ده وطن ده غرو ملنــــــــــــــګه مجاهده
ده وطن ده غرو ملنــــــــــــــګه مجاهده
ځار قربان دې شم له ننـــــــــګه مجاهده
مدام څیرې ګرېوان ګرځې غرو رغوکې
تورببریه تور لونګــــــــــــــــه مجاهده
ده ښایست ثاني دې نشته په جـهان کې
ده ګلاب دګل په رنګــــــــــــه مجاهده
ده عشق تنده ماتوی په خپــــــــــلو وینو
تل بری راوړې له جنـــــــــــګه مجاهد
انقــــــــــلاب ته لکه سپر سینه ولاړیی
کړه شمله دې زمونږ دنګـــــه مجاهــده
ده نړی ده کبر جنــو زور دې مات کړو
دښمنان درنه کـــــــــــړي څنګه مجاهده
غلیمګئ دی دې له میدانـــــه مدام تښتي
ده تېرې تورې له شرنګــــــــــه مجاهده
روح اوتن اودزړه سر ده (حبیبی) یـــې
ګلالیـــــــه غنمر نګــــــــــــــه مجاهده
———
حبیبی وردګ