
د فتنو باران
الحاج مولوي محمدنائب احمدې…
مرمئ راوړه خو زما پر سر یې ازموینه مکړه….
د مسلمان پر مرګ له چا څخه مننه مکړه….
دلته د وینو تشنګان پر هره دښته ګرځې….
د کربلا او د حُسین د حال پوښتنه مکړه….
اوس د فِتنو باران شُروع دی راته غوږ ونیسه….
ورته لبیک وایه نفرت له زکندنه مکړه….
جانانه ته که مې دزړه باغچه کې نه ګرځوې….
خو د رقیب ومخ ته هم زما غندنه مکړه….
عسل حنظل سول سره چل توپیریې څنګه وکړو….
بلبل غدار سو خو ګیله مې له چمنه مکړه….
د احمدې په زړه کې خپلو زهر وکرله….
دخیرطمعه خو هیڅ کله له دوښمنه مکړه….
..2015/12/20