نظــر

ډویچ ویله: ارګ ته شرمونونکی پیغور

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل
لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

استاد محمد زمان مزمل

څو ورځې مخکې ډاکټر اشرف غني په جرمنی کې د ډویچ وله ( الماني تلویزون ) سره یوه مرکه وکړه او د ډویچ وله تلویزون د خپل غربی تهذیب موافق د ګران سوال سره مخامخ کړ او هغه ته یې و ویل :

« تاسی د خپلو ځوانانو نه غواړي چې بهر یا اروپا ته د تللو څخه ډډه وکړي او په خپل هیواد کې پاتي شي په داسې حال کې چې ستاسې د واکمن ټیم د زیاتو کسانو کورونه په بهر کې دي او په دې رابطه یې د څو کسانو نومونه واخیستل چې په هغوې کې ډاکټر عبدالله «عبدالله» ،دانش ، دوستم او داسې نور ول .

یو څه چې د امریکایي افغانانو د نورو سره توپیر دی هغه همدا دی چې دوی هیڅ مهال په سړو اوبو کې د ګډیدو عزم نه لری غواړي هر څه د امریکا په ملګري او لطف کې پوره کړي .

ډيری چې د امریکا د تابعیت کارت اود وزارت د انتخاب په اړه په دوه لاری کې د یوه پری ښودلو ته کرزی ودرول ډيرو په کې خپل امریکایي تابعیت محترم و ګاڼه او له وزارت نه په شا شول .

د امریکا جان کیری افغاني ټیم چې د بن په غونډه کې یې هغوي ته د یو ازاده ملت د غرور د ماتولو او پر هغوی باندې د امریکا د پلوی حکومت حساب وکړ امریکا دا ۱۵ کاله په افغانستان کې هغوی په ارګ کې ساتلی کله یو کله په کې بل … او د جعلي انتخاباتي کمپاین په سلسله کې د انتخاباتو د کمیسون د پریکړي په ځای کله یې له صندوق نه مخامخ په مداري توب را وباسی او کله یې د امریکا په سفارت کې د خپلو هیئتونو په پریکړه را وباسی او دا ۱۵ کاله هغوی په کې نه طالب مات کړ او نه یې په افغانستان کې سوله راوستله او نه هم په واقعي معنا دغه ټول د چا نمائنده ګان دی ځکه خو کابل کې محاصره شول .

دغه ارګ چې د افغانستان په تاریخ کې ډير کم په حقه ور ننوتل او ډيرو کمو په کې د خپل ملت سره واقعي رابطه درلودله دغه ارګ په خپل تاریخ کې ډيری ارګ شرمونکي کیسي پری ایښي دی .

امان الله خان چې د پرنګي استعمار نه د دغه عزیز ملت په قربانی او میړانه په ۱۹۱۹ کې د افغانستان ازادي واخستله ایله یو کال وروسته د آل عثمان ستر خلافت پرنګیانو را نسکور کړ .

په ډير کم وخت کې دغه په ملت مقبول امیر داسې وګړیو محاصره کړ چې هغه یې په یو لنډ تاریخ کې له خپل ملت څخه و شکاوه او داسې شکلي او تهذیبي بدلونونو ته یې و هڅاوه چې هم له وخته مخکې وو او هم د ملت په درد نه خوړل کیدل پای د استقلال مخکښ سردار په کې د خپل ملت سره فاصله پیدا کړه او ملت د امیر او د هغه د غربي کولو د پروسي په منځ منځ کې امیر ایتالیې ته رخصت کړ او ارګ په کې هغو کسانو ته شرمنده کړ چې له ارګ نه یې د خپلو غوړه مالیو تیاتر جوړ کړي و .

د ثور کودتا د کودتاچیانو په ابتکار او یا زمونږ د نهضت په حساب د شوروی اتحاد په همکاري داسې کسان ارګ ته ننوتل چې دازادي نه یې مطلب او فهم د ولس تحقیر او وژل و ، تره کې او امین لا د پکتیا او زیړوک تر خپل پوښښ نه و لاندې کړي چې هغوی په کې بکین ، اسلام اباد او تهران ته ګواښونه پیل کړل .

د تره کې مړی یې خپل شاګرد امین په یو خلقی دود کې او په یوه بې درده ډول داسې ځای ته و یووړ چې ارګ دغه د فیل غوږ پرې خبر هم نه شو او د ثور د انقلاب معلم دغه ارګ په خپله طریقه مات کړ .

امین چې په ارګ کې د خپل استاد انجام په خپله ولید هغه په کې په خپل ژوند له ارګ نه خپلې پښې سپکې کړی او د دارالامان قصر ته ولاړ تر څو د ثور د انقلاب امپراتور ارګ واقعا په یو موزیم بدل کړي .

ولی امین په دې نه پوهیده چې د شوروی د سور سترګې واکمن یوي دکه پیاله وډکا کولاي شی امین د هغه تره کې د احوال پسي ولیږي چې ده یې نه جنازه وکړه او نه هم فاتحه او داسې د شوروی د لښکرو په راتګ کې د امین د پولو بهر شوروی دوستانو د دوستي عذاب په خپل بې وسی مرګ خپلو بي وسو ملګرو ته په میراث پریښود .

دا د دې معنا نه ورکوي چې مجاهدینو په خپل راتګ او ارګ ته په ننوتلو هر څه کلائې کړل د مجاهدینو کارنامي په کې د کارتونی فلمونو هغه لړۍ وه چې باید ماشومانو ته یې کیسې وکړل شی چې بې له ځانګو خوب ورشی.

نن په ارګ کې ناست کسان چې بیا هم د یو بل او پردې جنګ لپاره په ارګ کې لکه د فلم ډکونکې ناست وي هغوی په دې باید و پوهیږي چې پرونی کوربه بن د کابل د نني حاکم ټیم حقیقت او هویت له هر چا ښه پیژني او د یو غریب او بي وسی افغان د زړه خبره یې ارګ ته ورسوله او هغوي تاته وایي چې ، تاسی خپل لښکر ، لښکر تښتیدونکي ځوانان ولې ګرموې چې هیواد پریدی اخر ستاسي د ارک واکمن ټیم د زیاترو کورنۍ په بهر کې اوسي .

زه بارو لرم چې د ارګ اوسیدونکي خپله پوهیږي چې دې لمبه افغانستان ته د هغوی بچیان نه راځی یا په کې نه پاتې کیږي ، ولې دا مسافر تپل شوې وزیران په کې فکر کوې او مونږ په دې دوکه کوې چې هغوې زمونږ اندیښنو تم کړي دی.

مونږ چې لا اوس هم یوه ریښتنی ملې حکومت په خوا د دغو تپل شویو مرحلو شاته ترانزیت روان یو دا حکومت او مشران یې باید د ډویچ ویله له سوال او پیغور نه هومره زده کړي چې د خلق او پرچم افسانه پر ځان تکرار نه کړي اخر هغوی بیا هم خپل کورونه او بچیان په افغانستان کې وساتل او خپلو خلکو په سطحه یې ژوند کاوه او د دې هم لوړ دا چې علی الاقل د غلا هنر خو نه ورته .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x