، موټر کښې او آن تر دې چې په غټو مجلسونو کښې د نورو ژبو لغات کاروي. د نورو ژبو زده کول ښه کار دی مګر له عربي سره ولې دومره په ټکر کې يو!؟

نن يوه کس په تبصره کې ليکلي و (المرء مع من احب في یوم القيامة). بېرته په ډېرو سختو ټکو ځواب شوی وو.

نه پوهېږم چې ولې اوس د عربي ټکي لا بد را لګېږي.

ملامت خو ځکه يو چې هېڅ اهميت نه ورکوو.

که يې نه منئ؛ خپله يې وګورئ چې د ښار له يوه سر نه تر بل سر پورې څومره (English and Computer Institutes) دي او څومره بيا (Arabic Language and Islamic Studies) ادارې دي.

په یقين سره ويلی شم چې یو به لس او بل به يو هم په مخ در نه شي.

راځئ عربي زده کړو او په قران کريم ځان پوه کړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

واقعیت ده محترم لیکوال صاحب اما ټول باید په یوه کټګوری کی نه راولی ځکه زه خپله شخصا له عربی ژبی سره بی حده او بی اندازه مینه لرم فطرتا او طبیعتا راته ښه بریښی او دا راته ښه ښکاری چی خبری او تکلم په وکړم شاید زما په قسم نور هم ډیر داسی کسان وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x