شعـــــرونه

د خلاصون لار

په كومو سترګوبه ورځو پرورديګاره ته
راشئ دپاى ټكى كيږدودګناه كارته

دنيافاني ده نه پرې مړېږو
حرص مونيكي خوري نه پرې پوهيږو
داچي غفلت كي بې غم اوسېږو
هسي بې ځايه مرو تماميېږو

موهم ژوندون مو وقف كړى دى رووز ګارته

شاعرې خورې! شاعره وروره !
شعرونه ليكو خو راته ګوره!
په څه خلاصيږودخداى له پوره
كتاب به راوړو دملاله كوره

چي رانه څه غواړي ايمان دخلاصون لارته

اسلام كي نشته ډمي سازونه
فاحش كارونه، فاسدفكرونه
اسلام كي بل دي روڼ مشالونه
روژې،لمونځونه هم ښه خويونه

داسي ويلي دي پاك رب نبي سردارته

چي حق ويل كړم زړه مي دربېږي
چي بيابه كوم ورور راته قهريږي
خويندوقربان موشم همداسي كېږي
په حق وينا كي لحاظ نه كيږي
كنې راځئ دستربادشاه وستر دربارته

راته په ګوته كړئ زما ګناوې
ګوندي اصلاح كړم خپلې ختاوې
الهام عاجزيم پردئ مي ساوې
غواړم لحد كي سپينې رڼا وې

ډير وارختايم دصراط پله نرئ لارته

2013 /04/10

————-

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x