ټولنیزه برخه

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۵)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د ابن خلدون له نظره د سياست ويش-

که څه هم مخکې د فقهاؤ له څرګندونو معلومه شوه چې سياست دوه ډولونه لري چې يو يې عادلانه او بل ظالمانه سياست دى، خو ابن خلدون يې داسې تفصيل کړى، څرنګه  چې د دولتونو اهداف يو له بل سره توپير لري، نو له همدې امله ابن خلدون د دولتونو اهداف په دوه برخو ويشلي.

نوموړى وايي: مونږ دوه ډوله کلي هدفونه لرو، يو دنيوي او اخروي هدفونه دي او بل يواځې دنيوي دي، د دولت سياست يې هم دوه ډوله ښودلى.

(١) شرعي سياست.

( ٢) عقلي سياست، چې دا دويم قسم يې د فرمان روايانو د اهدافو مطابق بيا په دوه برخو ويشل کيږ‌ي.

(١) شرعي سياست :- د شرعي سياست اصلي صوري خصيصه دا ده چې له ايزدي منشاء څخه سرچينه اخلي، داسې سياست دى کوم چې د خداى تعالى له لوري د پيغمبر په توسط نازليږي، پيغمبر هغه خلکو ته ابلاغوي او وضع کوي، شارع د دنيوي قوانينو د وضع کونکو په خلاف (پرتله) د هغه جهان د ژوند د امورو او چارو په هکله کوم چې په دوى باندې پټ دي د ټولو په مصالحو باندې پوهيږ‌ي، د پيروانو او منوونکو باور او عقيده په دې باندې چې دا سياست د لوى خداى  له لوري راغلى، د نبى کريم صلى الله عليه وسلم امين کيدل او د هغه د تعليماتو حقانيت د نا پيدا شيانو په اړه د شرعي سياست لومړی خصيصه رامنځته کوي، يعنې دا چې د فرمانبردار او فرمان صادرونکي ترمينځ ارتباط په يو اجبار او باطني ايمان باندې بناء ده، د هغو عقلي سياستونو په څير کوم چې د ظاهري لاسته راوړنو په اميد بناء وي، د دې احکامو حقيقت او خدائيتوب د هغو د سموالي په اړه کامل يقين او د هغو په حسن اثر باندې مطلق ايمان رامنځته کوي.

د دې دنيا په سياست کې د هغوى د مصلحتونو د رعايت په مقتضى په بشري عمران او آبادى کې تګ کوي، نو له همدې امله شرعي سياست دا د عقلي سياستونو په اصولو کې هم شامل دى، د بشر ټول کړه وړه او د هغه اجتماعي او سياسي روابط په دواړو جهانو کې په نظر کې نيسي.

شرعي سياست هغه واحد سياست دى چې په هغه کې دنيوي هدفونه د بشر د هدف فرع او  په هغه کې قرار نيسي، او په عقلي سياستونو باندې برتري لري، ځکه چې د بشر د هدفونو افق نور هم پراخوي او د بشر د دنيوي مصلحتونو په تامين کې هم خورا تاثير لري، ځکه چې په همدې مصلحتونو باندې تر ټولو ښه پوه دى  (د ابن خلدون د تاريخ فلسفه ص ٢٩٩-٣٠٢)ـ

عقلي سياست

په داسې حال کې چې شرعي سياست د لوى خداى جل جلاله له لوري په بشر باندې تحميلږي، عقلي سياستونه په رعيت باندې د نورو خلکو لخوا او په ځانګړي ډول د لوړو رتبو د څښتنانو يا عقلاؤ له خوا تحميليږي، دوى د احکامو يوه برخه وضع کوي، چې ټول هغه کسان کوم (چې د دنيوي مصلحتونو د جلبولو د پاره) يې تابعداري کوي هغوى قبلوي، څرنګه چې دولت له فرمان روا او فرمان بردار (امير او مامور) څخه تشکيل شوى وي، عقلي سياست ممکن دى چې په دوى يې د يوې خوا د منافعو د تامين دپاره وي، نو له همدې امله دوه ډوله عقلي سياست منځته راځي.

