نظــر

امریکايي عسکرولي ځانونه وژني

usarmy

داهغه ترټولولوی چیلنج دی چې دامریکامغروره مجهزاوپیاوړی فوج ورسره مخامخ دی هغوی تقریباپه هریوه ساعت كي یوامریکایي روزلی عسکرپه داسي مرګ سره دلاسه ورکوي چې پړه یي هم پرهیچانسي اچولای اونه یې مخه نیولای ،دامرګ هغه بلاته ورته دی لکه دذی القرنین په لښکرچې په مجمع البحرین کې مسلطه سویوه چې نه یې دهغه څخه دفاع کولای سوه اونه یې ځانونه ورڅخه ژغورلای سول، کومه بلاچې ددوی دسرتیروسرونه خوري داانتحاردی‎‎‎،انتحارهغه څه ته وایي چي یوانسان بیله مشروع هدفه ځان په خپله وژني،ددنیااواخرت هیڅ ګټه پرهغه باندي مرتبه نوي،یوازي ددې په خاطرداکارکوي چې دغه انسان ددنیادمصیبتونوڅخه په تنګ وې اوفکرکوې چي ګواکي مرګ به دده دخلاصون اوراحت یوازنی لاره وي ،داعمل اکثره هغه کسان کوي چې په بعث بعدالموت باندې عقیده نلري اویوازي ددنیاپه ژوندباندي عقیده لري،خلک وایي چې امریکایان اهل کتاب دي،که داسي وي نوبیادهغوی ددې نارواعمل دلیل څه کیدلای سي،زماپه نظرددوی ددي عمل دري لاملونه کیدلای سي،

اول داچې دوی اوس په هیڅ اسماني دین باندې کڅه هم هغه منسوخ سویدي نه دي پاته،ځکه چي که دوی په هراسماني کتاب باندي ایمان درلودلای نوداکاریې نه کاوه،نوپه دې اساس موږداوسني امریکایانوسره داهل کتابومعامله نسوکولای۰

دویم داچي دامریکاعسکرعام بې فکره اوناخبره انسانان دي هغوی عسکردي هغوی دامرتابع دي که هغوی ته وویل سي چې یوڅوک ووژنه هغوی دانسي ویلای چې ولي؟ ځکه چې دعسکري مسلک اصول همدادي،خوددې سره سره هغوی انسانان دي دځانه سره خوداویلای سي چې زه ولي داکارکوم ددوی لپاره یوازي دقضاوت مرجع دهغوی خپل نفس دی اوبس

نوله دې کبله چې دوی نوروهیوادونوته دجنګ لپاره استول کیږي دوی مکلف دي چې دخپلومشرانوداوامرواطاعت وکړي،په دغوعسکروکې ډیری یي داسي انسانان دي چي دظلمونوطرفداره نه دي خوهغوی مکلف دي چې څه ددوی مشران ورته وایې هغه بايد عملي کړي، داچي امریکاپه اوس وخت کې په اسلامي نړی کې دځینوګډاګیانوپه مرسته په مسلمانانوباندي قصابي جوړه کړیده،په ډیره بي رحمی سره مسلمانان په ډلییزاوانفرادي توګه وژني،توهینه وي اوبندیان کوي دااعمال هم په دغوکسانوباندي کوي،ددوی عسکرددوی دغه ناروامظالم په خپلوسترګوویني خونه څه ویلای سي اونه هم انکارکولای سي ځکه هغه عسکردی،مګرکله چي بیرته خپل ټاټوبي ته ستانه سي هغوی دځانونوسره خامخاحساب کوي، داچې په فلانکي ځای کې مي هغه ښځه یاهغه ماشوم یاهغه بوډایاهغه ځوان وواژه،توهین مي کړی، کورمي یي ورته ډاینموټ کړ،باغ مي ورته خراب کړ،پلاریازوی مي دهغه په وړاندي ورته ووژل ولي? ‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎داانسان څوک وه؟ هغه خونه زماورور اونه بل قريب وژلی وه،هغه خوښځه وه هغه خوماشوم وه هغه خو بوډاوه هغه خومورخور وروڼه اولادونه اوقريبان درلودله،هغه خونه زماوطن ليدلی وه اونه هم هلته راتللای سوای،هغه خونه توپ اوټانګ درلودی،هغه خوپه اوسنی دنياکې داسي څوک نه درلودی چې زماڅخه يي پوښتنه کړي وای چې دادې ولي داسي وکړه؟؟ دهغه دملک واک اواختيارخوله موږسره وه، دهغه هيوادواکمن هم زموږترقمندي لاندي وه،زموږپرکړنويي پرده اچوله،زموږدناروااوظالمانه موقف څخه يي دفاع کوله.

