نظــر

د میرکل غرب او د ځواب پور وړې عربان

لیکوال: استاد محمد زمان مزمل
لیکوال: استاد محمد زمان مزمل

استاذ محمد زمان مزمل

څو میاشتی مخکې په المان کې د سوریې ، افغانستان او نورور هیوادونو مهاجرینو هومره لویه شمیره جوړه کړه چې د المان په ځای یې ټوله اروپا اندیښمنه کړه ولې انګیلا میرکل په کې هغه مهال دا خبره وکړه چې :

« مونږ د غو مهاجرینو ته ځکه پناه ورکوو چې زمونږ راتلونکې بچیان پوه شي چې د هغوې پلرونو هغه عربي مسلمانانو ته په دې خاطر پناه ورکړه چې په نږدي مکه کې چا نه ورکوله » .

حقیقت چې باید ټول یې ومنو او له ناچاره یې و زغمو هغه دا چې زمونږ په نسل کې داسې څوک اصلا نشته او نه شې کولای چې د میرکل دې رمزی پیغور ته ځواب و وایي او د میرکل دا ترخه خبره په دې امت په تیره په عربانو باندې پور پاتي دی .

کله چې ما د میرکل خبره واوریدله نو ماته د اقبال لارهوری دا شعر په یاد شو چې وایې :

بیا طرح دیګر ملت بریزیم

که این ملت جهان را بار دوش است

څومره چې انسان د غرب د پانګوال امپریالیزم په مداخلو ، مظالمو او جګړو باندې خبره وکړی د هغه مخکې د دغه میراث امت په بې چاره ګې ، بې رهبری او له پوښه وتلی بې پردې حالت باندې باید وژاړي.

ځوانه طبقه ، بې وزله بوډاګان او ان بې پلاره یتیمان دا ټول هغه غرب ته ور روان دي چې همدی غرب د هغو په کور کې د جنګ شیشکې خوشې کړی دی .

د جنګونو لړۍ چې د ۲۱ تمی پیړۍ د پیل سره په اسلامې نړۍ کې په یوه بې دردی پیل شوه او بیا غرب ته د تلونکو مهاجرینو د هجرت لړۍ دا دواړه هغه فاجعی دي چې غربي امپراتوریو په شرق کې د خپلو غلامو حکومتونو په وسیله په یو وخت کې روان کړي دی .

هغه حکومت چې خپل ملت له جنګه ونه شی ژغورلی او خپل ولس په خپله خاوره کې خوندي نشی کړای هغه به د دې شرقي ملتونو په درد څه وخت خوړل کیږي؟؟ .

المان په اروپا کې د اروپا مخکښو هیوادونو د سر هیواد دی په همدې جذبه خو یې د یهودو سره دنړۍ په مشري او تسلط باندې هغه جنجال را منځ ته کړ چې المانیانو په کې د هټلر نشین المان باج ورکړ .

دغه اروپا چې په علمې او مادي لحاظ د نړۍ مخکښه قاره ده هغه د ۲۱ تمی پیړۍ په سر کې غواړي په خپلو جګړو کې هغه چې د اروپا یا امریکا سره د سیالی په احتمال مطرح دی هغه په منطقه کې تجرید کمزوری اوختم کړی .

په افغانستان او عراق کې مداخلې همداسی یوه ګنده موخه لري ولې نا اشنا په کې داده چې اروپایي هیوادونه د جنګ پر همدغه شرق ورانونکې استعمارې سلسله کې چې د افغانستان او عراق نه یې پیل کړی ده او اوس په کې د سیمی ټول هیوادونه لتاړ دي ، غرب غواړي چې د همدغه جنګ په حاشیه کې د جنګې لاسته راوړنو تر څنګ د اخلاقې برترې لاسته راوړنې هم ولري او د خپل تجاوز هر څه په کې و نغاړی .

په اروپا کې د مهاجرینو منل او پالل د دغو اخلاقي برتریو او لاسته راوړنو یوه برخه ده چې میرکل ځکه په کې مخکښه شوه چې د شلمي پیړۍ په سر کې همدا المانیان په اروپا کې د پرنګی سره د شدیدي دښمنې له مخې د مسلمانانو نسبی ملګرې او د عثماني خلافت ایتلافی ملګری پاتې شوي دی .

نن که میرکل په جرمنې کې د مسلمانانو د مهاجرینو لپاره د پناه ورکولو جذبه ښیې همدا المانیان د شلمی پیړۍ په سر کې د یو لک هغو فوځيانو کوربه وو چې د اول نړیوال جنګ په مهال د مسلمانو اسیایې هیوادونو نه هلته وړل شوی و .

د مهاجرینو لپاره په المان کې پناه ورکول که اخلاقي برتري وګڼو او یا هم د ځوانانو نه د شرق اسلامي هیوادونو خلع کول په هر صورت د فاجعې پړه یې پر هغو حکومتونو ده چې ایله دغربي هیوادونو د سفارتونو د مرکزي کردار لپاره د مساعدو قونسلګریو رول پرته بل داسې ژوندی رول چې د یو ملت ملې حاکمیت په کې خوندې کړي نه لیدل کیږی.

په دې خاطر موږ ټول د میرکل د دې پیغور پور وړي یو چې زمونږ په مقدر ناستو ته دغو اروپایانو د تسلط چانس په جبر ورکړی دی چې له غرب سره ولاړ دی او له خپلو خلکو سره جنګیږی او هغوې په خپلو ملتونو تجرید دي، ولې اروپایان په دې پلمه خپل حکومتونه ساتی چې مونږ د تروریزم د جګړی په لومړۍ کرښه ولاړ یو. تروریزم چې پلان او هر څه یې د غرب په پروګرام روان دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x