الف:- هغه عقلي سياست چې هدف يې د ټولو خير خواهي وي، د دې سياست اصلي کار دا ده (په عمومي ډول د خلکو د مصالحو رعايت او په ځانګړي ډول د سلطان د مصلحتونو رعايت د هغه د پاچاهي په رابطه).

ابن خلدون وايي : دا سياست د حکمت له امله دی، يعنې لومړى ګام د هغه رژيم په لوري ده کوم چې د سياسي فلسفې په تعليماتو باندې منطبق وي، له هغه ځايه چې د عقلي سياست هدف لومړى په دنيا کې د رعيت د مصالحو جلبول دي اصلي عدالت چې په هغه باندې بناء وي دا ده چې حکمران، مشر يا فرمانروا ته پکار ده چې د خپلو منافعو او ګټو په فکر کې نه وي، بلکې بايد د خلکو او رعيت د ګټو د خوندي ساتلو د پاره مشرتوب وکړي، کله چې دا شرايط ټول د مشر په سيرت کې جمع شول او د هغه  خوى همداسې جوړ شو او له رعيت سره يې د چارو په اړه اړيکې ټينګې شوې نو هغه وخت بيا عقلي سياست (کوم چې پر ټولنه باندې حاکم دى) عادل دى. خو دا عدل محدود دى او د هغه نقصانات له هدفي محدوديت څخه را ولاړ شوي، کوم چې دولت پر وړاندې بيائي او تعقيبوي يې، لکه د بشر حقيقي مقاصد چې يواځې په دنيوي مقاصدو او مصالحو پورې منحصر نه دي، له هغه ځاى نه چې دا سياست هم خپل ځان يواځې د همدې مقاصدو په لاسته راوړلو باندې مصروف بولي نو د هغه عدالت هم په هماهغه نسبت محدود دى.

انسان ته هغه څه کوم چې د هغه په دې دنيا او هغې دنيا کې حق دى او د هغه په ګټه ده نه ورکوي او په هغه وخت کې حتى همدا محدود عدالت هم په دې سياست کې نه تضمينيږي، څرنګه چې نشي کولاى دا تضمين کړي چې په دې جهان کې د بشر د حقيقي مقاصدو په هکله يا د مشر د حدودو او اختياراتو درست او سم عقائد څرګند شي دا يو طبيعي ناموس او سياسي تکامل دى څومره چې يو هيواد مترقي کيږ‌ي مشر يې هومره ځواکمن او زورور کيږي، او د هغه د خود سريو مخنيوى سختيږي او ګرانيږي، له همدې امله د ابن خلدون په عقيده (آند) اکثر حکومتونه غالباً بيدار او له عدالت نه ليرې دي.

ب:- د عقلي سياست دويم ډول هغه دى چې هدف يې د مشر شخصي ګټې او اغراض دي، هغه اصل چې دې سياست ورباندې تکيه کړې دا دى چې د حکمران يا مشر مصلحت مراعت شي چې د هغه حکومت څنګه د زور له ليارې قوام پيداکړي او ټينګ شي، په دې سياست کې د رعيت مصالح د مشر د مصالحو فرع دي، ښکاره ده چې دا يو خپل سرى مشرتوب دى، ځکه چې هدف ور څخه د هغه د شخصي اغراضو جلبول دي، سره لخ دې چې د يو سياسي رژيم واقعي موخه او هدف بايد د ټولو خير او ښيګڼه وي، دا سياست منحرف او خطاء ده چې هم شرع اوهم سياسي فلسفه هغه ناسم بولي،دا يو عقلي يا داسې سياست دى چې د پوهې او عقل تر يوه حده پورې په هغه کې دخالت شته، ځکه چې عقل د دولت سالم او سم هدف او د مشر ضروري تګلاره ورته په ګوته کوي ( د ابن خلدون د تاريخ فلسفه ص ٣١٣او ٣١٧).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x