
زېـری
مولوي رضوان الله (فيضاني)
که خدای کړي د ستم شپې په سهر باندې بدلېږي
زمونږ د پاکو هيلو ګل غوټۍ به وغوړېږي
دا تورې تاريکۍ به رب په خپل فضل رڼا کړي
يو روڼ د پيوستون ځلانده لمر راپورته کېږي
فضا به وي رنګينه د بلبلو به نغمې وي
زمونږ ويجاړ چمن به په ګلونو ابادېږي
ظالم به شي مختور نور به د ظلم جام نسکور شي
سرونه د بې دينو به خنجر باندې غوڅېږي
غمونه به شي ورک د آزادۍ دوران به راشي
ښايسته سپين بيرغونه به په لر او بر رپېږي
تر څو چې حاکم نه کړي د الله نظام سپېڅلی
تر هغو به غازيان په سنګرونو کې جنګېږي
بس دا د ( فيضاني ) پر زړه له وخته لوی ارمان دی
چې بيا د حق لښکر تر اندلسه ورسېږي