که څه هم چې هغه انسان زماڅخه دپوښتني هيڅوک نه درلودله خواقلاهغه ماغوندي یو انسان وه،دهغه خپل وطن اوخپله خاوره وه،دهغه خپل کوراوخپل ټاټوبی وه،نومادبل لپاره ولي هغه بي ګناه انسان وواژه ولي مي توهين کړ،ولي مي ټپي کړ،ولي مي بندي کړ،ولي مي دهغه دغريبی جونګړه ورخرابه کړه ولي؟

داهغه څه دي چي ديوه انسان په توګه يي هغه دځانه سره يوازي فکرکولای سي،که هغه اهل کتاب وي خودځانه سره ديوه اهل کتاب په توګه حساب کوي،اوکه هغه اهل کتاب نوي نودیوه انسان په صفت داکیدلای سي،کله چې هغه دخپل دغه الزام په وړاندي دخپل ځانه څخه دفاع نسی کولای،ځان ورته ګرم اومجرم ښکاره سي نوبیابيله دي چې قضاوت ته ورسي په خپله په خپل ځان باندي قضاوت کوي ځکه چې دهغه لپاره دخپل وجدا ن پرته بل قضاوت نسته،هغه دهغه مظلوم په بدل کې بايدخپل ځان دهغه په سرنوشت اخته کې اوهغه يوازي مرګ کیدلای سي.

داځکه وايم چې مادګوانتاناموپه زندان کې ډيرداسي عسکروليدل چې هغوی به ځانونه مجرمين بلله،هغوی به دخپلومشرانوکارونه دانسانيت په ضدبلله،هغوی به کوشش کاوه چې په حقيقت باندې پوی سي خوچاهغوی ته موقع نه ورکوله،مګرددې سره سره هغوی خپل ځانونه هم دخپلومشرانو په اطاعت سره مجبوره بلل،يوه ورځ زماپه ياددي چې زه امریکايي محققينوپه ډيراهانت سره داوسپنيزي پنجري څخه دعسکروپه واوسطه ويستلمه سرژيره بريتونه يي راته وخريل اوښکي بيونکی ګازيې راباندې وپاشی،خوزماهم حوصله تنګه سوه چې څه به په خوله راتله هغوی ته به مي ويله،نويوسرجن راغلی زمادپنجري دروازي ته ودريدی اوراته ويي وويله چې ته لږ حوصله وکړه ښکنځل مه کوه،ماهغه ته هم بد رد وويل،خوهغه په دروازي کې داسي ولاړوه ماته يې ترډيره کتله په کتوکتوسره يې دسترګوڅخه اوښکي راتوی سولي اوبيايي وويل چې ډيره عفوه غواړم زه په دې نتيجه رسيدلی يم چې ته يوبيګناانسان يي،کوم ظلم چې دلته ستاسره وسوهغه ماته ديوه امريکايي په صفت دبخښلونه دی خودازماپه واک کې نسته چې زه ستاپه اړه تصميم ونيسم، خوزه پوهيږم چې موږڅومره ظالمان یو هم داسي روان سو.

یوبل ځوان عسکروه چې زماسره يي یوډول علاقه پيداسوله هميشه به يې مختلفي پوښتني کولي،زمادژوندپه اړه زمادسابقي په اړه زمادبندپه اړه هم دارنګه داسلام اواسلامي عنعناتوپه اړه به يې سوالونه کوله، مابه هغه ته په ډيره نرمه لهجه جواب ورکاوه اوکوشش مي کاوه چې دهغه زړه داسلام لورته نرم سي،خودوخت په تيريدوسره په هغه کې ډيرتغيرراغلي، بيابه يې نوروعسکروته هم زه معرفي کولم چې داسړی يوعالم دی،ډيرښه معلومات لري نوله دې کبله زه ددوی په منځ کې په فروپيسورباندې مشهوره سولم،وروسته به دیوه عالم په توګه هغوی زماڅخه پوښتني کولي،ډيرداسي عسکربه وه چې زما څخه به يي پوښتنه کوله چې ته ولي دلته بندي يې داځای خودداسي کسانولپاره نه دی؟ نومابه په خپل اندازدهغوی سره خبره کوله ماته دامعلومه سوه چې داعسکرپه یوډول یرغمل اندازکې ساتل سويدی اودحقيقت په اوريدوسره به هغوی حيران سوله، هغوی به په سوچونواوفکرونوکې ولويدل، ډيروبه داويله چې موږرښتياچې په لويوجرمونوکې ډوب يو.

