درې څنډيزې غوښتنې

khlak

د نامقدس نسلي مثلث په ښكېلتيا، د اروپايي ښكېلاك او زبېښاك ټولې نسخې د هوتكي شاه محمود په پېر كې رد شوي.

دا هغه مهال و، چې د ميرويس نيكه په مشرۍ گورگين وژل شوى او صفوي شاه په گونډو شو.

د اوسنيو تركانو په استازيتوب اروپايانو د هوتكيانو د راپرځولو هڅه وكړه، خو په دې هڅه كې يې درې تنه ووژل شول.

روس وهڅيدو او يو شمېر څېرې يې د سوداگرو په بڼه له آمو راتېرې كړې او د هند و چين له اروپايي سوداگرو سره يې مخ كړل او بيا له احمد شا بابا وروسته يې مسلمانو مغلو او تركو ته وروپېژندل، چې ورو ورو له بېلابېلو نسلي مرستو برخمن شول.

 د دوى لومړۍ نسخه د شاه زمان ړندول، دوه يمه د شاه شجاع پاچا كول، درېيمه د امير دوست محمد خان بې تورې كول او څلورمه د امير عبدالرحمن خان سره د پښتنو د وژلو نيمايي كول د يادونې وړ نسخې دي.

د حبيب الله خان او امان الله خان حكومتونه يې د نسخې بدلولو د مهال پالونكي شول او پر سقاو خادم يې د هوتكو مدنيت لوټ كړ.

نادرخان د لوټ شوي مدنيت د راټولولو او جوړولو چارو ته پاملرنه وكړه، خو د محمد ظاهر په منځگړيتوب اروپايانو د نوې نسخې ليكلو چارې پيل او امريكا ته وسپارلې.

كابل پوهنتون يې د پروفيسرانو، داكترانو او ښكېلو فرهنگيانو ځاله كړه، خو دهوتكي خوزښت يارانو ترې ډډه پيل كړه.

امريكا د حكومت نيولو هڅې له روسانو سره گډې كړې.

لومړى يې گڼ شمېر د رهبرۍ خلك ووژل او بيا يې گډ سيمه ييز حكومتونه جوړ كړل.

په نوي افغانستان كې دوه يم هوتكي خوزښت دغه گډه هڅه شنډه كړه او حكومتونه له بشپړې ماتې سره مخ شول.

ولسونونه ژوندي شول او حكومتونو له ولسي ملاتړه بې برخې وده وكړه.

اوس د ظلم او تېرى مخنيوى روان دى، خو برياليتوب د افغانانو په برخه دى. ان شاءالله.

————-

قتیل زوی خوږیاڼی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د