يوه بله ورځ دوه عسکرراغله زه يي دپنجري څخه راویستلم بيايي په یوه موټرکې کښنولم چې هسپتال ته مي یوسي، په دغو دووعسکرو کې يوه ډيرژړله اوهغه بل به تسلی ورکوله، کله چې هسپتال ورغلونوډاکټران رخصت سويوه،هغوی زه دکټ په یوه بازو پوري وتړلم اودواړه په مخامخ چوکی کښيناستله،خودوی په دې نه پوهيدل چې زه ددوی په ژبه پوهيږم،نودایوه عسکرهغه بل ته وويل چې ته ولي ډيرډيرژاړي څه مشکل دي؟ هغه په جواب کې ورته وويل چې زه ډيرپه تنګ راغلی يم، زه ځان دیوه مجرم په توګه دلته احساسه ومه،دلته دانسانانوسره ډيرظلمونه کيږي،زه داسي ګڼم چې ګواکې زه هم په دغوظلمونوکې شريک يمه،زه نورنه غواړم چې امريکايي عسکراوسم خونه پوهيږم چې څنګه ځان خلاص کړم،دلته ډيرخدای پرسته خلک دي،هغوی ټوله شپه اوورځ دخپل رب عبادت کوي،هغوی ټوله شپه الله ته ژاړي،ته ګوره هغوی دښځوسره خبري نه کوي، ښځوته نه ګوري ددي څخه معلوميږي چې هغوی څومره پاک خلک دي،هغوی ددې بدزندان په پنجروکې ترموږډيرخوشاله ښکاري،ماته داثابته سويده چې داخلک مظلومان اوموږظالمان يو،نوله دي کبله زه ډيرپريشانه اوبيریږم.

داسي نورعسکرماپه خپلوسترګولیدلي دي چې دخپلوځانونوسره به يي يوډول احساس درلودی چې دوی ولي په نوروخلکوباندې ظلم کوي که څه هم باالعکس ډيرظالمان عسکرپه هغوی کې وه چې نه به په انسانيت پوهيدله اونه به ورسره يوه زره احساس وه، بيځايه به يي بنديانوته ستونزي اومشکلات جوړه وله بده رويه به يي کوله، سرونه به يې دغروراوکبره لکه دماري اوښانوپه هوانیولي وه،

دريم دليل داکيدلای سي چې په امريکاکې اوس دښځواونروترمنځ دبي باوری یوه فضاخپره سوي ده،هغه داچې ښځي دنارينه ولپاره يوسرخوږی جوړسوی دی کوم چې دوی ورته aggravation وايي هغه داچې په قضايي برخه کې ښځوته ترنارينه و ډيرحق ورکول سویدی،يوه مهمه موضوع دښځي اونرترمنځ دمال اوسرمايي شريکول دي،ددوی اصطلاح داسي ده چې کله يوه ښځه ديوه بل نرسره نکاح وکړی نوددوی دواړو سرمايه سره شريکه سي، که نارينه څه لري هغه بايدښځي ته وښه يي، که ښځه څه لري بايدنارينه ته يي وښه يي داشۍرينګ سیستم دی،خودلته ستونزه داده چې کله ښځه دميړه څخه طلاق واخلي نومحکمی ته مراجعه وکړي، نوډيرځله محکمي و نارينه و ته وايي چې ته خونريي دځان چاره کولای سي نوته ولاړسه نوري پيسي وګټه،مذدوري وکړه دغه مال ودغي ښځي ته پريږده،ډيرځله داسي خلک په يوه ځل دخپلي سرمايي څخه خلاص سي،خواوس دادښځولپاره تقريباتجارت ګرځيدلی دی،هغوی ګوري چې يوسرمایه داره سړی پيداکي بيادهغه سره ددرواغومينه شروع کې،دهغه سره واده وکړي، دوي او دري مياشتی په خوشالي ورسره تيري کړي بياورته يوه بهانه جوړه کي چې نورزمااوستاژوندنه سره کیږي اوطلاق ځيني واخلي په دې طريقه دهغه مال اوسرمايه هم ځيني وګرځوي

نارينه ددي عکس العمل څنګه کوی هغه داچې ډيری نارينه پرښځوباندي دبي باوری له کبله اوس ودونه نه کوي دګرل پرينډس girl friendsپه نامه دنجونوسره زناوي کوي،کله چې هغه ښځه ورته دواده وړانديزوکړي نودی ورته وايې چې I am sorry I don’t love you more زماخوښه نسولي ځه په مخه دي ښه بياپه بله نجلی پسي ګرځي،نوله دی کبله اوس په امريکاکي ديوي سروي له مخي تر شپيتوفيصدوزیات خلک ودونه نه کوي او په زناسره ژوندکوي،کله چې ددوی اولادونه پيداکيږي ډيری یی اورپنج ته سپاريorphanage همدا يتيمان غوندي بي پلاره اوبي موره انسانان چې کله لوييږي ډيره برخه يي په اردوکې جزبيږي،کله چې دوی ديوه احساس خاوندان کيږي نودنوروخلکوپه ډول هغوی قريبان اودوستان غواړي خوچې څوک ونه لري بيانودکمتری احساس اونفسي مريضي ورسره پيداکیږي،ددوی يوازنی قريب دهغه ملګري ښځه ده چې ډيرځله هغه هم عسکره وي هغه خپل کارکوي اودی خپل کارکوي،هغوی دزړه درازاودزړه دخواله څوک نلري،چې کله دنوروغمونوسره هم لاس اوګريوان سي نودهغوی سایکولاجک مشکل نورهم ډيرسي بيادځان راحت په مرګ کې ویني

ددي يوه بيلګه ماپه ګوانتاناموکې وليدله،يوعسکروه چې شکل يي چنايي انسانانوته ورته وو خوډيربداخلاقه انسان وه،هغه ديوه بندي سره ستونزه راغله هغه بندي خالدنوميدی دسعودي اوسیدونکی وه،نوداعسکرپه ډيرغرورسره ورته وويل چې ته ماپيژني زه امريکايي یم؟خوخالدورته وويل چې ته درواغ وایی ته امريکايي نه بلکه چنايي یي،نوداخبره په دغه عسکرباندې ډيره درنه تمامه سوه، يوساعت وروسته هغه ماته راغلی زماڅخه يي پوښتنه وګړي چې دغه بندي ماته وايي چې ته چنايي يي؟ماورته وويل هغه به ډيرغلط نوي ځکه چې ستاشکل رښتياهم چنايي ته سوی دی، خوپه امريکاکي هرڅوک اوسي نوکيدای سي داخوکومه بده خبره نده په انسانانوکې څه توپيرسته،نوداخبره په هغه باندې نوره هم ګرانه تمامه سوه سوه،هغه ولاړی په دويمه ورځ چې کله راغلی نوسیده زماپنجري ته راغلی ویل چې ته ماته رښتياووايه زمارنګ اوس چنايي ته سویدی؟نوماورته دپرون خبره تکرارکړله،هغه يوڅه وخت دځانه سره فکرکاوه بيايي ماته وويل چې کيدلای سي زمامورياپلاردي چنايي وي؟ماورته وويل چې ولي ته خپل موراوپلارنه پيژني چې څوک دي؟دهغه رنګ تغيروکړاوپه ډيرژړغوني اوازسره يي وويل چې نه زه خوپه اورپنج کې لوی سوی يم ماته خپل موراوپلارنه دی معلوم

په هرصورت دامريکايي عسکروانتحارکه په هرعلت وي ددوی لپاره دالله غضب ګرځيدلی دی،داددوی څخه دهغومظلومانوانتقام دی چې ددوی دوحشي عسکروڅخه يي څوک دوژنودعلت دپوښتلوحق هم نلري داچې هغه دي محکمه سي داخوبيخي شوني نده،امريکايان بايدپه دي سره پوی سي چې دظلمونوعاقبت به همداسي وي کله په توپانونوکله په نورافاتواوکله په دغه سي علتونوبه ددوی څخه دمظلومانوانتقام په دنياکې اخستل کيږي خوپه اخرت کې به ددرناکه اورخورک وي انشاءالله.

عبدالسلام(ضعيف)
۱۳۹۱/۱۱/۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x